مرقس Chapter 3

For English

Read مرقس Chapter 3 Online

Read مرقس Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرقس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مرقس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مرقس 3

فصل 3

1. عیسی یوځل بیا کنیسې ته لاړ او هلته یو سړی ؤ چې لاس یې وچ شوی ؤ.

2. ځینو خلکو هڅه کوله ترڅو یو دلیل پیدا کړي چې په عیسی تور ولګوي، نو هغوی دې ته کتل چې هغه د سبت په ورځ هغه سړي ته شفا ورکوي او که نه.

3. نو عیسی هغه سړي ته چې لاس یې وچ شوی ؤ، وویل: «راپاڅېږه او د ټولو په مخکې ودرېږه.»

4. بیا هغه د خلکو څخه پوښتنه وکړه: «د سبت په ورځ نېکي کول روا دي که بدي کول؟ د چا د ژوند ژغورل روا دي که له منځه وړل؟» خو هغوی غلې پاتې شول.

5. عیسی په قهر سره هغوی ته وکتل او د هغوی په حال یې افسوس وکړ، ځکه چې زړونه یې سخت وو. بیا یې هغه سړي ته وویل: «خپل لاس وغزوه.» هغه لاس وغزاوه او لاس یې روغ شو.

6. بیا فریسیان د کنیسې څخه ووتل او سمدلاسه یې د هیرودیس د طرفدارانو سره یوه لاره جوړه کړي چې عیسی څنګه ووژني.

7. عیسی د خپلو شاګردانو سره د دریاب غاړې ته لاړ او زیات شمېر خلک ورپسې روان وو. هغوی د جلیل، یهودیې،

8. اورشلیم، ادومیې، د اردن د سیند د بلې غاړې له سیمو او د صور او صیدون له شاوخوا سیمو څخه راغلي وو. دا ټول خلک ځکه عیسی ته راغلل چې د هغه د کارونو څخه خبر شوي وو.

9. د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله عیسی خپلو شاګردانو ته وویل چې هغه ته کشتۍ تیاره کړي ترڅو خلک ورباندې زور رانه وړي.

10. ځکه چې هغه دومره ډېر ناروغان روغ کړي وو چې یو بل یې ټېله کول ترڅو هغه ته لاس وروړي.

11. کله چې به پېریانو عیسی ولید نو په پښو کې به یې پرېوتل او چیغې به یې وهلې: «ته د خدای زوی یې.»

12. خو عیسی پېریانو ته په کلکه حکم کاوه چې هېچا ته ونه وایي چې هغه څوک دی.

13. بیا عیسی غره ته لاړ او کوم کسان یې چې خوښ کړي وو هغه یې راوغوښتل او هغوی ورته راغلل.

14. عیسی دولس تنه وټاکل او هغوی یې د رسولانو په نوم یاد کړل چې د هغه سره به اوسي او هغوی به ولېږل شي چې وعظ وکړي

15. او دا واک او اختیار به ولري چې پېریان وباسي.

16. هغه دا دولس تنه وټاکل: شمعون چې عیسی ورباندې پطروس نوم کېښود،

17. د زبدي زوی یعقوب او د هغه ورور یوحنا چې په هغوی باندې «بوانیرګس» یعنې «د تندر زامن» نوم کېښود،

18. او اندریاس، فیلیپوس، بارتولما، متي، توما، د حلفي زوی یعقوب، تدي، شمعون سرتېری،

19. او یهودا اسخریوتي چې د عیسی سره یې خیانت وکړ.

20. وروسته عیسی خپل کور ته ننوت او یوځل بیا دومره زیات خلک راټول شول چې عیسی او شاګردانو یې د ډوډۍ خوړلو وخت هم نه درلود.

21. کله چې د عیسی خپلوان خبر شول نو هغوی لاړل چې هغه د ځان سره بوځي، ځکه چې دوی ویل چې هغه لېونی شوی دی.

22. د شریعت کوم عالمان چې د اورشلیم څخه راغلي وو، ویل یې: «هغه د بعلزبول یعنې د پېریانو د مشر چې شیطان دی، په مرسته پېریان وباسي.»

23. نو عیسی خلک راوغوښتل او په مثالونو کې یې ورسره خبرې وکړې او ویې ویل: «شیطان څنګه شیطان ویستلی شي؟

24. که په یوه پاچاهۍ کې بې اتفاقي راپیدا شي نو هغه پاچاهي نه شي پاتې کېدلی.

25. که په یوه کورنۍ کې بې اتفاقي راپیدا شي نو هغه کورنۍ نوره نه شي پاتې کېدلی.

26. که چېرې شیطان د خپل ځان په خلاف راپورته شي او د ځان سره بې اتفاقه شي، نو هغه نه شي پاتې کېدلی او قدرت یې له منځه ځي.

27. همدارنګه هېڅوک نه شي کولای چې د یو زورور سړي کور ته ورننوځي او د هغه د کور سامان لوټ کړي، ترڅو چې لومړی هغه سړی وتړي او بیا یې کور لوټ کړي.

28. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د انسان هر ډول ګناه او حتی هر کفر یې چې ویلی وي هغه به وبخښل شي،

29. خو څوک چې د روح القدس په خلاف کفر ووایي هغه به هېڅکله ونه بخښل شي، بلکې د هغې ګناه به تل ترتله د هغه په غاړه وي.»

30. عیسی ځکه دا خبره وکړه چې هغوی ویل: «هغه پېریانو نیولی دی.»

31. بیا د عیسی مور او ورونه راغلل او د کور څخه دباندې ولاړ وو. هغوی یو څوک ورولېږه چې هغه ته غږ وکړي.

32. په دې وخت کې ګڼ شمېر خلک چې د عیسی چارچاپېره ناست وو، هغه ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي چې تا وویني.»

33. عیسی په ځواب کې وویل: «زما مور څوک ده او زما ورونه څوک دي؟»

34. عیسی هغو خلکو ته چې د هغه چارچاپېره ناست وو وکتل او ویې ویل: «زما مور او زما ورونه دا دي.

35. څوک چې د خدای د ارادې سره سم کار کوي هغه زما ورور، زما خور او زما مور ده.»

About مرقس Chapter 3

Read مرقس Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرقس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مرقس
Chapter: 3
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مرقس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مرقس Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مرقس Chapter 3?

مرقس Chapter 3 is part of the Book of مرقس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مرقس Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مرقس

  1. مرقس Chapter 16
  2. مرقس Chapter 14
  3. مرقس Chapter 8
  4. مرقس Chapter 3
  5. مرقس Chapter 12
  6. مرقس Chapter 9
  7. مرقس Chapter 11

Explore More from نوی عهد

  1. رومیانو ته Chapter 14
  2. دوهم تیموتاوس Chapter 4
  3. اعمال رسولان Chapter 23
  4. رومیانو ته Chapter 3
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
  6. لوقا Chapter 5
  7. عبرانیانو ته Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 42
  2. رومیانو ته Chapter 9
  3. حزقیال Chapter 28
  4. یشوع Chapter 4
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 10
  6. زبور Chapter 5
  7. اول تواریخ Chapter 19
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *