Read یعقوب Chapter 4 Online
Read یعقوب Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یعقوب in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یعقوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یعقوب 4
فصل 4
1. ستاسو په منځ کې جنګونه او شخړې له کومه راپیدا کیږي؟ ایا هغه ستاسو د نفساني غوښتنو له امله چې په تاسو کې په جګړه کې دي، نه راپیدا کیږي؟
2. تاسو کوم شی غواړئ، خو هغه په لاس نه درځي، نو دې ته تیار یئ چې قتل وکړئ. تاسو د نورو سره بخیلي کوئ، خو څه چې غواړئ هغه لاسته نه شئ راوړلی، نو جنګ او شخړه کوئ. خو بیاهم کوم شی په لاس نه درځي، ځکه چې د خدای څخه یې نه غواړئ.
3. خو که تاسو د خدای څخه د کوم شي دپاره سوال هم وکړئ، نو هغه به یې درنه کړي، ځکه چې په بد نیت او د خپلو هوسونو د پوره کولو دپاره یې غواړئ.
4. ای بې ایمانه خلکو! ایا تاسو نه پوهېږئ چې د نړۍ سره دوستي کول د خدای سره دښمني کول دي؟ له دې امله څوک چې غواړي د نړۍ سره دوستي وکړي، نو هغه خپل ځان د خدای دښمن کوي.
5. ایا تاسو ګومان کوئ چې د خدای د کلام دا وینا بېځایه ده چې وایي: «هغه روح چې خدای په مونږ کې اچولی دی هغه ډېرې سختې غوښتنې لري؟»
6. خو خدای په مونږ باندې زیات فضل کوي، نو له دې امله د خدای کلام وایي: «خدای د کبرجنو په ضد دی، خو په عاجزانو باندې فضل کوي.»
7. نو له همدې امله خپل د خدای تابعداري کوئ او د شیطان په وړاندې ټینګ ودرېږئ، نو هغه به درڅخه وتښتي.
8. خپل ځانونه خدای ته ورنژدې کړئ، نو هغه به هم تاسو ته درنژدې شي. ای ګناهکارانو! خپل لاسونه د بدو کارونو څخه پاک کړئ. ای منافقانو! خپل زړونه پاک کړئ.
9. غمجن اوسئ، ویر او ژړا وکړئ. ستاسو خندا دې په ژړا بدله شي او ستاسو خوشحالي دې په غم.
10. خپل ځانونه د څښتن په وړاندې عاجزان کړئ، نو هغه به تاسو سرلوړي کړي.
11. ای خویندو او ورونو! یو بل پسې بدې خبرې مه کوئ. څوک چې خپل ورور پسې بدې خبرې کوي او یا د هغه په هکله قضاوت کوي، نو په حقیقت کې د شریعت بد وايي او د هغه په هکله قضاوت کوي. که ته د شریعت په هکله قضاوت کوې، نو په شریعت عمل نه کوې بلکې خپل ځان د هغه نه لوړ ګڼې لکه په خپله چې قاضي یې.
12. یوازې خدای دی چې شریعت ورکوي او هم قاضي دی. یوازې هغه دی چې دا قدرت لري چې خلک وژغوري او یا یې له منځه یوسي. نو بیا ته څوک یې چې د خپل ګاونډي په هکله قضاوت کوې؟
13. زما خبرې واورئ ای خلکو چې وایئ: «مونږ به نن یا سبا فلاني ښار ته لاړ شو او هلته به یو کال تېر کړو، هلته به سوداګري وکړو او ډېرې پیسې به وګټو.»
14. خو تاسو په دې هم نه پوهېږئ چې سبا به څه کیږي، ستاسو ژوند څه شی دی؟ هغه د بخار په شان دی چې د لږې شېبې دپاره راښکاره کیږي او بیا ورکیږي.
15. د دې په ځای باید ووایئ: «که د څښتن رضا وي نو مونږ به ژوندي پاتې شو او دا یا هغه کار به وکړو.»
16. خو تاسو اوس په خپلو لاپو باندې فخر کوئ او داسې لاپې وهل بد کار دی.
17. نو بیا څوک چې په نېکۍ کولو پوهیږي او نه یې کوي، نو هغه ګناه کوي.
About یعقوب Chapter 4
Read یعقوب Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یعقوب in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یعقوب
Chapter: 4
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یعقوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یعقوب Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یعقوب Chapter 4?
یعقوب Chapter 4 is part of the Book of یعقوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یعقوب Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 16
- اول یوحنا Chapter 5
- اول پطروس Chapter 4
- اعمال رسولان Chapter 15
- اول تیموتاوس Chapter 6
- عبرانیانو ته Chapter 10
- متی Chapter 5
Explore More from یعقوب
- یعقوب Chapter 5
- یعقوب Chapter 4
- یعقوب Chapter 1
- یعقوب Chapter 2
- یعقوب Chapter 3
- یعقوب Chapter 5
- یعقوب Chapter 1