یشوع Chapter 14

For English

Read یشوع Chapter 14 Online

Read یشوع Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یشوع 14

فصل 14

1. هغه ځمکې چې بني اسراییلو د کنعان په خاوره کې ترلاسه کړې، العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د قوم مشرانو د هغوی ترمنځ ووېشلې.

2. لکه څنګه چې څښتن د موسیٰ په وسیله امر کړی ؤ، د اردن د سیند په لوېدیځ کې د نهو قبیلو او نیمې قبیلې سیمې د پچې اچولو په وسیله وټاکل شوې.

3. ‏-

4. موسیٰ پخوا هغه ځمکه چې د اردن د سیند په ختیځ کې وه نورو دوه نیمو قبیلو ته ورکړې وه. (د یوسف اولاده په دوو قبیلو وېشل شوې وه: د منسي او افرایم قبیلې.) خو موسیٰ لاویانو ته د سیمې هیڅ کومه برخه نه وه ورکړې. د هغې په ځای هغوی ښارګوټي ترلاسه کړل چې په کې واوسیږي او د خپلو پادو او رمو دپاره څړځایونه.

5. نو اسراییلیانو د څښتن د امر له مخې چې موسیٰ ته یې کړی ؤ ځمکه ووېشله.

6. یوه ورځ د یهودا د قبیلې یو څو نفره په جلجال کې یوشع ته راغلل. د هغو څخه یو نفر کالیب د قنزي یفنه زوی هغه ته وویل: <آیا ستا په یاد دي چې څښتن خپل نبي موسیٰ ته په قادش برنیع کې زما او ستا په هکله څه وویل؟

7. زه څلوېښت کلن وم کله چې د څښتن خدمتګار موسیٰ له قادش برنیع څخه ولېږلم چې د دې خاورې جاسوسي وکړم. نو څه چې ما لیدلي وو د هغو په باره کې مې هغه ته حقیقت ووایه.

8. خو زما سره چې کوم نفر تللي وو، هغوی زمونږ خلک دې خاورې ته د تللو څخه ووېرول. خو ما په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای مقصد سرته ورساوه.

9. په هماغه ورځ زه بېرته راغلم او موسیٰ راته وویل: څرنګه چې ته څښتن خدای ته وفادار وې نو زه وعده کوم چې په کومه خاوره کې چې ته ګرځېدلی یې، هغه به د تل دپاره ستا او ستا د اولادې شي.

10. یوشع، پنځه څلوېښت کاله مخکې څښتن موسیٰ ته ویلي وو چې دا وعده وکړي او اوس زه پنځه اتیا کلن یم. که څه هم اسراییل په دښته کې یو ځای او بل ځای ګرځېدل، خو لکه څنګه چې څښتن ویلي وو، هغه په دې ټول وخت کې زه ژوندی وساتلم.

11. زه نن هم د هماغه وخت په شان چې موسیٰ ولېږلم قوي یم. کوم قوت چې ما په هغه وخت کې درلود، اوس یې هم لرم او د جګړې او نورو کارونو دپاره تیار یم.

12. اوس دغه غرنۍ سیمه چې په هغه ورځ څښتن زما سره د هغې وعده کړې وه ماته راکړه. تا په خپله په هغه ورځ واورېدل چې لوړ قدي عناقیان هلته اوسیږي او د هغوی ښارونه لوی دي او دېوالونه لري، خو لکه څنګه چې څښتن ویلي دي هغه به زما سره مرسته وکړي چې هغوی وشړم.>

13. بیا یوشع کالیب ته برکت ورکړ او هغه ته یې د حبرون ښار د هغه د ملکیت په توګه ورکړ.

14. نو حبرون تر اوسه پورې د کالیب د اولادې ملکیت دی، ځکه چې هغه په وفادارۍ سره د اسراییلو د څښتن خدای اطاعت کړی ؤ.

15. له دې څخه مخکې حبرون د اربع د ښار په نوم یادېده. اربع د عناقیانو په منځ کې یو لوی اتل ؤ.نو بیا په هېواد کې ارامي شوه.

About یشوع Chapter 14

Read یشوع Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یشوع
Chapter: 14
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یشوع Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یشوع Chapter 14?

یشوع Chapter 14 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یشوع Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. استر Chapter 3
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. استر Chapter 7
  5. لاویان Chapter 23
  6. لاویان Chapter 10
  7. استر Chapter 9

Explore More from یشوع

  1. یشوع Chapter 13
  2. یشوع Chapter 22
  3. یشوع Chapter 21
  4. یشوع Chapter 7
  5. یشوع Chapter 15
  6. یشوع Chapter 10
  7. یشوع Chapter 24

Related Chapters & Readings

  1. مرقس Chapter 13
  2. پیدایښت Chapter 25
  3. مرقس Chapter 2
  4. ارمیا Chapter 50
  5. ایوب Chapter 16
  6. اول پادشاهان Chapter 9
  7. حزقیال Chapter 34
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *