حزقیال Chapter 9

For English

Read حزقیال Chapter 9 Online

Read حزقیال Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حزقیال 9

فصل 9

1. نو بيا مالِک خُدائ په اوچت آواز سره وفرمائيل، ”هغه کسان راولئ کوم چې د ښار د سزا ورکولو دپاره مقرر شوى دى نو هغوئ ته ووايه چې هر يو د خپلو تباه کوونکو وسلو په لاس راشى.“

2. نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د هر يو په لاس کښې وژونکې وسله وه. د هغوئ سره يو کس وو چې د کتان جامې يې وې، چا سره چې د خط و کتابت سامان په څنګ کښې وو. هغوئ ټول د مالِک خُدائ د کور دربار ته لاړل او د زېړو د قربان‌ګاه په خوا کښې ودرېدل.

3. بيا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو، په کوم ځائ کښې چې هغه وو، نو بيا د خُدائ د کور درشل ته لاړو. نو بيا مالِک خُدائ هغه کس ته آواز وکړو چې د کتان جامې يې اچولې وې د چا سره چې د خط و کتابت سامان وو.

4. او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د يروشلم په ټول ښار کښې وګرځه او د هر هغه چا په تندى باندې نښه ولګوه څوک چې وير او ماتم کوى په هغه ټولو حرامو کارونو باندې چې په دې کښې وشى.“

5. نو چې ما غوږ ونيولو، هغۀ هغه نورو ته وفرمائيل، ”په ښار کښې هغۀ پسې ځئ او خلق مړۀ کړئ، په چا زړۀ مۀ سوزوئ او مۀ په چا رحم کوئ.

6. بوډاګان، ځوانان، پېغلې، ښځې، او ماشومان، حلال کړئ، خو هغوئ ته لاس مۀ وروړئ د چا په تندى باندې چې نښه لګېدلې وى. زما د مقدس ځائ نه شروع وکړئ.“ نو بيا هغوئ دا کار د هغه مشرانو نه شروع کړو چې د خُدائ د کور په مخکښې ولاړ وُو.

7. نو بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زما کور پليت او زما دربار د مړو د لاشونو نه ډک کړئ. ځئ لاړ شئ.“ نو هغوئ بهر لاړل او په ټول ښار کښې يې په مرګ شروع وکړه.

8. نو کله چې هغوئ خلق وژل او زۀ يواځې پاتې شوم، نو زۀ پړمخې پرېوتم او چغې مې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، په يروشلم باندې د خپل غضب په نازلېدو سره ولې تۀ د بنى اِسرائيلو دا بچ پاتې شوى خلق به هم تباه کوې؟“

9. نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بې‌حده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بې‌اِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.

10. نو زۀ به هغوئ ته د رحم په سترګه نۀ ګورم او نۀ به هغوئ بچ کړم، خو زۀ به هم د دوئ په سرونو هغه څۀ راولم څۀ چې هغوئ کړى دى.“

11. بيا هغه سړى چې د کتان جامې يې اچولې وې او د خط و کتابت سامان ورسره وو هغۀ دا خبر راوړو، او وې وئيل، ”ما هغه څۀ وکړل څنګه چې تا حکم کړے وو.“

About حزقیال Chapter 9

Read حزقیال Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 9
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 9?

حزقیال Chapter 9 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 3
  3. حزقیال Chapter 27
  4. حزقیال Chapter 40
  5. حزقیال Chapter 34
  6. حزقیال Chapter 10
  7. حزقیال Chapter 8

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم تواریخ Chapter 10
  2. تثنیه Chapter 12
  3. حبقوق Chapter 3
  4. پیدایښت Chapter 4
  5. متلونه Chapter 17
  6. اول سموئیل Chapter 6
  7. زبور Chapter 32

Related Chapters & Readings

  1. عبرانیانو ته Chapter 2
  2. زبور Chapter 81
  3. زبور Chapter 60
  4. قاضیان Chapter 6
  5. اعمال رسولان Chapter 14
  6. ایوب Chapter 20
  7. یشوع Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *