Read حزقیال Chapter 28 Online
Read حزقیال Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
حزقیال 28
فصل 28
1. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2. ”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې.
3. ولې تۀ دانيال نه ډېر هوښيار يې چې يو راز هم ستا نه پټ نۀ دے؟
4. ستا په خپل عقل او پوهه تا د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو او په خپله خزانه کښې دې سرۀ او سپين زر راغونډ کړل.
5. په تجارت کښې د ډيرې پوهې په ذريعه تا خپل مال دولت زيات کړو، او د مال دولت په وجه ستا زړۀ ډېر مغروره شو.
6. نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ځکه چې ستا خيال دا دے چې تۀ هوښيار يې، لکه د خُدائ په شان هوښيار يې،
7. زۀ به ستا خلاف د غېرو قومونو نه د ټولو نه زيات بېرحمه خلق راولم، هغوئ به ستا د حُسن او عقل خلاف خپلې تُورې راوکاږى او ستا ځلېدونکے شان او شوکت به پليت کړى.
8. هغوئ به تا کندې ته ښکته کړى او تۀ به د سمندر په زړۀ کښې په بېدردۍ سره مړ شې.
9. ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى.
10. تۀ به د غېرو قومونو په لاسونو لکه د ناسنتو په شان مړ شې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائيلى دى.“
11. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
12. ”اے بنى آدمه، د صور د بادشاه په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د کامليت نمونه وې، د عقل نه ډک وې او ستا حُسن د کمال وو.
13. تۀ په باغِ عدن کښې، د مالِک خُدائ په باغ کښې وې، هر قسم قيمتى کاڼو لکه ياقوت، طوپاز، هيره، ايکوامرين، اونيکس کاڼى، جاسپر، نيلم، زمرد او لعلونو تۀ ښائسته کړے وې. تۀ د سرو زرو کار ښکلے کړے وې. په کومه ورځ چې ستا تخليق وشو دا ستا دپاره تيار کړے شوى وُو.
14. ما تۀ د وزرو والا مخلوق په شان مسح شوے او ساتونکے مقرر کړې او تۀ د خُدائ پاک په مقدس غر وې، او تۀ د بلېدونکو کاڼو په مينځ کښې ګرځېدلې.
15. ستا د پېدايښت د ورځې نه ستا چال چلن بېداغه وو تر دې چې په تا کښې بدکارى پېدا شوه.
16. تۀ د خپل ډېر زيات تجارت په وجه د ظلم زياتې نه ډک شوې او ګناه دې وکړه. نو ما بيا تۀ په بېعزتۍ سره د خُدائ پاک د غرۀ نه وشړلې، او ما تۀ اے حفاظت کوونکې فرښتې د هغه بلېدونکو کاڼو نه وشړلې.
17. ستا زړۀ په خپل حُسن باندې مغروره شو، او تا خپل عقل د خپل شان او شوکت په وجه خراب کړو. نو ما تۀ زمکې ته راوغورزولې، او بادشاهانو ته مې تماشه جوړه کړې.
18. تا په خپلو ډېرو ګناهونو او بېايمانه تجارت خپل د عبادت ځايونه ګنده کړل. نو ما په تا اور ولګولو او هغۀ تۀ وسوزولې، او تۀ مې په زمکه د ټولو هغه کسانو په وړاندې په ايرو بدل کړې چې ستا تماشه يې کوله.
19. ټولو هغه مُلکونو چې تۀ يې پېژندلې تا ته حېران دى، ستا مرګ به ډېر خطرناک وى او تۀ به نور په دُنيا کښې پاتې نۀ شې.“
20. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
21. ”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د صيدا خلاف کړه، د هغې خلاف پېشګوئې وکړه
22. او ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستا خلاف يم اے صيدا، او زۀ به په تا کښې جلال حاصل کړم. نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې زۀ په هغې د سزا فېصله وکړم او خپل ځان په هغې کښې مقدس ښکاره کړم.
23. زۀ به په هغې وبا راولم او د هغې په کوڅو کښې به وينې روانې کړم. د هرې خوا نه به په تا حملې کيږى، ستا خلق به په کښې په تُوره مړۀ شى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
24. ”د بنى اِسرائيلو د خلقو به نور کينه لرونکى ګاونډيان نۀ وى کوم چې لکه د درد ورکونکى ازغو او تېرۀ غنو په شان وُو. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.
25. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ د بنى اِسرائيلو قوم د هغه مُلکونو نه راغونډ کړم کومو مُلکونو ته چې هغوئ خوارۀ وارۀ شوى وُو، زۀ به د هغوئ په مينځ کښې او د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان مقدس وښايم. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى، کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے وو.
26. هغوئ به هلته په امن سره ژوند تېروى او هغوئ به کورونه جوړ کړى او د انګورو بوټى به وکَرى. زۀ به د هغوئ هغه ټولو ګاونډيانو له سزا ورکړم چا چې ورپورې ټوقې کړې وې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ د هغوئ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“
About حزقیال Chapter 28
Read حزقیال Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: حزقیال
Chapter: 28
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading حزقیال Chapter 28 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is حزقیال Chapter 28?
حزقیال Chapter 28 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 28 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from حزقیال
- حزقیال Chapter 35
- حزقیال Chapter 3
- حزقیال Chapter 27
- حزقیال Chapter 40
- حزقیال Chapter 34
- حزقیال Chapter 10
- حزقیال Chapter 8
Explore More from زوړ عهد
- تثنیه Chapter 1
- یونس Chapter 4
- زبور Chapter 99
- یشوع Chapter 7
- یشوع Chapter 15
- ارمیا Chapter 16
- ایوب Chapter 25