Read اول تواریخ Chapter 20 Online
Read اول تواریخ Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تواریخ 20
فصل 20
1. د بل کال په پسرلي، یعنې د کال په هغه وخت کې چې اکثره وخت پاچاهان جګړې ته ځي، د اسراییلو لښکر د یوآب تر قوماندې لاندې حرکت وکړ او د عمون هېواد یې وران کړ. هغه د ربه ښار کلابند کړ، بیا یې ورباندې برید وکړ او په کنډوالو یې بدل کړ. خو داود په اورشلیم کې پاتې شو.
2. وروسته داود د ربې ښار ته راغی. هلته یې د عموني پاچا د سر نه د سرو زرو تاج واخیست او په خپل سر یې کېښود. یوه قیمتي تیږه په کې وه او خبر شو چې د تاج وزن شاوخوا څلوردېرش کیلوګرامه ؤ. همدارنګه هغه د هغه ښار نه په زیاته اندازه غنیمت لاسته راوړ.
3. د هغه ځای خلک یې راوویستل، هغوی یې په ارو، کلنګونو او تبرونو سمبال او په سختو کارونو باندې یې وټاکل. داود د عمون د ټولو ښارونو د خلکو سره همدغه شان عمل وکړ. وروسته بیا داود او د هغه ټول لښکر اورشلیم ته ستانه شول.
4. یو څه موده وروسته په جازر کې د فلسطینیانو سره جګړه رامنځته شوه. د دې جګړې په دوران کې حوشاتي سبکای د رافا د لوړ قدو اولادې څخه یو تن چې سفای نومېد وواژه او فلسطینیانو ماتې وخوړه.
5. د فلسطینیانو سره په یوه بله جګړه کې د یاییر زوی الحانان، لحمي وواژه. لحمي د جلیات ورور ؤ او له جت څخه ؤ. د لحمي سره یوه نېزه وه چې د هغې لاستی د اوبدلو د دستګاه د میلې په شان ؤ.
6. وروسته بیا په جت کې یوه بله جګړه وشوه. په هغه ځای کې یو لوړ قدی سړی ؤ چې لاسونو او پښو یې شپږ، شپږ ګوتې درلودلې چې ټولې څلورویشت ګوتې وې، هغه هم د رافا د لوړ قدو له اولادې څخه ؤ.
7. کله چې هغه اسراییلیانو ته پېغور ورکړ، د داود وراره یوناتان چې د شمعا زوی ؤ هغه یې وواژه.
8. دغه درې تنه په جت کې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه وو او هغوی د داود او د هغه د سړیو له خوا ووژل شول.
About اول تواریخ Chapter 20
Read اول تواریخ Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تواریخ
Chapter: 20
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تواریخ Chapter 20 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تواریخ Chapter 20?
اول تواریخ Chapter 20 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 20 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تواریخ
- اول تواریخ Chapter 16
- اول تواریخ Chapter 17
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 4
- اول تواریخ Chapter 21
- اول تواریخ Chapter 2
- اول تواریخ Chapter 26
Explore More from زوړ عهد
- حزقیال Chapter 31
- واعظ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 18
- ناحوم Chapter 3
- ارمیا Chapter 50
- استر Chapter 6
- لاویان Chapter 14