اول تواریخ Chapter 2

For English

Read اول تواریخ Chapter 2 Online

Read اول تواریخ Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تواریخ 2

فصل 2

1. اسراییل یعنې یعقوب دولس زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: روبین، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار، زبولون، دان، یوسف، بنیامین، نفتالي، جاد او اشیر.

3. یهودا او د هغه کنعانۍ ښځې بتشوع درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: عیر، اونان او شیله. خو د هغه مشر زوی عیر دومره بد سړی ؤ چې څښتن هغه وواژه.

4. یهودا او د هغه انږور تامار هم دوه زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: فارص او زارح. یهودا ټول پنځه زامن درلودل.

5. فارص دوه زامن درلودل: حصرون او حامول.

6. د هغه ورور زارح پنځه زامن درلودل: زیمري، ایتان، هیمان، کلکول او دارع.

7. عخان چې د زارح له اولادې څخه او د کرمي زوی ؤ د اسراییلو په قوم باندې یې افت او مصیبت راوست، ځکه چې ده هغه شیان د خپل ځان دپاره وساتل چې څښتن ته وقف شوي وو.

8. ایتان یو زوی درلود چې عزریا نومېده.

9. د حصرون زامن: یرحمییل، رام او کالیب.

10. رام د عمیناداب پلار او د نحشون نیکه ؤ چې د یهودا یو قبیلوي مشر ؤ.

11. سلما د نحشون زوی، بوعز یې لمسی

12. او عوبید یې کړوسی ؤ. د عوبید د زوی نوم یسي ؤ.

13. ‏-

15. یسي اووه زامن درلودل چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: الیاب، ابیناداب، شمعي، نتنییل، ردای، اوصم او داود.

16. یسي دوه لورګانې هم درلودې چې نومونه یې زرویه او ابیجایل وو. زرویه د ابشای، یوآب او د عسائیل مور وه.

17. د ابیجایل مېړه یتر ؤ، یتر د اسماعیل د اولادې څخه ؤ او د هغوی زوی عماسا نومېده.

18. د حصرون زوی کالیب د عزوبې سره واده وکړ او هغوی د یریعوت په نامه یوه لور درلودله چې د یشر، شوڅپرکی او اردون مور وه.

19. د عزوبې له مړینې څخه وروسته کالیب د افراتې سره واده وکړ. افراتې حور وزېږاوه.

20. حور د اوري پلار او د بصلییل نیکه ؤ.

21. کله چې حصرون شپېته کلن شو، هغه د ماخیر د لور سره چې د جلعاد خور وه، واده وکړ. هغې د سجوب په نامه یو زوی وزېږاوه.

22. سجوب د یاییر پلار ؤ چې د جلعاد په سیمه کې یې په درویشتو ښارګوټو باندې حکومت کاوه.

23. خو یو څه موده وروسته د جشور او د سوریې قومونو په هغه سیمه کې شپېته ښارګوټي ونیول، په دې کې د یاییر کلي هم شامل وو او همدارنګه یې د قنات ښارګوټی او نژدې کلي هم ونیول. د جلعاد د سیمې ټول خلک د ماخیر له اولادې څخه وو.

24. د حصرون له مړینې څخه وروسته کالیب افراتې ته لاړ او د حصرون ښځې ابیه، اشحور وزېږاوه چې د تقوع پلار ؤ.

25. د حصرون مشر زوی یرحمییل پنځه زامن درلودل: رام تر ټولو مشر او نور یې بونه، اورن، اوصم او اخیا وو.

26. د یرحمییل دوهمه ښځه عطاره نومېدله او هغې اونام وزېږاوه.

27. رام درې زامن درلودل: معص، یامین او عاقر.

28. اونام دوه زامن درلودل: شمای او یاداع.شمای هم دوه زامن درلودل: ناداب او ابیشور.

29. ابیشور د ابیحایل سره واده وکړ او هغې دوه زامن احبان او مولید وزېږول.

30. ناداب دوه زامن درلودل: سلد او افایم. سلد هېڅ اولاد نه درلود.

31. د افایم زوی یشعي نومېده، هغه د شیشان پلار او د احلای نیکه ؤ.

32. د شمای ورور یاداع دوه زامن درلودل: یتر او یوناتان. یتر هېڅ اولاد نه درلود،

33. خو یوناتان دوه زامن درلودل چې نومونه یې فالت او زازا وو.

34. شیشان لورګانې درلودلې، خو هېڅ زامن یې نه درلودل. هغه یو مصري غلام درلود چې یرحاع نومېده.

35. هغه خپله لور یرحاع ته په نکاح ورکړه او هغې ورته عتای وزېږاوه.

36. عتای د ناتان پلار او د زاباد نیکه ؤ.

37. ‏-

41. د زاباد په اولاده کې دا خلک شامل وو: افلال د هغه زوی، عوبید د هغه لمسی، ییهو د هغه کړوسی او د هغه نوره اولاده: عزریا، حالص، العاسه، سسمای، شلوم، یقمیا او الیشمع.

42. د یرحمییل ورور یعنې د کالیب زامن: مشر زوی یې میشاع د زیف پلار ؤ او ماریشه د حبرون پلار ؤ.

43. حبرون څلور زامن درلودل: قورح، تفوح، راقم او شمع.

44. شمع د راحم پلار او د یرقعام نیکه ؤ. راقم د شمای پلار،

45. د ماعون نیکه او د بیت صور غور نیکه ؤ.

46. عیفه د کالیب وینځه وه او حاران، موزا او جازیز د هغوی زامن وو. حاران په خپل زوی باندې هم د جازیز نوم کېښود.

47. یو سړی چې یهدای نومېده، شپږ زامن یې درلودل چې دا یې نومونه وو: راجم، یوتام، جیشان، فالت، عیفه او شاعف.

48. معکه د کالیب یوه بله وینځه وه او هغې ورته دوه زامن شابر او ترحنه وزېږول.

49. وروسته د هغوی دوه نور زامن وزېږېدل چې نومونه یې دا وو: شاعف چې د مدمنې د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی ؤ او شوا چې د مکبینا او جبعا د ښارګوتو بنیاد ایښودونکی ؤ. عکسه د کالیب لور وه.

50. د کالیب لمسي: د کالیب او د افراتې مشر زوی حور درې زامن درلودل: شوبال د قریه یعارم د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی،

51. سلما د بیت الحم د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی او حاریف د بیت جادر د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی.

52. د قریه یعاریم د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی شوبال د هرواه پلار او د منوحوت د نیمایي خلکو نیکه ؤ.

53. هغه طایفې چې په قریه یعاریم کې اوسېدلې، هغه دا دي: یتریان، فوتیان، شوماتیان او مشراعیان وو. (د زرعه او اشتاول د ښارونو خلک د دغو طایفو غړي وو.)

54. سلما د بیت الحم د ښارګوټي بنیاد کېښود او هغه د نطوفاتیانو نیکه ؤ. همدارنګه هغه د عطروت بیت یوآب د خلکو، د نیمایي مانحتیانو او د زرعیانو نیکه هم ؤ.

55. (هغه طایفې چې د اسنادو په لیکلو او په کاپي کولو کې یې مهارت درلود او د یعبیز په ښارګوټي کې اوسېدلې په لاندې ډول دي: ترعاتیان، شمعاتیان او سوکاتیان. قینیان د حمت اولاده وه او حمت د ریکابیانو نیکه هم ؤ.)

About اول تواریخ Chapter 2

Read اول تواریخ Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تواریخ
Chapter: 2
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تواریخ Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تواریخ Chapter 2?

اول تواریخ Chapter 2 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تواریخ

  1. اول تواریخ Chapter 16
  2. اول تواریخ Chapter 20
  3. اول تواریخ Chapter 17
  4. اول تواریخ Chapter 11
  5. اول تواریخ Chapter 4
  6. اول تواریخ Chapter 21
  7. اول تواریخ Chapter 26

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 12
  2. اشعیا Chapter 66
  3. زبور Chapter 59
  4. زبور Chapter 95
  5. یشوع Chapter 4
  6. اشعیا Chapter 5
  7. اول تواریخ Chapter 25

Related Chapters & Readings

  1. خروج Chapter 19
  2. اول سموئیل Chapter 14
  3. افسیانو ته Chapter 5
  4. قاضیان Chapter 17
  5. ارمیا Chapter 40
  6. صفنیا Chapter 3
  7. پیدایښت Chapter 40
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *