Read ایوب Chapter 22 Online
Read ایوب Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 22
فصل 22
1. بيا تيمانى اليفز جواب ورکړو،
2. ”بنى آدم خُدائ پاک له څۀ فائده ورکولے شى؟ د ټولو نه هوښيار کس هم د هغۀ مدد کولے شى څۀ؟
3. د قادر خُدائ دپاره به څۀ خوشحالى وى کۀ تۀ صادق شې، کۀ ته خپل عملونه صفا کړې نو هغۀ له به څۀ فائده ورکړى؟
4. چې تۀ پرهيزګار يې نو ځکه هغه په تا اِلزام لګوى او ولې ستا خِلاف د عدالت نه کار اخلى څۀ؟
5. نه، هغه وجه ده چې ستا بدعملى زياته ده او ستا د ګناهونو ختمېدل نشته.
6. لکه چې تا د خپلو وروڼو نه د قرض پېسې په زور اخستې دى، او تا د هغوئ نه جامې ويستې دى او بربنډ دې پرېښى دى.
7. تا تږو کسانو له اوبۀ نۀ دى ورکړې، او تا د نهَرو کسانو نه روټۍ ايساره کړې ده.
8. تا د خپل طاقت او حيثيت نه کار واخستلو او په ټول مُلک دې قبضه وکړه.
9. تا کونډې تش لاس لېږلې دى، او يتيمان دې نااُميده کړى دى.
10. نو په دې وجه ستا نه ګېرچاپېره دامونه دى، او يوه ناڅاپه يره به په تا باندې غالبه شى،
11. يا يوه داسې تيارۀ چې تۀ نور هيڅ نۀ شې ليدلے، د اوبو يو سېلاب به تا پټ کړى.
12. پاس په آسمانونو کښې خُدائ پاک نشته څۀ؟ پاس ستورى وګوره چې څومره اوچت دى.
13. نو دا ځکه تۀ وائې چې تۀ څۀ کوې نو خُدائ پاک ته پته نۀ لګى، هغه په توره وريځ کښې پټ دے نو هغه څنګه عدالت کولے شى؟
14. تکه توره وريځ د هغۀ نه تاو شى نو هغه کتل نۀ شى کولے، او هغه په عرش باندې مزل کوى.
15. تۀ به په هغه زړو لارو ځې څۀ، چې په کومو باندې بدعمله کسان تلل؟
16. د هغوئ دوران راتلو نه مخکښې سېلاب هغوئ لاهو کړل.
17. هغوئ خُدائ پاک ته وئيلى وُو چې زمونږ نه قلار شه، او داسې يقين يې لرلو چې قادر خُدائ د هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے.
18. خو بيا هم هغه خُدائ پاک وو چې دوئ يې مالداره کړل، نو ځکه زۀ د بدعمله خلقو په خيالونو هيڅ غرض نۀ ساتم.
19. صادقان د بدعمله تباهى ګورى او خوشحاليږى، خو بېګناه کسان دوئ پورې خندا کوى.
20. وائى چې زمونږ دشمنان څنګه تباه شوى دى، او چې د هغوئ څۀ پاتې وُو هغه اور تباه کړى دى.
21. خُدائ پاک ته خپل ځان حواله کړئ، او د هغۀ سره روغه وکړئ، او ستاسو هر کار به سم وى.
22. د هغۀ په تعليماتو عمل کوئ، او د هغۀ خبرې زړۀ ته کوزې کړئ.
23. کۀ تاسو قادر خُدائ ته راواپس شئ، نو تاسو به په خپل ځائ باندې بيا ولګئ، کۀ تاسو د خپل ژوند نه بدى وباسئ،
24. کۀ تاسو سرۀ زر خاورې وګڼئ، او د اوفير سوچه سرۀ زر د سيند د کاڼو په شان وګڼئ،
25. نو بيا قادر خُدائ په خپله ستاسو د سرو زرو په شان دے او هغه ستاسو قيمتى سپين زر دے.
26. نو بيا به تاسو د قادر خُدائ سره خوشحاله اوسئ، او د زړۀ نه به هغۀ سره ملاقات کولے شئ.
27. نو تاسو به هغۀ ته سوال وکړئ او هغه به ستاسو سوال قبول کړى، او تاسو به خپل قسمونه پوره کړئ.
28. تاسو به په هر کار کښې کامياب يئ، او ستاسو لار به روښانه وى.
29. کله چې خُدائ پاک خلق کمزورى کړى نو تۀ وائې دا ځکه چې هغوئ مغروره وُو، خو په اصل کښې خُدائ پاک خلق په دې طريقې سره بچ کوى.
30. ځکه چې خُدائ پاک بېګناه خلق بچ کوى، کۀ چرې تۀ بېګناه يې نو هغه به تا هم بچ کړى.“
About ایوب Chapter 22
Read ایوب Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 22
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 22 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 22?
ایوب Chapter 22 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 22 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 8
- ایوب Chapter 41
- ایوب Chapter 25
- ایوب Chapter 39
- ایوب Chapter 30
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 11
Explore More from زوړ عهد
- اول سموئیل Chapter 5
- ایوب Chapter 8
- اشعیا Chapter 14
- عاموس Chapter 1
- میکاه Chapter 2
- خروج Chapter 1
- یشوع Chapter 17