هوشع Chapter 9

For English

Read هوشع Chapter 9 Online

Read هوشع Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of هوشع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

هوشع 9

فصل 9

1. اے بنى اِسرائيلو، د نورو قومونو په شان خوشحالى مۀ کوئ. تاسو د خپل خُدائ پاک نه اوړېدلى يئ او د هغۀ سره مو بې‌وفائى کړې ده. تاسو خپل ځانونه لکه د کنجرو په شان خرڅوئ او په هر درمند کښې د نورو معبودانو عبادت کوئ.

2. خو اوس به ستاسو د خوراک دپاره غله کافى نۀ وى او نۀ به درسره دومره انګور وى چې مے ترېنه وباسئ.

3. بنى اِسرائيليان به د مالِک خُدائ په مُلک کښې نۀ پاتې کيږى، بلکې هغوئ به مِصر ته واپس ځى او د اسور په مُلک کښې به حرام څيزونه خورى.

4. هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے.

5. تاسو به د اختر په ورځ څۀ کوئ، د مالِک خُدائ اختر به څنګه کوئ؟

6. ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى.

7. نو د سزا وخت راغلے دے، د حساب کِتاب وخت رارسېدلے دے. بنى اِسرائيل دې ځان پوهه کړى. تاسو وايئ چې، ”دا پېغمبر کم عقل دے. دا د روح والا بنده پاګل دے.“ نو ځکه څومره چې ستاسو ګناه غټه ده نو دومره ستاسو نفرت هم زيات دے.

8. پېغمبر د خُدائ پاک د طرف نه د بنى اِسرائيل محافظ دے. خو چې چرته هم هغه ځى نو هلته د هغۀ د راګېرولو دپاره دام خور وى، بلکې د خُدائ پاک په کور کښې هم د هغۀ نه نفرت کيږى.

9. هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.

10. مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول.

11. د بنى اِسرائيل شان او شوکت به د مارغۀ په شان والوځى او د هغوئ به نور بچى نۀ پېدا کيږى او نۀ به يې ښځې اُميدواره کيږى او نۀ به يې اولاد په خېټه کيږى.

12. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“

13. ما وکتل چې بنى اِسرائيل د صور په شان ښائسته شول. خو اوس به بنى اِسرائيل خپل اولاد حلالولو دپاره رابهر کړى.

14. اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا نه د دې خلقو دپاره څۀ سوال وکړم؟ د هغوئ ښځې شنډې کړه. او د هغوئ په سينو کښې پئ اوچ کړه.

15. مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغوئ ټول بد عملونه په جِلجال کښې شروع شول. نو هلته مې د هغوئ نه نفرت شروع کړو او د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ هغوئ د خپل مُلک نه وشړم. زۀ به د هغوئ سره نوره مينه نۀ کوم، د هغوئ ټول آفسران سرکشه دى.

16. بنى اِسرائيل وهلے شوى دى، د هغوئ جرړې اوچې شوې دى او هيڅ مېوه به نۀ نيسى. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به د هغوئ ګران اولاد ووژنم.“

17. زما خُدائ پاک به هغوئ رد کړى، ځکه چې هغوئ ورته غوږ نۀ نيولو او هغوئ به په قومونو کښې در په در ګرځى.

About هوشع Chapter 9

Read هوشع Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: هوشع
Chapter: 9
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading هوشع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading هوشع Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is هوشع Chapter 9?

هوشع Chapter 9 is part of the Book of هوشع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete هوشع Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from هوشع

  1. هوشع Chapter 2
  2. هوشع Chapter 10
  3. هوشع Chapter 12
  4. هوشع Chapter 2
  5. هوشع Chapter 3
  6. هوشع Chapter 6
  7. هوشَع Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 20
  2. فلیپیانو ته Chapter 1
  3. حزقیال Chapter 47
  4. مکاشفه Chapter 12
  5. زبور Chapter 32
  6. اعمال رسولان Chapter 17
  7. لوقا Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *