Read اول تواریخ Chapter 27 Online
Read اول تواریخ Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تواریخ 27
فصل 27
1. د اسراییلو لښکرې د دولسو فرقو څخه جوړې شوې وې چې په هغو کې د کورنیو مشران، د لښکرو قوماندانان او د پاچا درباریان شامل وو. هره فرقه له څلورویشتو زرو کسانو څخه جوړه شوې وه چې په نوبت سره یې په کال کې یوه میاشت خدمت کاوه. دا د هغو قوماندانانو لست دی چې عسکرو به په ترتیب سره د میاشتني خدمت دپاره رابلل:
2. په لومړۍ میاشت کې د زبدي ییل زوی یشوبعام،
3. چې د فارص له اولادې څخه ؤ.
4. په دوهمه میاشت کې اخوخي دودای چې مرستیال یې مقلوت ؤ.
5. په درېمه میاشت کې د یهویاداع کاهن زوی بنایاه؛
6. هغه یو جنګیالی ؤ او د دېرشو جنګیالیو مشر ؤ. د هغه د فرقې مسوول د هغه زوی عمیزاباد ؤ.
7. په څلورمه میاشت کې د یوآب ورور عساهیل چې وروسته د هغه زوی زبدیا د هغه په ځای قوماندان شو.
8. په پنځمه میاشت کې د یزراح له طایفې څخه شمهوت.
9. په شپږمه میاشت کې د عقیش زوی عیرا له تقوع څخه.
10. په اوومه میاشت کې حالز فلوني د افرایم له قبیلې څخه.
11. په اتمه میاشت کې حوشاتي سبکای د زارح له طایفې څخه.
12. په نهمه میاشت کې د بنیامین په سیمه کې ابیعزر له عناتوت څخه.
13. په لسمه میاشت کې نطوفاتي مهرای د زارح له طایفې څخه.
14. په یوولسمه میاشت کې د افرایم په سیمه کې بنایاه له فرعاتون څخه.
15. په دولسمه میاشت کې نطوفاتي خلدای، چې د عتنیییل یوه اولاده وه.د قبیلو مشران
16. -
22. دا د هغو مشرانو لست دی چې په اسراییلو کې د هرې قبیلې مسؤولان وو:د زکري زوی الیعازر د روبین د قبیلې مسوول ؤ؛ د معکه زوی شفطیا د شمعون د قبیلې مسوول ؤ؛ د قموییل زوی حشبیا د لاوي د قبیلې مسوول ؤ او صادوق کاهن د هارون د اولادې مسوول ؤ؛ د داود پاچا یو ورور یعنې الیهو د یهودا د قبیلې مسوول ؤ؛ د میکاییل زوی عمري د یساکار د قبیلې مسوول ؤ؛ د عوبدیا زوی یشمعیا د زبولون د قبیلې مسوول ؤ؛ د عزریییل زوی یریموت د نفتالي د قبیلې مسوول ؤ؛ د عززیا زوی هوشع د افرایم د قبیلې مسوول ؤ؛ د فدایا زوی یوییل د لوېدیځې منسي د قبیلې مسوول ؤ؛ د زکریا زوی عیدو د ختیځې منسي د قبیلې مسوول ؤ؛ د ابنیر زوی یعسي ییل د بنیامین د قبیلې مسوول ؤ او د یروحام زوی عزرییل د دان د قبیلې مسوول ؤ.
23. د څښتن د هغې وعدې له مخې چې هغه به د اسراییلو قوم د اسمان د ستورو په شان ډېر کړي، نو داود پاچا د هغو خلکو سرشمېرنه ونه کړه چې عمرونه یې شل او یا له شلو کالو څخه لږ وو.
24. یوآب د زرویه زوی په سرشمېرنې پیل وکړ، خو هغه دا کار سرته ونه رساوه. ځکه خدای اسراییلو ته د دې سرشمېرنې له امله سزا ورکړه، نو وروستنی شمېر هېڅکله د داود د پاچاهۍ د تاریخ په رسمي کتاب کې ثبت نه شو.
25. د عدیییل زوی عزموت د پاچا د شاهي ګودامونو مسوول ؤ. د عزیا زوی یوناتان د پاچا د نورو تحویلخانو چې په ښارګوټو، کلیو او د څارنې په برجونو کې وې، مسوول ؤ.
26. د کلوب زوی عزري د هغو کارګرانو مسوول ؤ چې د پاچا په کروندو کې یې کښت کاوه.
27. له رامه څخه شمعي د انګورو د تاکونو مسوول ؤ او له شفام څخه زبدي د انګورو د شرابو د زېرمه کولو مسوول ؤ.
28. له جدر څخه بعل حانان د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د زیتونو د تېلو او د انځر د ونو مسوول ؤ او یوآش د زیتونو د تېلو د زېرمه کولو مسوول ؤ.
29. له شارون څخه شطرای د هغو پادو مسوولیت په غاړه درلود چې د شارون په ډاګونو کې څرېدلې او د عدلائي زوی شافاط د هغو پادو مسوولیت په غاړه درلود چې په درو کې ساتل کېدلې.
30. اسماعیلي عوبیل د اوښانو مسوول ؤ او د میرونوت څخه یحدیای د خرو مسوول ؤ.
31. هاجري یازیز د رمو مسوول ؤ.دا پورته ذکر شوي کسان د داود پاچا د شتمنۍ ناظران وو.
32. د داود پاچا تره یوناتان یو پوه مشاور او عالم ؤ. هغه او د حکموني زوی یحییل د پاچا د زامنو ښوونکي وو.
33. اخیتوفل د پاچا مشاور ؤ او ارکي حوشای د پاچا ملګری او مشاور هم ؤ.
34. له اخیتوفل څخه وروسته د بنایاه زوی یهویاداع او ابیاتار مشاوران شول.یوآب د پاچا د لښکرو عمومي قوماندان ؤ.
About اول تواریخ Chapter 27
Read اول تواریخ Chapter 27 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تواریخ
Chapter: 27
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تواریخ Chapter 27 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تواریخ Chapter 27?
اول تواریخ Chapter 27 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 27 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تواریخ
- اول تواریخ Chapter 16
- اول تواریخ Chapter 20
- اول تواریخ Chapter 17
- اول تواریخ Chapter 4
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 2
- اول تواریخ Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 10
- زبور Chapter 3
- اول پادشاهان Chapter 2
- زبور Chapter 44
- اول پادشاهان Chapter 8
- لاویان Chapter 3