اشعیا Chapter 26

For English

Read اشعیا Chapter 26 Online

Read اشعیا Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 26

فصل 26

1. په هغه وخت به د يهوداه په مُلک کښې دا سندره وئيلے شى، ”زمونږ ښار مضبوط دے. ولې چې د خُدائ پاک د خلاصون دېوالونه زمونږ چارچاپيره دى.

2. د ښار دروازې کولاو کړئ چې صادق قوم ورننوځى، هغه قوم چې وفادار پاتې دے.

3. د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.

4. په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے.

5. څوک چې مغروره وُو نو هغۀ عاجزان کړى دى، او هغۀ اوچت ښارونه راګزار کړى دى او خاورو سره يې خاورې کړى دى.

6. او دوئ به د غريبانانو او مظلومانو د پښو لاندې راشى او چخڼى به شى.“

7. اے مالِکه خُدايه، د صادقانو لار هواره ده، نو د صادقانو دپاره چې کومه لار تۀ جوړوې نو هغه نېغه ده.

8. اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.

9. ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم، کله چې تۀ د دُنيا د عدالت دپاره راشې نو خلق به پوهه شى چې اِنصاف څۀ څيز دے.

10. کۀ په بدعمله باندې رحم وشى نو هغه د اِنصاف په مطلب ځان نۀ پوهوى، بلکې په کوم مُلک کښې چې اِنصاف کيږى هلته هم هغوئ بدعملى کوى، هغوئ د مالِک خُدائ لوئى نۀ منى.

11. اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.

12. اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.

13. اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.

14. خو اوس هغوئ مړۀ شوى دى او بيا به نۀ راژوندى کيږى، د هغوئ روحونه به واپس نۀ راځى، ځکه چې تا دوئ له سزا ورکړې ده او تباه کړى دې دى. او د هغوئ نوم او نشان دې ختم کړے دے.

15. اے مالِکه خُدايه، تا خپل قوم له ترقى ورکړې ده، تا خپل قوم لوئ کړے دے او خپله لوئى دې څرګنده کړې ده. ستا د وجې د هغوئ علاقه په هر طرف باندې خوره شوې ده.

16. اے مالِکه خُدايه، چې هغوئ په مصيبت کښې ګېر شول نو ستا تلاش يې شروع کړو او ستا د تنبيه لاندې يې دُعا شروع کړه.

17. اے مالِکه خُدايه، تا مونږ داسې ژړولى يُو، لکه چې يوه ښځه د بچى د پېدا کېدو د درد په وجه ژاړى.

18. مونږ په خوږ او درد مبتلا يُو، خو زمونږ د تکليف نه هيڅ هم پېدا نۀ شول. نۀ مونږ زمکې ته خلاصون ورکړے دے، او نۀ مو دُنيا ته ژوندون راوړے دے.

19. خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.

20. زما خلقو، خپلو کورونو ته ننوځئ او په ځان پسې دروازې بندې کړئ. د څۀ وخت دپاره ځانونه پټ کړئ چې د خُدائ پاک غصه سړه شى.

21. وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.

About اشعیا Chapter 26

Read اشعیا Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 26
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 26?

اشعیا Chapter 26 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 54
  6. اشعیا Chapter 33
  7. اشعیا Chapter 29

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 42
  2. ملاکي Chapter 2
  3. پیدایښت Chapter 5
  4. عاموس Chapter 9
  5. زبور Chapter 39
  6. یشوع Chapter 7
  7. دوهم تواریخ Chapter 20

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 64
  2. اول پادشاهان Chapter 15
  3. ارمیا Chapter 5
  4. اعمال رسولان Chapter 8
  5. حزقیال Chapter 12
  6. متلونه Chapter 12
  7. دوهم تواریخ Chapter 13
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *