هوشع Chapter 14

For English

Read هوشع Chapter 14 Online

Read هوشع Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of هوشع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

هوشع 14

فصل 14

1. اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى.

2. مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.

3. اسور مونږ نۀ شى بچ کولے او نۀ مو جنګى آسونه حِفاظت کولے شى. مونږ چې کوم بُتان جوړ کړى دى هغې ته به هيڅکله نۀ وايو چې تاسو زمونږ معبودان يئ. ځکه چې صرف هم تۀ، مالِک خُدائ په يتيم باندې رحم کوې.“

4. بيا مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د هغوئ بې‌وفائى ختمه کړم او شفا به ورکړم. زۀ به د زړۀ د اخلاصه د هغوئ سره مينه کوم، زۀ هغوئ ته نور غصه نۀ يم.

5. زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى.

6. د هغې څانګې به خورې شى لکه د زيتون د ښائسته ونو په شان. د هغې خوشبو به د لبنان د دِيار د ونو په شان وى.

7. زما خلق به يو ځل بيا زما د سورې لاندې اوسيږى. هغوئ به لکه د غلې په شان لوئ شى، او د انګورو د بوټى په شان به ګلونه نيسى. د هغوئ مشهورتيا به د لبنان د ميو په شان وى.

8. اے بنى اِسرائيله، د بُتانو نه ځان لرې ساته. هغه زۀ يم چې ستاسو د دُعاګانو جواب درکوم او ستاسو خيال ساتم. زۀ د هغه ونې په شان يم چې همېشه شنه وى، ستاسو ټولې مېوې زما د طرف نه دى.“

9. هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.

About هوشع Chapter 14

Read هوشع Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: هوشع
Chapter: 14
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading هوشع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading هوشع Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is هوشع Chapter 14?

هوشع Chapter 14 is part of the Book of هوشع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete هوشع Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from هوشع

  1. هوشع Chapter 5
  2. هوشَع Chapter 1
  3. هوشَع Chapter 13
  4. هوشع Chapter 11
  5. هوشع Chapter 7
  6. هوشع Chapter 1
  7. هوشع Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. واعظ Chapter 5
  2. خروج Chapter 2
  3. خروج Chapter 36
  4. اشعیا Chapter 16
  5. پیدایښت Chapter 7
  6. پیدایښت Chapter 14
  7. تثنیه Chapter 30
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *