Read یوحنا Chapter 9 Online
Read یوحنا Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوحنا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یوحنا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یوحنا 9
فصل 9
1. کله چې عیسی په لاره تېرېده نو یو سړی یې ولیده چې د پیدایښت نه ړوند ؤ.
2. شاګردانو یې ترې پوښتنه وکړه: «استاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړي یا د ده مور او پلار چې هغه ړوند پیدا شوی دی؟»
3. عیسی ځواب ورکړ: «نه دې سړي او نه یې مور او پلار ګناه کړې ده، بلکې هغه د دې دپاره ړوند پیدا شو چې د هغه په وجود کې د خدای کار ولیدل شي.
4. تر هغې پورې چې لا ورځ ده باید هغه کارونه سرته ورسوو چې د هغه چا له خوا مونږ ته سپارل شوي دي چې زه یې رالېږلی یم. کله چې شپه شي نو هېڅوک کار نه شي کولای.
5. ترڅو پورې چې په دې نړۍ کې یم د نړۍ دپاره رڼا یم.»
6. څنګه چې عیسی دا خبره وکړه نو په ځمکه باندې یې لاړې واچولې او په لاړو یې خټه جوړه کړه او هغه یې د هغه سړي په سترګو باندې وموږله
7. او ورته ویې ویل: «لاړ شه او د سیلوام په حوض کې خپلې سترګې ووینځه.» (د سیلوام معنی ده لېږل شوی.) نو هغه سړی لاړ، خپلې سترګې یې ووینځلې او بېرته چې راغی نو بینا ؤ.
8. د هغه ګاونډیانو او هغو خلکو چې د پخوا نه یې هغه پېژانده چې خیرات به یې غوښته وویل: «ایا دا هماغه ړوند سوالګر سړی نه دی چې ناست به ؤ او خیرات به یې غوښته؟»
9. ځینو وویل: «دا هماغه سړی دی.» خو نورو وویل: «نه، دا د هغه په شان ښکاري.» خو هغه خپله وویل: «زه هماغه سړی یم.»
10. نو هغوی ترې پوښتنه وکړه: «ستا سترګې څنګه بینا شوې؟»
11. هغه ځواب ورکړ: «هغه سړی چې عیسی نومېده لږه خټه جوړه کړه او زما په سترګو باندې یې وموږله او راته ویې ویل چې د سیلوام حوض ته لاړ شه او هلته یې ووینځه. نو زه لاړم او خپلې سترګې مې ووینځلې او بینا شوم.»
12. هغوی پوښتنه وکړه: «هغه چېرته دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زه نه پوهېږم.»
13. بیا ځینې خلکو هغه سړی چې مخکې ړوند ؤ فریسیانو ته راوست.
14. دا د سبت ورځ وه چې عیسی خټه جوړه کړې وه او د هغه سترګې یې بینا کړې وې.
15. دوهم ځل فریسیانو د هغه سړي نه پوښتنه وکړه چې څنګه بینا شو. هغه سړي هغو ته وویل: «هغه زما په سترګو باندې خټه کېښودله او ما هغه ووینځلې او اوس هرڅه لیدلی شم.»
16. ځینو فریسیانو وویل: «هغه سړی د خدای له خوا نه دی راغلی، ځکه چې د سبت ورځ نه مراعتوي.» خو نورو وویل: «یو ګناهکار سړی څنګه داسې د قدرت نښه ښودلی شي؟» او د هغوی ترمنځ اختلاف راپیدا شو.
17. نو فریسیانو یوځل بیا د هغه سړي نه پوښتنه وکړه: «ته د هغه سړي په هکله چې ستا سترګې یې بینا کړلې څه وایې؟» هغه سړي ځواب ورکړ: «هغه پیغمبر دی.»
18. خو یهودي مشرانو په دې باندې باور نه کاوه چې هغه سړی پخوا ړوند ؤ او اوس بینا شوی دی ترڅو یې د هغه مور او پلار راوغوښتل.
19. یهودي مشرانو د هغوی نه پوښتنه وکړه: «ایا دا ستاسو زوی دی؟ تاسو وایئ چې هغه ړوند پیدا شوی دی؟ نو بیا څنګه اوس کولای شي چې وویني؟»
20. د هغه سړي مور او پلار په ځواب کې وویل: «مونږ پوهېږو چې دا زمونږ زوی دی او ړوند پیدا شوی دی.
21. خو مونږ نه پوهېږو چې هغه څنګه بینا شو یا چا د هغه سترګې بینا کړلې. د هغه نه پوښتنه وکړئ، هغه بالغ دی او په خپله ځواب ویلی شي!»
22. د هغه مور او پلار په دې خاطر داسې وویل چې هغوی د یهودي مشرانو نه وېرېدل، ځکه چې هغوی لا د مخکې نه په دې موافقه کړې وه چې هرڅوک چې اقرار وکړي چې عیسی هماغه مسیح دی، نو هغه به د کنیسې نه وشړي.
23. نو له دې امله د هغه سړي مور او پلار وویل: «هغه بالغ دی، پوښتنه ترې وکړئ.»
24. هغوی د دوهم ځل دپاره هغه سړی چې مخکې ړوند ؤ راوغوښت او ورته ویې ویل: «د خدای په نوم قسم وخوره چې رښتیا به وایې! مونږ پوهېږو چې دا سړی ګناهکار دی.»
25. هغه سړي ځواب ورکړ: «دا چې هغه ګناهکار دی او که نه دی زه نه پوهېږم، خو په یو شي باندې پوهېږم چې زه ړوند وم او اوس بینا شوی یم.»
26. هغوی پوښتنه وکړه: «هغه تا سره څه وکړل او څنګه یې ستا سترګې روغې کړلې؟»
27. هغه ځواب ورکړ: «ما مخکې تاسو ته وویل خو تاسو نه غوښتل چې زما خبره واورئ. نو تاسو ولې غواړئ چې یوځل بیا یې واورئ؟ ایا تاسو هم غواړئ چې د هغه شاګردان شئ؟»
28. بیا هغوی هغه سړي ته ښکنځلې وکړې او ورته ویې ویل: «ته د هغه شاګرد یې، خو مونږ د موسی شاګردان یو.
29. مونږ پوهېږو چې خدای د موسی سره خبرې کړې وې، خو خبر نه یو چې دا سړی له کوم ځایه راغلی دی.»
30. هغه سړي په ځواب کې وویل: «څومره حیرانوونکې خبره ده! هغه زما سترګې بینا کړلې، خو تاسو لا اوس هم خبر نه یئ چې هغه له کوم ځای نه راغلی دی.
31. مونږ پوهېږو چې خدای د ګناهکارانو دعا نه اوري، خو هغه د دینداره خلکو چې د هغه رضا پوره کوي دعاګانې اوري.
32. د نړۍ د پیدایښت نه هېچا نه دي اورېدلي چې کوم چا د پیدایشي ړوند سترګې بینا کړې وي.
33. که چېرې دا سړی د خدای له خوا نه وای راغلی نو هغه هېڅ نه شو کولای.»
34. هغوی په ځواب کې وویل: «د کومې ورځې نه چې ته پیدا شوی یې ړوند او ګناهکار یې، نو بیا ته څوک یې چې مونږ ته درس راکوې؟» بیا یې هغه د کنیسې نه وشړلو.
35. کله چې عیسی واورېدل چې هغوی هغه سړی د کنیسې نه شړلی دی نو هغه یې لټاوه او پیدا یې کړ نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته د انسان په زوی ایمان لرې؟»
36. هغه سړي په ځواب وویل: «ښاغلیه، ماته ووایه چې هغه څوک دی چې زه ورباندې ایمان راوړم.»
37. عیسی ورته وویل: «تا هغه لیدلی دی او دا هماغه سړی دی چې همدا اوس درسره خبرې کوي.»
38. هغه سړي وویل: «هو، څښتنه، زه درباندې ایمان لرم.» او هغه ته په سجده پرېوت.
39. بیا عیسی هغه ته وویل: «زه دې نړۍ ته د قضاوت کولو دپاره راغلی یم چې ړانده بینا شي او بینا ړانده شي.»
40. ځینې فریسیان چې د عیسی سره نژدې ولاړ وو دا خبرې واورېدلې او پوښتنه یې ترې وکړه: «ستا مقصد دا دی چې مونږ هم ړانده یو؟»
41. عیسی هغوی ته وویل: «که تاسو ړانده وای نو ستاسو ګناه به نه وه، خو دا چې تاسو وایئ مونږ بینا یو، نو د دې معنی دا ده چې تاسو لا تر اوسه هم ګناهکاران یئ.»
About یوحنا Chapter 9
Read یوحنا Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوحنا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یوحنا
Chapter: 9
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یوحنا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یوحنا Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یوحنا Chapter 9?
یوحنا Chapter 9 is part of the Book of یوحنا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یوحنا Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from نوی عهد
- اول یوحنا Chapter 5
- اعمال رسولان Chapter 16
- اول یوحنا Chapter 2
- اعمال رسولان Chapter 5
- اعمال رسولان Chapter 9
- اعمال رسولان Chapter 15
- اعمال رسولان Chapter 24
Explore More from یوحنا
- یوحنا Chapter 6
- یوحنا Chapter 21
- یوحنا Chapter 17
- یوحنا Chapter 14
- یوحنا Chapter 19
- یوحنا Chapter 2
- یوحنا Chapter 2