Read اول تواریخ Chapter 24 Online
Read اول تواریخ Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تواریخ 24
فصل 24
1. د هارون اولاده په لاندېنیو ډلو وېشل شوې وه.هارون څلور زامن درلودل چې ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار نومېدل.
2. خو ناداب او ابیهو د خپل پلار نه مخکې مړه شول او زامن یې نه درلودل. له دې امله العازار او ایتامار د کاهنانو په توګه خدمت کاوه.
3. داود د هارون اولاده د هغوی له وظیفو سره سم په ډلو کې تنظیم کړه. صادوق چې د العازار له اولادې څخه ؤ او اخیملک چې د ایتامار له اولادې څخه ؤ، هغوی د داود سره مرسته کوله.
4. د العازار اولاده په شپاړسو ډلو او د ایتامار اولاده په اتو ډلو ووېشل شوه، ځکه چې د العازار د کورنیو مشران زیات وو.
5. د هرې ډلې وظیفه د پچې له مخې څرګندېده، ترڅو د دوی په منځ کې اختلاف پیدا نه شي، ځکه چې د دواړو ډلو (العازار او ایتامار) مامورانو او روحاني مشرانو د خدای په کور کې خدمت کاوه.
6. د العازار او ایتامار اولادې په خپل وار سره پچې واچولې. بیا د نتنییل زوی شمعیه چې د لاویانو یو منشي ؤ د هغوی نومونه ثبتول. داود پاچا، د هغه درباریان، صادوق کاهن، د ابیاتار زوی اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو مشران ټول د دې کار شاهدان وو.
7. -
18. د کاهنانو هره ډله د خپلې کورنۍ د مشر په نوم لاړه او د پچې له مخې په لاندینې ترتیب سره هغوی ته خپلې وظیفې وسپارل شوې: یهویاریب، یدعیا، حاریم، سعوریم، ملکیا، میامین، هقوس، ابیا، یشوع، شکنیا، الیاشیب، یاقیم، حفه، یشڅپرکی، بلجه، یمیر، حیزیر، هفسیس، فتحیا، یحزقیییل، یاکین، جامول، دلایا او معزیا.
19. دغو کسانو ته د څښتن په کور کې خپلې وظیفې وروسپارل شوې، لکه څنګه چې د اسراییلو څښتن خدای د هغوی په نیکه یعنې هارون باندې امر کړی ؤ.
20. دا د لاوي د نورې اولادې لست دی:عمرام د شوباییل نیکه او شوباییل د یحدیا نیکه ؤ.
21. رحبیا د یشیه نیکه ؤ او یشیه د خپلې کورنۍ مشر ؤ.
22. یزهار د شلوموت نیکه او شلوموت د یحت نیکه ؤ.
23. حبرون څلور زامن درلودل چې په لاندې ډول وو: یریا، امریا، یحزییل او یقمعام.
24. عزییل د میکا او میکا د شامیر نیکه ؤ.
25. د میکا ورور یشیه د زکریا نیکه ؤ.
26. مراري د محلي، موشي او د یعزیا پلار ؤ. یعزیا د بنو پلار ؤ.
27. یعزیا څلور زامن درلودل چې بنو، شوهم، زکور او عبري نومېدل.
28. -
29. محلي د العازار او د قیس پلار ؤ. العازار هېڅ زامن نه درلودل، خو قیس د یرحمییل پلار ؤ.
30. موشي درې زامن درلودل چې محلي، عیدر او یریموت نومېدل.دا د لاوي اولاده وه د هغوی د خپلو طایفو له مخې.
31. لکه د هارون د اولادې په شان، هغوی هم د پچې له مخې د داود پاچا، صادوق، اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو د مشرانو په حضور، پرته له کوم ویشه او تبعیضه چې څوک مشر دی او څوک کشر دی، وټاکل شول.
About اول تواریخ Chapter 24
Read اول تواریخ Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تواریخ
Chapter: 24
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تواریخ Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تواریخ Chapter 24?
اول تواریخ Chapter 24 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تواریخ
- اول تواریخ Chapter 16
- اول تواریخ Chapter 20
- اول تواریخ Chapter 17
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 4
- اول تواریخ Chapter 21
- اول تواریخ Chapter 2
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 3
- پیدایښت Chapter 18
- متلونه Chapter 10
- متلونه Chapter 14
- اشعیا Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 2
- دوهم پادشاهان Chapter 19