Read دوهم تواریخ Chapter 17 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 17
فصل 17
1. یهوشافاط د خپل پلار اسا په ځای پاچا شو او د اسراییلو په خلاف یې خپل ځان قوي کړ.
2. هغه د یهودا په ټولو قوي ښارونو کې عسکر او د یهودا په پاتې سیمه کې او همدارنګه د افرایم په هغو ښارونو کې چې د هغه پلار اسا نیولي وو، نظامي پوستې ځای په ځای کړې.
3. څښتن د یهوشافاط سره مل ؤ، په دې خاطر چې یهوشافاط د خپل نیکه داود هغه لاره غوره کړې وه چې هغه د خپلې پاچاهۍ په پیل کې خپله کړې وه. هغه د بعل عبادت ونه کړ،
4. بلکې هغه د خپل پلار د خدای عبادت کاوه، د هغه حکمونه یې منل او د اسراییلو د پاچاهانو غلطه لاره یې غوره نه کړه.
5. نو څښتن هغه ته د یهودا په پاچاهۍ باندې ټینګ واک ورکړی ؤ. د یهودا ټولو خلکو یهوشافاط ته سوغاتونه راوړل او هغه ډېر شتمن او عزتمن شو.
6. یهوشافاطپه پوره توګه څښتن ته وفادار پاتې شو. برسېره پردې هغه په یهودا کې سیمه ییز عبادتځایونه او د اشیره بتان له منځه یووړل.
7. هغه د خپلې پاچاهۍ په درېم کال د یهودا ښارونو ته د زده کړې دپاره دا لاندې مامورین ولېږل: بنحاییل، عوبدیا، زکریا، نتنییل او میکایا.
8. د هغوی سره نهه لاویان او دوه کاهنان لاړل. لاویان دا وو: شمعیه، نتنیا، زبدیا، عساهیل، شمیراموت، یهوناتان، ادونیا، طوبیا او طوب ادونیا. کاهنان دا وو: الیشمع او یهورام.
9. هغوی د څښتن د تورات کتاب واخیست او د یهودا په ټولو ښارونو کې ګرځېدل او خلکو ته یې تعلیم ورکاوه.
10. د یهودا په شاوخوا پاچاهیو باندې د څښتن وېره راغله، نو د هغوی څخه هېچا په یهوشافاط باندې حمله ونه کړه.
11. ځینو فلسطینیانو د باج په توګه هغه ته سپین زر او نور سوغاتونه راوړل. عربانو هغه ته اووه زره اووه سوه پسونه او په همدې شمېر وزان راوړل.
12. نو یهوشافاط نور هم د قدرت خاوند شو. هغه په یهودا کې کلاګانې او د ګودامونو دپاره ښارونه ودان کړل
13. چې هغه په کې په لوی شمېر ذخیرې ساتلې وې. هغه په اورشلیم کې یو شمېر زړور او تکړه عسکر هم وساتل چې
14. د خپلو طایفو له مخې راغونډ شوي وو. د یهودا د طایفو څخه: ادنه د زر کسیزو ډلو لومړنی قوماندان ؤ او درې لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو.
15. یهوحانان دوهم قوماندان ؤ او دوه سوه اتیا زره عسکر یې د قوماندې لاندې وو.
16. د زکري زوی عمسیا چې په خپله خوښه د څښتن خدمت کاوه، هغه درېم قوماندان ؤ او دوه لکه عسکر یې تر لاس لاندې وو.
17. د بنیامین د طایفو څخه: لومړنی قوماندان یې الیاداع، یو زړور جنګیالی ؤ. دوه لکه عسکر د هغه د قوماندې لاندې وو چې ټولو سره لیندې او سپرونه وو.
18. دوهم قوماندان یې یهوزاباد ؤ او یو لکو اتیا زره تنه وسله وال عسکر یې د قوماندې لاندې وو.
19. دغو عسکرو په اورشلیم کې د پاچا خدمت کاوه او برسیره پردې پاچا په ټوله سیمه کې نور عسکر هم درلودل چې د یهودا په قوي شویو ښارونو کې یې ځای په ځای کړي وو.
About دوهم تواریخ Chapter 17
Read دوهم تواریخ Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 17
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 17?
دوهم تواریخ Chapter 17 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 9
- دوهم تواریخ Chapter 6
- دوهم تواریخ Chapter 19
- دوهم تواریخ Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- اشعیا Chapter 47
- دوهم پادشاهان Chapter 22
- اول سموئیل Chapter 23
- متلونه Chapter 11
- پیدایښت Chapter 5
- حزقیال Chapter 41
- اشعیا Chapter 30