عاموس Chapter 7

For English

Read عاموس Chapter 7 Online

Read عاموس Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عاموس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عاموس 7

فصل 7

1. قادر مطلق خُدائ ما ته په رويا کښې دا وښودل چې، هغۀ د قحطۍ مُلخانو لښکرې د حملې دپاره تيارولې. دا په هغه وخت کښې وشول کله چې د بادشاه د برخې وړومبے فصل رېبلے شوے وو او د دوېم فصل د راختلو وخت وو.

2. ما په خپله رويا کښې وليدل چې د قحطۍ مُلخانو د زمکې ټول شينکے وخوړلو، نو بيا ما ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه مونږ معاف کړه، ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر وړوکے دے.“

3. نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى،“ مالِک خُدائ وفرمائيل.

4. نو قادر مطلق خُدائ ما ته بله رويا وښودله، په رويا کښې ما وکتل چې هغه تيارے کوى چې خپلو خلقو له د غټ اور په ذريعه سزا ورکړى. هغه اور د سمندر بېخ وسوزولو او ټوله زمکه يې تباه کړه.

5. نو بيا ما چغې کړې، ”اے قادر مطلق خُدايه زۀ تا ته زارى کوم، بس کړه. ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر کمزورے دے.“

6. نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى.“ مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.

7. نو بيا ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې ما وليدل چې مالِک خُدائ د يو داسې دېوال په خوا کښې ولاړ وو چې د سال سره جوړ وو او د هغۀ په لاس کښې سال وو.

8. او مالِک خُدائ زما نه تپوس وکړو چې، ”عاموسه، تا ته څۀ ښکارى؟“ نو ما ورته جواب ورکړو چې، ”سال.“ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”وګوره، زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې سال لګوم، زۀ به نور د هغوئ ګناهونه پرې نۀ ږدم.

9. په کومو علاقائى عبادتخانو کښې چې د اِسحاق اولاد عبادت کولو هغه به تباه شى او د بنى اِسرائيلو مقدس ځايونه به هم کنډرې شى، او زۀ به د يربعام خاندان نيست و نابود کړم.“

10. نو بيا د بيت‌ايل اِمام امصياه د اِسرائيل بادشاه يربعام له دا خبر ورولېږلو چې، ”عاموس د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ستا خلاف سازشونه جوړوى. د هغۀ وينا د برداشت نه بهر ده.

11. ځکه چې عاموس داسې فرمائى چې، يربعام به په تُوره مړ شى، او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“

12. بيا امصياه عاموس ته ووئيل، ”اے رويا کتونکيه، دلته نه اوځه. او واپس د يهوداه مُلک ته لاړ شه. هلته خپل رزق وګټه او هلته خپلې پېشګويانې کوه.

13. دلته په بيت‌ايل کښې نورې پېشګويانې مۀ کوه، ځکه چې بادشاهى محل او بادشاهى عبادتخانه دلته ده.“

14. خو عاموس امصياه ته جواب ورکړو، ”نۀ زۀ پېغمبر يم او نۀ د پېغمبر زوئ يم، زۀ صرف يو شپون يم او د اينځر د ونو خيال هم ساتم.

15. خو مالِک خُدائ زۀ د شپونتوب نه راروان کړم او حُکم يې راکړو چې، لاړ شه او زما خلقو اِسرائيل ته پېشګوئې وکړه.

16. نو بيا اوس د مالِک خُدائ کلام ته غوږ شه. تۀ وائې چې، د بنى اِسرائيل خلاف پېشګوئې مۀ کوه. او د اِسحاق د قوم خلاف تبليغ بند کړه.

17. نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“

About عاموس Chapter 7

Read عاموس Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عاموس
Chapter: 7
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عاموس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عاموس Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عاموس Chapter 7?

عاموس Chapter 7 is part of the Book of عاموس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عاموس Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. استر Chapter 3
  2. استر Chapter 7
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. ارمیا Chapter 12
  5. استر Chapter 8
  6. استر Chapter 9
  7. لاویان Chapter 10

Explore More from عاموس

  1. عاموس Chapter 8
  2. عاموس Chapter 6
  3. عاموس Chapter 6
  4. عاموس Chapter 3
  5. عاموس Chapter 2
  6. عاموس Chapter 6
  7. عاموس Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 24
  2. خروج Chapter 10
  3. دوهم سموئیل Chapter 5
  4. زبور Chapter 139
  5. لوقا Chapter 10
  6. اعمال رسولان Chapter 11
  7. غزل غزلونه Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *