یشوع Chapter 19

For English

Read یشوع Chapter 19 Online

Read یشوع Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یشوع 19

فصل 19

1. دوهمه پچه د شمعون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. د هغوی سیمه د یهودا په ځمکه کې پرته وه.

2. په هغې کې دا ځایونه شامل وو: بئرشبع (شبع)، مولاده،

3. حزر شوعال، بالح، عاصم،

4. التولد، بتول، حرما،

5. صقلغ، بیت مرکبوت، حزر سوسه،

6. بیت لباعوت او شاروحن – د شاوخوا کلیو سره دیارلس ښارګوټي.

7. عین، رمون، عاتر او عاشان – د شاوخوا کلیو سره څلور ښارګوټي.

8. په دې سیمه کې په جنوب کې تر بعلت بئیر (جنوبي رامه) پورې ټول ښارګوټي او کلي شامل وو. دا هغه ځمکه وه چې د شمعون د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.

9. څرنګه چې د یهودا برخه د هغوی د اړتیا له اندازې څخه زیاته وه، نو د هغه د سیمې یوه برخه د شمعون قبیلې ته ورکړل شوه.

10. دریمه پچه د زبولون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. هغه ځمکه چې هغوی ترلاسه کړه د سارید پورې رسېدله.

11. دا سرحد له هغه ځای څخه په لوېدیځه خوا کې مرعله ته تللی او د دباشه پورې رسېدلی او یقنعام ته نژدې ویالې ته تللی دی.

12. دا سرحد د سارید ختیځې خواته د کسلوت تابور د سیمې پولې ته ګرځېدلی او دابره ته راوتلی او پورته تر یافیع پورې رسېدلی دی.

13. بیا دا سرحد د ختیځ په لوري جت حافر او عت قاصین ته تللی، رمون ته راوتلی او د نیعه په لوري ګرځېدلی دی.

14. په شمال کې دا سرحد د حناتون په لوري ګرځېدلی او د یفتحئیل په دره کې ختم شوی دی.

15. زبولون د شاوخوا کلیو سره دولس ښارګوټي درلودل. د هغو څخه ځینې یې دا وو: قطه، نهلال، شمرون، یداله او بیت لحم.

16. دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د زبولون د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.

17. څلورمه پچه د یساکار د قبیلې د طایفو په نوم ووتله.

18. د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: یزرعیل، کسلوت، شونم،

19. حفارایم، شیئون، اناحره،

20. ربیت، قشیون، آبص،

21. رمه، عین جنیم، عین حده او بیت فسیس.

22. او دا سرحد د تابور غره، شحصیمه او بیت شمس ته رسېدلی او د اردن د سیند سره ختم شوی دی. په هغه کې شپاړس ښارګوټي د هغو د شاوخوا کلیو سره شامل وو.

23. دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د یساکار د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.

24. پنځمه پچه د اشیر د قبیلې د طایفو په نوم ووتله.

25. د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: حلقات، حلي، باطن، اکشاف،

26. الملک، عمعاد او مشال. په لوېدیځ کې دا سرحد کرمل او شیحور لبنه ته رسېده.

27. بیا له هغه ځای څخه ختیځې خواته بیت داجون ته ګرځېدلی، د زبولون او د یفتحئیل تر درې پورې رسېدلی دی او په شمال کې بیت عامق او نعیئیل ته راوتلی دی. دا سرحد د شمال په لوري کابول،

28. عبرون، رحوب، حمون، قانه او تر لوی صیدون پورې غزېدلی دی.

29. دا سرحد بیا رامه ته ګرځېدلی او د صور قوي دېوال لرونکي ښار ته رسېده. بیا هغه حوسه ته ګرځېدلی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی. په دې سیمه کې محالاب، اکزیب،

30. عمه، عفیق او رحوب شامل وو. د شاوخوا کلیو سره دوه ویشت ښارګوټي وو.

31. دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د اشیر د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.

32. شپږمه پچه د نفتالي د قبیلې د طایفو په نوم ووتله:

33. د هغوی سرحد د حالف او په صعنیم کې د څېړۍ د ونې څخه تېر شوی او د ادامي ناقب او یبنئیل څخه تر لقوم پورې رسېده او د اردن د سیند سره ختم شوی ؤ.

34. په هغه ځای کې دا سرحد لوېدیځې خواته د ازنوت تابور په لور ګرځېدلی او په حقوق کې راوتلی دی. هغه په جنوب کې د زبولون سیمې ته، په لوېدیځ کې د اشیر سیمې ته او په ختیځ کې د اردن سیند ته رسېدلی دی.

35. هغه قوي دېوال لرونکي ښارګوټي دا وو: صدیم، صیر، حمت، رقت، کنارت،

36. ادامه، رامه، حاصور،

37. قادش، ادرعي، عین حاصور،

38. یرون، مجدلئیل، حوریم، بیت عنات او بیت شمس. د شاوخوا کلیو سره نولس ښارګوټي وو.

39. دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د نفتالي د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.

40. اوومه پچه د دان د قبیلې د طایفو په نوم ووتله.

41. د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: زرعه، اشتاول، عیر شمس،

42. شعلبین، ایالون، یتله،

43. ایلون، تمنه، عقرون،

44. التقي، جبتون، بعله،

45. یهود، بني برق، جت رمون،

46. میاه یرقون او رقون د هغې سیمې سره چې یافا ته مخامخ وه.

47. ‏-

48. د دان طایفو دا خاوره او دا ښارګوټي د هغو د شاوخوا کلیو سره د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړل. څه موده وروسته کله چې دښمنانو هغوی مجبور کړل چې خپله قبیلوي خاوره پرېږدي، نو هغوی د لشم ښارګوټي ته لاړل. په ښارګوټي باندې یې حمله وکړه، هغه یې ونیوه او د هغه ځای اوسېدونکي یې ووژل. بیا هغوی خپله هلته ځای په ځای شول، د هغه ښارګوټي نوم یې بدل کړ او د خپل نیکه دان په نوم یې یاد کړ.

49. کله چې د اسراییلو قوم د ځمکې د وېشلو څخه وزګار شو، هغوی د نون زوی یوشع ته د ځمکې یوه برخه ورکړه چې د هغه شي.

50. څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغوی یوشع ته هغه ښارګوټی ورکړ چې هغه غوښتی ؤ، یعنې تمنه سارح چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ. هغه دا ښارګوټی بیا ودان کړ او هلته ځای په ځای شو.

51. دا هغه سیمې وې چې العازار کاهن، یوشع او د اسراییلو د قبیلو د طایفو مشرانو په شیلوه کې د پچې په اساس ووېشلې. هغوی دا کار د څښتن په حضور کې د مقدسې خېمې په دروازه کې وکړ. په دې ډول هغوی د ځمکې وېش سرته ورساوه.

About یشوع Chapter 19

Read یشوع Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یشوع
Chapter: 19
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یشوع Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یشوع Chapter 19?

یشوع Chapter 19 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یشوع Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from یشوع

  1. یشوع Chapter 15
  2. یشوع Chapter 20
  3. یشوع Chapter 6
  4. یشوع Chapter 22
  5. یشوع Chapter 7
  6. یشوع Chapter 10
  7. یشوع Chapter 11

Related Chapters & Readings

  1. مرثیې Chapter 4
  2. ارمیا Chapter 34
  3. متلونه Chapter 16
  4. حزقیال Chapter 1
  5. خروج Chapter 14
  6. شمېر Chapter 5
  7. دانیال Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *