Read هوشع Chapter 5 Online
Read هوشع Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of هوشع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
هوشع 5
فصل 5
1. ”اے اِمامانو، دې ته غوږ ونيسئ. اے بنى اِسرائيلو واورئ، اے د شاهى خاندان خلقو توجو وکړئ. عدالت ستاسو خلاف فېصله کړې ده. ځکه چې تاسو د خلقو دپاره دام جوړ شوئ چې په مصفاه او تبور کښې مو د بُتانو عبادت کړے دے.
2. او په شِطيم کښې تاسو ژوره کنده کنستې ده، خو زۀ به تاسو ټولو له سزا درکوم.
3. زۀ بنى اِسرائيل ډېر ښۀ پېژنم، د دې بدى زما نه پټه نۀ ده. بنى اِسرائيلو کنجرتوب کړے دے چې زۀ يې پرېښے يم او هغه ناپاکه دے.“
4. د خلقو بد عملونه هغوئ ته دا اجازت نۀ ورکوى چې خپل خُدائ پاک ته واپس راوګرځى. ځکه چې د زنا عادت هغوئ په خپل قابو کښې اخستى دى او هغوئ مالِک خُدائ نۀ پېژنى.
5. د بنى اِسرائيلو غرور د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى. هغوئ به د خپلې ګناه په وجه راوغورزيږى او د يهوداه خلق به هم ورسره راوغورزيږى.
6. کله چې هغوئ خپلو رَمو او څاروو سره د مالِک خُدائ لټون له راځى، نو هغوئ به يې پېدا نۀ کړے شى ځکه چې هغۀ دوئ پرېښى دى.
7. هغوئ د مالِک خُدائ سره بېوفائى کړې ده، او حراميان بچى يې پېدا کړى دى. نو اوس به نوې مياشت هغوئ سره د جائيداد لواړ تېر کړى.
8. په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيتآون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو.
9. د عدالت ورځ راروانه ده او د اِسرائيل مُلک به تباه شى. اے بنى اِسرائيلو، زۀ دا اعلان کوم چې داسې به ضرور کيږى.
10. مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه آفسران داسې دى څوک چې د زمکې حدود زياتولو دپاره پولې بېځايه کوى. نو زۀ به خپله غصه په هغوئ باندې لکه د سېلاب په شان نازله کړم.
11. په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بېکاره بُتانو عبادت کولو.
12. زۀ به اِسرائيل داسې تباه کړم لکه چې چينجے وړۍ خورى. او يهوداه به لکه د سخا ډډ لرګى په شان کمزورے کړم.
13. کله چې اِسرائيل خپله بيمارى او يهوداه خپل زخمونه وليدل، نو اِسرائيل لاړل چې د اسور د لوئ بادشاه نه مدد وغواړى، خو هغۀ نۀ دوئ ته شفا ورکولے شوه او نۀ يې د دوئ د زخمونو علاج کولے شو.
14. زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى.
15. زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“
About هوشع Chapter 5
Read هوشع Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: هوشع
Chapter: 5
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading هوشع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading هوشع Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is هوشع Chapter 5?
هوشع Chapter 5 is part of the Book of هوشع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete هوشع Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 21
- لاویان Chapter 8
Explore More from هوشع
- هوشَع Chapter 3
- هوشَع Chapter 6
- هوشَع Chapter 14
- هوشع Chapter 1
- هوشع Chapter 2
- هوشَع Chapter 7
- هوشَع Chapter 10