اول تواریخ Chapter 22

For English

Read اول تواریخ Chapter 22 Online

Read اول تواریخ Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تواریخ 22

فصل 22

1. نو داود وویل: «دلته به د څښتن خدای کور او د قربانۍ ځای وي چې باید د اسراییلو قوم سوځېدونکې نذرانې وړاندې کړي.»

2. داود هغو بېګانه خلکو ته چې په اسراییلو کې اوسېدل، حکم وکړ چې راغونډ شي. هغه ځینو ته دا وظیفه وسپارله چې د خدای د کور د ودانولو دپاره تیږې پرې او تیارې کړي.

3. هغه ډېره اوسپنه راوړه چې د دروازو دپاره ورڅخه مېخونه او چپراسونه جوړ کړي او دومره برنج یې تیار کړل چې نه تلل کېدل.

4. داود بې شمېره د سبر د ونو لرګي تیار کړل، کوم چې د صور او صیدون خلکو هغه ته راوړي وو.

5. داود د ځان سره وویل: «هغه کور چې زما زوی سلیمان یې د څښتن دپاره ودانوي، باید ډېر ښکلی، پرتمین او په نړۍ کې مشهور وي. خو هغه ځوان او بې تجربه دی، نو زه باید د څښتن د کور دپاره تیاری ونیسم.» نو داود د خپلې مړینې مخکې په زیاته اندازه مواد تیار کړل.

6. بیا داود خپل زوی سلیمان راوغوښت او امر یې ورباندې وکړ چې د اسراییلو د څښتن خدای دپاره کور ودان کړي.

7. هغه وویل: «زما زویه، ما غوښتل چې یو کور ودان کړم چې زما د څښتن خدای عبادت په کې وشي.

8. خو څښتن راته وویل چې داوده، تا ډېر خلک وژلي او ډېرې جګړې دې کړې دي. له دې امله به ته زما کور نه ودانوې، ځکه چې تا ډېره وینه تویه کړې ده.

9. خو ته به یو زوی ولرې چې په سوله کې به پاچاهي وکړي، ځکه چې زه به هغه ته د هغه له شاوخوا ټولو دښمنانو سره سوله ور په برخه کړم. د هغه نوم به سلیمان یعنې سوله وي، ځکه چې زه به د هغه د پاچاهۍ په دوران کې اسراییلو ته سوله او امنیت ور په برخه کړم.

10. سلیمان به زما د عبادت دپاره کور ودان کړي. هغه به زما زوی وي او زه به د هغه پلار یم او زه به د هغه او د هغه د اولادې پاچاهي په اسراییلو باندې تل ټینګه وساتم.»

11. داود زیاته کړه: «اوس زما زویه، ستا څښتن خدای دې ستا سره مل شي او څنګه چې هغه وعده کړې ده، د هغه د کور د ودانولو دپاره دې تا بریالی کړي.

12. کله چې ستا څښتن خدای تا د اسراییلو پاچا کړي، هغه دې پوهه او حکمت درکړي، ترڅو ته د هغه د حکمونو او شریعت پیروي وکړې.

13. که چېرې ته د هغو ټولو قوانینو اطاعت وکړې چې څښتن موسی ته د اسراییلو دپاره ورکړي دي، ته به بریالی شې. قوي او زړور اوسه، جرات له لاسه مه ورکوه او د څه شي څخه مه وېرېږه.

14. ما په ډېرو هڅو سره درې زره او څلور سوه ټنه سره زر، څلوردېرش زره ټنه سپین زر، په کافي اندازه لرګي، تیږې او دومره برنج او اوسپنه چې زه یې تللی نه شم د خدای د کور د ودانولو دپاره تیار کړي دي. ته کولای شې چې نور لرګي او تیږې هم تیارې کړې.

15. ته ډېر کارګران لرې. داسې خلک شته چې تیږې پرې کوي او هغه ږدي. ګلکاران، نجاران او داسې بې شمېره کسبګران هم شته چې

16. د سرو او سپینو زرو، برنجو او د اوسپنې په کار کې مهارت لري. اوس په کار پیل وکړه او زه دعا کوم چې څښتن دې له تا سره مل وي.»

17. بیا داود د اسراییلو ټولو مشرانو ته حکم وکړ چې د سلیمان سره مرسته وکړي.

18. داود وویل: «ستاسو څښتن خدای ستاسو سره مل دی او د هرې خوا څخه یې تاسو ته سوله در په برخه کړې ده. هغه ماته په هغو ټولو خلکو باندې چې په دې ځمکه کې اوسېدل بری راکړ او هغوی اوس د څښتن او د هغه د قوم د لاس لاندې دي.

19. نو اوس خپل ځانونه د زړه له کومي د خپل څښتن خدای په لټه کې وقف کړئ. د هغه په سپېڅلي کور باندې کار پیل کړئ چې د څښتن د درنښت دپاره دی، ترڅو د لوظ صندوق او هغه سپېڅلي شیان په کې وساتل شي چې د عبادت دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.»

About اول تواریخ Chapter 22

Read اول تواریخ Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تواریخ
Chapter: 22
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تواریخ Chapter 22 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تواریخ Chapter 22?

اول تواریخ Chapter 22 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 22 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تواریخ

  1. اول تواریخ Chapter 16
  2. اول تواریخ Chapter 20
  3. اول تواریخ Chapter 17
  4. اول تواریخ Chapter 11
  5. اول تواریخ Chapter 4
  6. اول تواریخ Chapter 21
  7. اول تواریخ Chapter 2

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 39
  2. حبقوق Chapter 2
  3. لاویان Chapter 21
  4. لاویان Chapter 18
  5. ایوب Chapter 28
  6. اول تواریخ Chapter 6
  7. زبور Chapter 102

Related Chapters & Readings

  1. یشوع Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 38
  3. لوقا Chapter 6
  4. رومیانو ته Chapter 10
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
  6. اشعیا Chapter 33
  7. مکاشفه Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *