Read واعظ Chapter 5 Online
Read واعظ Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of واعظ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of واعظ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
واعظ 5
فصل 5
1. کله چې د خدای کور ته ځې نو په خپلو قدمونو پام کوه. هلته د اورېدو دپاره تلل، له هغه قربانۍ څخه ښه ده چې د کم عقلانو له خوا وړاندې کیږي. ځکه هغوی په دې نه پوهیږي چې کوم کار تر سره کوي، هغه بد دی.
2. په خپلو خبرو کې بیړه مه کوه او د خپل زړه خبرې پرته له غور څخه خدای ته مه بیانوه، ځکه خدای اسمان کې دی او ته په ځمکه باندې یې. نو له همدې امله پرېږده چې ستا خبرې لنډې وي.
3. نو څومره چې ډېر پرېشانه خیالونه ولرېهغومره خراب خوبونه ګورېاو څومره چې ډېرې خبرې کوېهغومره خپل کم عقلتوب ښکاره کوې
4. کله چې خدای ته یو نذر ومنې نو هغه بې له ځنډه ورکړه. خدای له کم عقلانو نه خوشحاله نه دی. کوم نذر دې چې منلی دی هغه ورکړه.
5. دا ښه ده چې یو نذر ونه منې، له هغې نه چې ویې منې خو ور یې نه کړې.
6. مه پرېږده چې ستا د خولې خبرې تا د ګناه په لور یوسي او د کاهن په وړاندې مه وایه چې تا نه غلطي شوې ده، هسې نه چې خدای ستا په خبرو باندې په غوسه شي او په خپلو لاسونو تر سره شوي کارونه دې تباه کړي.
7. په رښتیا چې کله خوبونه او خیالونه ډېر شينو د لوګي او پوکي په شان خبرې هم ډېرې شيخو ته له خدای څخه وېره کوه.
8. که چېرې ته په کوم ولایت کې ګورې چې په غریبانو باندې ظلم کیږي او انصاف او صداقت تر پښو لاندې کیږي، نو په دې خبره مه حیرانېږه. ځکه هر مامور د لوړ پوړي چارواکي له خوا څارل کیږي او حتی د هغه په سر هم لوړ پوړی چارواکی شته.
9. نو د یو هېواد ګټه په دې کې ده چې پاچا په ټولو باندې واکمن وي او ټولې ځمکې وڅاري.
10. څوک چې له پیسو سره مینه لريهغه به هېڅکله هم په پیسو موړ نه شياو څوک چې په مال او دولت مین ويهغه به په خپلو حاصلاتو موړ نه شينو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
11. څومره چې نعمتونه زیاتیږيهغومره د هغه خوړونکي هم زیاتیږينو پرته له تشو کتلو، د هغه د خاوند ګټه څه ده؟
12. د یو مزدور خوب خوږ وي، که هغه ډېره خوري یا لږهخو د شتمن سړي مړه ګېډه هغه خوب ته نه پرېږدي
13. ما د اسمان لاندې بله لویه بدبختي هم ولیدله. هغه دا وه چې یو سړي د ځان دپاره شتمني ټولوله چې د هغه د تاوان سبب ګرځېده،
14. او وروسته بیا هغه دغه ټوله شتمني د بدې پېښې له امله له لاسه ورکړه. که څه هم هغه یو زوی درلوده خو هغه یې تش لاس پرېښود.
15. نو دا سړی لکه څنګه چې د خپلې مور له ګېډې څخه لوڅ او تش لاس نړۍ ته راغلی ؤ هماغسې به له دې نړۍ څخه لوڅ او تش لاس بېرته ځي، او څه چې یې د خپل زیار او زحمت له امله ټول کړي دي، هغه به له ځان سره نه وړي.
16. دا هم لویه بدبختي ده لکه څنګه چې نړۍ ته راغلی دی هماغسې له نړۍ نه به بېرته ځي، او هغه ګټه چې په زیار او زحمت یې تر لاسه کوي، هغه په باد پسې منډې وهل دي.
17. بله دا چې هغه د خپل ژوند ټولې ورځې په تیارې او ناروغۍ او په غوسه او غضب کې تېروي او خپل ځان خوري.
18. نو وګوره، ماته معلومه شوه چې څومره سمه او مناسبه ده چې انسان د خپل ژوند په لنډه موده کې چې خدای ورته ورکړې ده، وخوري، وڅښي او د خپل زیار او زحمت نه چې د اسمان لاندې یې وباسي، خوند واخلي ځکه چې دا د هغه برخه ده.
19. همدا شان، کله چې خدای هرچا ته مال او دولت ورکړي، او ورسره دا قدرت هم ورکړي چې له هغه نه وخوري او خپله برخه تر لاسه کړي او د خپل زیار او زحمت نه خوشحاله اوسي، نو دا د خدای له خوا یو انعام دی.
20. په حقیقت کې، هغه د خپل ژوند په ورځو باندې فکر نه کوي ځکه خدای هغه په خوشحالیو کې دومره بوخت ساتي چې د اندېښنو دپاره وخت نه لري.
About واعظ Chapter 5
Read واعظ Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of واعظ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: واعظ
Chapter: 5
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading واعظ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading واعظ Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is واعظ Chapter 5?
واعظ Chapter 5 is part of the Book of واعظ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete واعظ Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from واعظ
- واعظ Chapter 6
- واعظ Chapter 5
- واعظ Chapter 9
- واعظ Chapter 1
- واعظ Chapter 11
- واعظ Chapter 11
- واعظ Chapter 10