Read اول تواریخ Chapter 23 Online
Read اول تواریخ Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تواریخ 23
فصل 23
1. کله چې داود ډېر زوړ شو، نو خپل زوی سلیمان یې د اسراییلو پاچا وټاکه.
2. داود د اسراییلو ټول مشران او همدارنګه کاهنان او لاویان یو ځای راوغوښتل.
3. بیا داود هغه لاویان وشمېرل چې عمرونه یې لږ تر لږه دېرش کاله وو او د هغوی ټولو شمېر اته دېرشو زرو تنو ته ورسېده.
4. هغه وویل: «څلورویشت زره لاویان به د څښتن د کور د کار څارنه کوي، شپږ زره به مامورین او قاضیان وي،
5. څلور زره تنه به د دروازو ساتونکي وي او څلور زره تنه نور به د موسیقۍ د آلو په غږولو سره چې ما د دې مقصد دپاره ورکړې دي، د څښتن ستاینه کوي.»
6. بیا داود لاویان د هغوی د قبیلو له مخې په درېو ډلو ووېشل: جرشون، قهات او مراري.
7. جرشون دوه زامن درلودل: لعدان او شمعي.
8. لعدان درې زامن درلودل: یحییل، زیتام او یوییل.
9. دا د هغو طایفو مشران وو چې د لعدان له اولادې څخه وو. شمعي درې زامن درلودل: شلومیت، حزیییل او هاران.
10. -
11. وروسته د شمعي څلور نور زامن د هغوی د عمر له مخې دا وو: یحت، زینا، یعوش او بریعه. خو یعوش او بریعه ډېر اولادونه نه درلودل، نو د هغوی اولاده د یوې کورنۍ په توګه وشمېرل شوه.
12. قهات څلور زامن درلودل: عمرام، یزهار، حبرون او عزییل.
13. عمرام د هارون او د موسی پلار ؤ. هارون او د هغه اولادونه د ټولو سپېڅلو شیانو مسؤولان غوره شوي وو. هغوی څښتن ته د خوشبویۍ په سوځولو او خلکو ته د هغه په نوم د برکت په ورکولو سره د څښتن خدمت کاوه.
14. -
15. د خدای نبي موسی د جرشون او د الیعازر پلار ؤ او هغوی لاویان ګڼل کېدل.
16. د جرشون په زامنو کې مشر یې شبوییل ؤ.
17. الیعازر یوازې یو زوی درلود چې رحبیا نومېده، خو رحبیا ډېر اولادونه درلودل.
18. د قهات دوهم زوی یزهار نومېده او د هغه مشر زوی، شلومیت د خپلې طایفې مشر ؤ.
19. د قهات درېم زوی حبرون، څلور زامن درلودل: یریا، امریا، یحزییل او یقمعام.
20. د قهات کشر زوی عزییل، دوه زامن درلودل: میکا او یشیه.
21. مراري دوه زامن درلودل: محلي او موشي. محلي د العازار او د قیس پلار ؤ.
22. العازار هېڅ زامن نه درلودل، یوازې لوڼې یې درلودلې او هغوی د خپل تره یعنې د قیس د زامنو سره ودونه وکړل.
23. د مراري دوهم زوی موشي درې زامن درلودل: محلي، عیدر او یریموت.
24. دا د لاوي اولاده وه چې طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ یې د هر یو نوم ثبت شوی ؤ. د هغه له اولادې څخه هرڅوک چې د شلو یا له شلو څخه د زیاتو کالو په عمر ؤ، د څښتن د کور په کار کې یې برخه درلودله.
25. داود وویل: «د اسراییلو څښتن خدای خپل قوم ته سوله ور په برخه کړې ده او هغه به هم په اورشلیم کې د تل دپاره واوسیږي.
26. نو لاویان به نور دې ته مجبور نه وي چې سپېڅلې خېمه او هغه شیان د یو ځای نه بل ځای ته یوسي چې د عبادت دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.»
27. د داود د وروستنۍ لارښوونې له مخې د ټولو لاویانو نومونه چې د شلو کالو عمر ته رسېدل، د خدمت دپاره ثبتېدل.
28. دا لاندې وظیفې لاویانو ته سپارل کېدلې: هغوی به د هارون د اولادې سره د څښتن د کور په چارو کې مرسته کوله چې د کور په حوېلۍ او کوټو باندې پام وکړي او په دې باندې ځان پوه کړي چې هرڅه چې په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کیږي، باید پاک وساتل شي.
29. هغوی د هغې ډوډۍ مسؤولان وو چې خدای ته وړاندې کېدله، د غلې دانې د نذرانې دپاره د اوړو، د فطیرې نرۍ ډوډۍ، هره نذرانه چې د ډوډۍ په شان پخیدله او د هغو اوړو مسؤولان هم وو چې د زیتونو د تېلو سره ګډیدل. دغو لاویانو به دا نذرانې تللې او اندازه کولې.
30. لاویانو به هر سهار او ماښام د څښتن شکر ادا کاوه او د ستاینې سندرې به یې ورته ویلې.
31. هغوی به هغه وخت هم شکر ادا کاوه او د ستاینې سندرې به یې ویلې کله چې د هر سبت په ورځ باندې قربانۍ وړاندې کېدلې او همدارنګه به یې د نوې میاشتې په اخترونو او د نورو دیني اخترونو په دوران کې همداسې کول. لاویانو ته دا وظیفه ورسپارل شوې وه چې په منظم ډول د څښتن عبادت وکړي. لاویان مجبور وو چې تل په کافي اندازه سړي وټاکي چې د څښتن په کور کې خپله وظیفه تر سره کړي، د دې دپاره چې د اړتیا وړ کار سرته ورسیږي.
32. هغوی ته دا مسوولیت ور په غاړه شو چې په سپېڅلې خېمې او د څښتن په کور باندې پام وکړي او د هغو کاهنانو سره چې د هارون د اولادې او د هغوی له خپلوانو وو، د څښتن د کور په ټولو چارو کې مرسته وکړي.
About اول تواریخ Chapter 23
Read اول تواریخ Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تواریخ
Chapter: 23
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تواریخ Chapter 23 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تواریخ Chapter 23?
اول تواریخ Chapter 23 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 23 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تواریخ
- اول تواریخ Chapter 16
- اول تواریخ Chapter 20
- اول تواریخ Chapter 17
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 4
- اول تواریخ Chapter 21
- اول تواریخ Chapter 2
Explore More from زوړ عهد
- قاضیان Chapter 15
- حزقیال Chapter 48
- هوشع Chapter 5
- زبور Chapter 22
- متلونه Chapter 21
- اول سموئیل Chapter 1
- پیدایښت Chapter 31