اول تواریخ Chapter 28

For English

Read اول تواریخ Chapter 28 Online

Read اول تواریخ Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تواریخ 28

فصل 28

1. داود پاچا د اسراییلو ټول مشران یعنې د قبیلو مشران، د هغو فرقو قوماندانان چې د پاچا خدمت به یې کاوه، د لښکرو نور قوماندانان، د شاهي شتمنۍ او د څارویو رسمي مسؤولان، د ماڼۍ درباریان او زړور جنګیالي – په اورشلیم کې راغونډ کړل.

2. داود د هغوی مخې ته ودرېده او داسې وینا یې ورته وکړه: «زما ورونو او زما د قوم خلکو! ما غوښتل چې د لوظ د صندوق دپاره یو تلپاتې کور ودان کړم، یعنې هغه صندوق چې زمونږ د څښتن خدای د پښو ایښودلو د چوکۍ دپاره وي. ما د کور د ودانولو دپاره چې د هغه د عزت دپاره دی، تیاری نیولی دی.

3. خو خدای ماته وویل: ته زما کور نه شې جوړولی، ځکه چې ته یو جنګیالی یې او ډېره وینه دې تویه کړې ده.

4. بیاهم د اسراییلو څښتن خدای زه او زما اولاده د دې دپاره غوره کړي یو چې د تل دپاره په اسراییلو باندې پاچاهي وکړو. هغه یهودا د دې دپاره غوره کړ چې په اسراییلو کې مشره قبیله شي. بیا څښتن له یهودا څخه زما د پلار کورنۍ غوره کړه او رضا یې دا وه چې د هغې کورنۍ څخه زه د ټولو اسراییلو پاچا شم.

5. څښتن راته ډېر زامن راکړل او له هغوی ټولو څخه یې سلیمان غوره کړ چې زما په ځای اسراییلو پاچا شي.

6. څښتن ماته وویل: ستا زوی سلیمان به زما کور ودان کړي. ما هغه غوره کړی دی چې هغه به زما زوی او زه به د هغه پلار یم.

7. که چېرې هغه تل زما د حکمونو او قوانینو پوره اطاعت وکړي، لکه څنګه چې یې اوس کوي، زه به د هغه پاچاهي د تل دپاره ټینګه وساتم.

8. زما خلکو، تاسو د څښتن د قوم څخه یئ چې دلته له ټولو اسراییلو څخه راغونډ شوي یئ. اوس خدای شاهد دی او تاسو هم شاهدان یئ، زه غواړم چې تاسو دا وعده وکړئ چې د څښتن خدای د هر امر اطاعت به په غور سره کوئ. بیا به دا ځمکه ستاسو وي او تاسو کولای شئ چې دا د تل دپاره راتلونکو نسلونو ته د میراث په توګه پرېږدئ.

9. زما زویه سلیمانه، زما خدای وپېژنه او د زړه له کومي او په خپلې رضا سره د هغه خدمت کوه. هغه ستا د ټولو فکرونو او خیالونو څخه خبر دی، نو که چېرې د هغه په لټه کې اوسې، هغه به پیدا کړې. خو که چېرې د هغه څخه مخ وګرځوې، هغه به د تل دپاره تا رد کړي.

10. ته باید په دې پوه شې چې څښتن د دې دپاره غوره کړی یې چې د هغه د عبادت کولو دپاره کور ودان کړې. ډاډه اوسه او هغه کار وکړه چې تاته درسپارل شوی دی.»

11. وروسته له دې چې د داود خبرې پای ته ورسېدلې، هغه سلیمان ته د خدای د کور د ودانولو نقشې ورکړې چې په کې برنډه، تحویلخانې، د دوهم پوړ او دنننۍ کوټې او ډېر سپېڅلی ځای شامل ؤ چېرته چې د ګناه دپاره کفاره ادا کیږي.

12. هغه سلیمان ته د څښتن د کور د ګردچاپېره حوېلیو او کوټو دپاره خپلې ټولې نقشې ورکړې او د هغو کوټو دپاره یې هم نقشې ورکړې چې د کور خزانې او هغه سوغاتونه په کې ذخیره کېدل چې خدای ته وقف شوي وو.

13. داود سلیمان ته د کاهنانو او د لاویانو د ډلو د وظیفو دپاره، همدارنګه د هغه کار دپاره چې د څښتن په کور کې ورته اړتیا وه او په هغه شیانو باندې د پام کولو دپاره چې په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کېده، نقشه ورکړه.

14. هغه سلیمان ته وویل چې څومره سره او سپین زر د خدای د کور د مختلفو شیانو د جوړولو دپاره په کار دي،

15. ‏-

16. چې په کې څراغدانونه، څراغونه، د سپینو زرو مېزونه او د سرو زرو هر مېز چې ورباندې هغه ډوډۍ ایښودل کېده چې خدای ته وړاندې کېدله، شامل وو.

17. هغه دا لارښوونه هم ورکړه چې څومره سوچه سره زر دې په پنجو، د وینې د شیندلو په کاسو، په پیالو او په نورو کاسو کې ترې کار واخیستل شي، څومره سپین او سره زر دې د پشقابونو په جوړولو کې

18. او څومره سوچه سره زر دې د خوشبویۍ د سوځولو په قربانګاه او د هغې جنګي ګاډۍ په جوړلو کې ترې کار واخیستل شي چې د هغو اسماني مخلوقاتو دپاره وه چې خپل وزرونه یې د څښتن د لوظ د صندوق دپاسه خپاره کړي وو.

19. بیا داود سلیمان ته وویل: «د دې نقشې ټول تفصیل د خدای له لارښوونې سره سم لیکل شوی دی او هغه یې ماته روښانه کړي دي.

20. قوي او زړور اوسه، په کار پیل وکړه او هېڅ شی مه پرېږده چې ستا د لارې خنډ شي. زما څښتن خدای ستا سره مل دی. هغه به دې یوازې پرېنږدي، خو تر هغه وخته پورې به ستا سره پاتې شي، ترڅو چې د څښتن د کور کار پای ته ورسیږي.

21. کاهنانو او لاویانو ته خپلې وظیفې ورسپارل شوې دي او هر ډول ماهر کارګران راضي دي چې ستا سره مرسته وکړي. همدارنګه خلک او د هغوی مشران به هر هغه څه کوي چې ته یې ورته وایې.»

About اول تواریخ Chapter 28

Read اول تواریخ Chapter 28 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تواریخ
Chapter: 28
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تواریخ Chapter 28 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تواریخ Chapter 28?

اول تواریخ Chapter 28 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 28 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تواریخ

  1. اول تواریخ Chapter 16
  2. اول تواریخ Chapter 20
  3. اول تواریخ Chapter 17
  4. اول تواریخ Chapter 4
  5. اول تواریخ Chapter 11
  6. اول تواریخ Chapter 2
  7. اول تواریخ Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 30
  2. متلونه Chapter 4
  3. زبور Chapter 63
  4. نحمیا Chapter 2
  5. دوهم سموئیل Chapter 18
  6. ارمیا Chapter 24
  7. پیدایښت Chapter 49

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 35
  2. ارمیا Chapter 48
  3. دوهم پادشاهان Chapter 24
  4. اول سموئیل Chapter 10
  5. تثنیه Chapter 4
  6. ارمیا Chapter 49
  7. زبور Chapter 145
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *