ارمیا Chapter 5

For English

Read ارمیا Chapter 5 Online

Read ارمیا Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ارمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ارمیا 5

فصل 5

1. د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.

2. کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.

3. اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.

4. نو بيا ما سوچ وکړو چې، ”دا خو غريبانان او جاهله مخلوق دے، دوئ ځکه بې‌وقوفه کارونه کوى چې د مالِک خُدائ لار نۀ پېژنى او د هغۀ د حکمونو نه ناواقفه دى.

5. نو زۀ به د دوئ مشرانو له لاړ شم او هغوئ سره به خبرې وکړم. نو دوئ به ضرور د مالِک خُدائ د لارو او حکمونو نه خبر وى.“ خو افسوس چې دې مشرانو هم د مالِک خُدائ د تابعدارۍ زنځير او جغ مات کړو او د خپلو ځانونو نه يې اخوا کړے وو.

6. نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.

7. مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ څنګه تاسو معاف کړم؟ ستاسو بچو زۀ پرېښے يم او دوئ په هغه معبودانو يقين وکړو چې په حقيقت کښې هغه رښتينى نۀ دى. کۀ څۀ هم ما د هغوئ ټول ضرورتونه پوره کړل، خو هغوئ لکه د بې‌وفا ښځې په شان زنا وکړه او د چکلې مخې ته يې قطارونه جوړ کړل.

8. دوئ لکه د ښۀ څربه مستو آسونو په شان دى چې هر يو د خپل ګاونډى د ښځې پسې هڼيږى.“

9. مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ دوئ ته د دې بې‌شرمه کارونو په وجه سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او ولې د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟

10. لاړ شئ او د هغوئ د انګورو باغونه تالا والا کړئ خو بلکل په پوره توګه يې مۀ تباه کوئ. او د انګور بوټى څانګې راماتې کړئ، ځکه چې دا خلق زما نۀ دى.“

11. مالِک خُدائ دا فرمائى، ”د اِسرائيل او يهوداه خلقو ما سره هر قسمه بې‌وفائى او خيانت کړے دے.“

12. دوئ د مالِک خُدائ په حقله دروغ ووئيل او وائى، ”هغه به مونږ سره هيڅ هم نۀ کوى. په مونږ به مصيبت نۀ راځى. قحط او جنګ به هم په مونږ باندې نۀ راځى.“

13. دوئ وائى، ”پېغمبران هسې فضول خبرې کوى او دوئ سره د خُدائ پاک له طرف نه پېغام نشته. د کوم مصيبت نه چې مونږ يروى هغه دې په دوئ باندې په خپله راشى.“

14. نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ فرمائى، ”اے يرمياه، نو لکه څنګه چې دوئ داسې خبرې کوى نو زۀ هم خپل کلام ستا په خولۀ کښې لکه د اور په شان اچوم او دوئ نه خشاک جوړوم چې دوئ وسوزوى.

15. مالِک خُدائ فرمائى، اے اِسرائيله، زۀ به د لرې ځائ نه ستا خلاف يو زورَور او پخوانے قوم راولېږم چې په تا حمله وکړى چې تۀ يې په ژبه او خبرو باندې نۀ پوهېږې.

16. د هغوئ سره وژونکى غشى دى او ټول تکړه او زورَور فوجيان دى.

17. هغوئ به ستاسو فصلونه او خوراک لواړ تېر کړى، هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه ووژنى. هغوئ به ستاسو رَمې او څاروى تباه کړى، او هغوئ به ستاسو د انګورو او د اينځر ونې تباه کړى. تاسو چې په کومو محفوظو ښارونو باندې بهروسه کوئ نو د هغې لښکرې به يې تباه برباد کړى.

18. مالِک خُدائ فرمائى چې، خو بيا هم په هغه ورځو کښې به زۀ تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم.

19. اے يرمياه کۀ چرې خلق تا نه تپوس وکړى چې دا هر څۀ زمونږ مالِک خُدائ پاک ولې مونږ سره وکړل؟ نو تۀ دوئ ته ووايه، چې تاسو خپل حقيقى خُدائ پرېښودو او د هغۀ په ځائ مو په خپل مُلک کښې د غېرو معبودانو خِدمت وکړو، نو په دې وجه به تاسو په پردى وطن کښې د پردو خلقو خِدمت وکړئ.“

20. مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د يعقوب اولاد ته اعلان وکړه، د يهوداه خلقو ته ووايه،

21. اے کم عقلو او بې‌شعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.

22. مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.

23. خو زما قوم سرکشه او د ضدناکو زړونو لرونکى دى. دوئ زما نه واوړېدل او زۀ يې پرېښودلم.

24. دوئ هيڅکله خپل ځان سره دا نۀ دى وئيلى چې، راځئ د مالِک خُدائ نه يره وکړُو، څوک چې په مونږ باندې د منى او سپرلى موسم کښې بارانونه راوروى، او هغه مونږ ته د رېبلو موسم په مقرره وخت کښې راولى.

25. ستاسو غلطيانو تاسو د دې عجيبه برکتونو نه محرومه کړئ. ستاسو ګناهونو تاسو د دې ښۀ څيزونو نه منع کړئ.

26. زما د غوره شوى قوم په مينځ کښې شريران پېدا کيږى. هغوئ لکه د مارغانو د ښکاريانو په شان په انتظار کښې ناست دى، دوئ د خلقو دپاره دام خوروى ترڅو هغوئ په کښې راګېر کړى.

27. لکه څنګه چې د يو ښکارى پنجره د مارغانو نه ډکه وى، نو هم دغه شان د دوئ کور هم د شرارت او فساد نه ډک وى. هم دا وجه ده چې دوئ ډېر زورَور او مالداره شوى دى،

28. ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.

29. نو مالِک خُدائ فرمائى چې، آيا زۀ دوئ ته په دې بدو کارونو کولو سره سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟

30. کوم کارونه چې په دې مُلک کښې وشو هغه خراب او قابل نفرت دى.

31. پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“

About ارمیا Chapter 5

Read ارمیا Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ارمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ارمیا
Chapter: 5
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ارمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ارمیا Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ارمیا Chapter 5?

ارمیا Chapter 5 is part of the Book of ارمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ارمیا Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ارمیا

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. ارمیا Chapter 27
  4. ارمیا Chapter 16
  5. ارمیا Chapter 44
  6. ارمیا Chapter 35
  7. ارمیا Chapter 2

Explore More from زوړ عهد

  1. حزقیال Chapter 46
  2. شمېر Chapter 14
  3. لاویان Chapter 17
  4. زبور Chapter 56
  5. شمېر Chapter 18
  6. نحمیا Chapter 8
  7. حزقیال Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 74
  2. ارمیا Chapter 14
  3. حزقیال Chapter 4
  4. متلونه Chapter 28
  5. اول سموئیل Chapter 10
  6. زبور Chapter 132
  7. متلونه Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *