اول تواریخ Chapter 13

For English

Read اول تواریخ Chapter 13 Online

Read اول تواریخ Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تواریخ 13

فصل 13

1. داود د خپلو لښکرو د قوماندانانو سره مشوره وکړه یعنې د هغو سره چې د زر کسیزو فرقو او د سل کسیزو ټولیو قوماندانان وو.

2. داود د اسراییلو قوم ته وویل: «که ستاسو مشوره او زمونږ د څښتن خدای رضا وي، نو اجازه راکړئ چې ټولو اسراییلیانو ته پیغام ولېږم او د خپلو ټولو هېوادوالو د کاهنانو او لاویانو په شمول چې په ښارګوټو او د هغوی په څړځایونو کې دي، بلنه ورکړم چې راشي او دلته زمونږ سره یوځای شي.

3. بیا به لاړ شو او د خدای د لوظ صندوق به راوړو، ځکه چې د شاوول د پاچاهۍ په وخت کې ورته پاملرنه نه وه شوې.»

4. ټولو خلکو دا خبره ومنله چې دا سم وړاندیز دی او پرېکړه یې وکړه چې همداسې وکړي.

5. نو داود د ټول هېواد څخه د اسراییلو قوم راغونډ کړ، یعنې د مصر د پولې څخه نیولې چې په جنوب کې ده د حمات د غاښي پورې چې په شمال کې دی، د دې دپاره چې د خدای د لوظ صندوق له قریه یعاریم څخه اورشلیم ته راوړي.

6. داود او ټول اسراییلیان د بعله ښار یعنې قریه یعاریم ته لاړل چې د یهودا په سیمه کې دی، د دې دپاره چې د خدای د لوظ صندوق چې د څښتن نوم ورباندې دی، راوړي – هغه څښتن چې تخت یې د اسماني مخلوقاتو د مجسمو دپاسه دی.

7. هغوی د ابیناداب د کور څخه د لوظ صندوق راوویست او په یوې نوې ګاډۍ باندې یې کېښود. عزه او اخیو د ګاډۍ د لارښوونې دپاره د هغې سره تلل

8. او داود او ټولو خلکو په خپل ټول توان سره خدای ته د درناوي په خاطر نڅا ګانې کولې. هغوی سندرې ویلې او د موسیقۍ دغه آلې یې غږولې: رڅپرکیونه، چنګونه، چمبې، تالونه او سرني.

9. څنګه چې دوی د کیدون درمند ځای ته ورسېدل، غویان وښویېدل او عزه خپل لاس وراوږد کړ او د لوظ صندوق یې ونیوه.

10. څښتن په عزه باندې ډېر په قهر شو او هغه یې وواژه، ځکه چې د لوظ صندوق یې لمس کړ. هغه هلته د خدای په حضور کې مړ شو.

11. نو داود په قهر شو، ځکه چې څښتن په قهر سره عزه ته سزا ورکړه او تر نن ورځې پورې هغه ځای د فارز عزه په نوم یادیږي.

12. په هغه ورځ داود د څښتن څخه ډېر ووېرېده او ویې ویل: «اوس به څنګه وکولای شم چې د خدای د لوظ صندوق د ځان سره یوسم؟»

13. نو هغه صندوق د ځان سره د داود ښار ته یو نه وړ. د هغې په ځای یې هغه د عوبید ادوم جتي کور ته یووړ.

14. د خدای د لوظ صندوق درې میاشتې هلته پاتې شو او څښتن د عوبید ادوم کورنۍ او هر هغه شي ته چې یې درلود برکت ورکړ.

About اول تواریخ Chapter 13

Read اول تواریخ Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تواریخ
Chapter: 13
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تواریخ Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تواریخ Chapter 13?

اول تواریخ Chapter 13 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تواریخ

  1. اول تواریخ Chapter 16
  2. اول تواریخ Chapter 20
  3. اول تواریخ Chapter 17
  4. اول تواریخ Chapter 4
  5. اول تواریخ Chapter 11
  6. اول تواریخ Chapter 2
  7. اول تواریخ Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 19
  2. دوهم تواریخ Chapter 31
  3. ایوب Chapter 7
  4. حزقیال Chapter 27
  5. دوهم تواریخ Chapter 9
  6. ایوب Chapter 14
  7. خروج Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 71
  2. زبور Chapter 86
  3. پیدایښت Chapter 41
  4. تثنیه Chapter 18
  5. اول تیموتاوس Chapter 3
  6. دوهم سموئیل Chapter 23
  7. خروج Chapter 17
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *