Read اول تواریخ Chapter 5 Online
Read اول تواریخ Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تواریخ 5
فصل 5
1. روبین د یعقوب مشر زوی ؤ، خو هغه د مشر زوی په توګه خپل حق له لاسه ورکړ، ځکه چې هغه د خپل پلار د یوې ښځې یعنې د خپلې میرې سره څملاست. د لومړني زېږېدل شوي زوی حق بیا د یوسف زامنو ته ور په برخه شو. روبین په نسب نامې کې د مشر په توګه شامل نه شو.
2. که څه هم یهودا په خپلو ورونو کې تر ټولو قوي شو، خو د مشرتوب حق د یوسف ؤ.
3. د یعقوب مشر زوی روبین څلور زامن درلودل: حنوک، فلو، حزرون او کرمي.
4. -
6. د یوییل اولاده: شمعیه یې زوی، جوج یې لمسی، او شمعي یې کړوسی ؤ. د هغه نوره اولاده: میکا، ریایاه، بعل او بیره. بیره د روبین د قبیلې یو مشر ؤ. وروسته د آشور پاچا تغلت فلاسر، بئیره د اسیر په توګه بوت.
7. د کورنۍ په نسب نامې کې د طایفو دا مشران شامل وو: یعییل چې د یوې طایفې مشر ؤ، زکریا
8. او بالع، چې د عزاز زوی او د شمع لمسی ؤ. شمع د یوییل له طایفې څخه ؤ. دا طایفه په عروعیر او په هغې سیمې کې اوسېدله چې نبو او بعل معون ته غزېدلې وه.
9. د جلعاد په سیمه کې د هغوی پادې زیاتې شولې، نو هغوی د ختیځې دښتې پورې هغه ځمکه ونیوله چې د فرات تر سینده غزېدلې وه.
10. د شاوول د پاچاهۍ په دوران کې د روبین قبیلې د هاجریانو په ضد جګړه وکړه. هغوی ته یې ماتې ورکړه او د جلعاد ختیځ ته، هغه سیمه چې د هغوی بانډې په کې وې ونیوله.
11. د جاد قبیله د روبین د قبیلې په شمال کې د باشان په سیمه کې اوسېدله. د جاد سیمه په ختیځ کې تر سلخې غزېدلې وه.
12. یوییل مشر ؤ او د خپلې طایفې بنیاد ایښودونکی هم ؤ او شافام دوهمه مشره طایفه وه. یعنای او شافاط په باشان کې د نورو طایفو بنیاد ایښودونکي وو.
13. د قبیلې نور غړي له لاندېنیو اوو طایفو څخه وو: میکاییل، مشلام، شبع، یورای، یعکان، زیع او عیبر.
14. دا ټول د ابیحایل اولاده وه چې له پلاره پیل شوې وه: حوري یې پلار، یاروح یې نیکه او جلعاد یې غور نیکه ؤ. نور نیکونه یې دا وو: میکاییل، یشیشای، یحدو او بوز.
15. د عبدیییل زوی او د جوني لمسی اخي د دغو طایفو مشر ؤ.
16. هغوی د جلعاد په سیمې، د باشان د سیمې په ښارګوټو او د شارون په ټولو څړځایونو کې اوسېدل.
17. (دا نسب نامه د یهودا د پاچا یوتام او د اسراییلو د پاچا یروبعام په وخت کې ثبت شوې وه.)
18. د جاد او ختیځې منسي قبیلو څلورڅلوېښت زره اووه سوه او شپېته زړور جنګیالي درلودل چې د جګړې دپاره ښه روزل شوي وو چې په سپرونو، تورو، لیندو او غشو سره وجنګیږي.
19. هغوی د هاجریانو، یعنې د یطور، نافیش او د نوداب د قبیلو په ضد جګړه وکړه.
20. هرکله چې دا عسکر د خپلو دښمنانو په ضد جګړې ته تلل، هغوی به خدای ته زارۍ کولې او باور یې پرې کاوه چې مرسته به ورسره وکړي. ځکه د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلو هاجریانو او د هغوی ملګرو ته یې ماتې ورکړه.
21. دغو اسراییلي قبیلو پنځوس زره اوښان، دوه سوه او پنځوس زره پسونه او دوه زره خره ونیول او سل زره کسان یې اسیران کړل.
22. هغوی خپل ډېر دښمنان ووژل، ځکه چې دا جګړه د خدای جګړه وه. د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلې تر هغه وخته پورې په هغه سیمه کې اوسېدلې، ترڅو چې آشور ته د اسیرانو په توګه بوتلل شوې.
23. د ختیځې منسي خلک د باشان په سیمه کې او د هغې شمال خواته تر بعل حرمون، سنیر او د حرمون تر غره میشت شول او د دوی نفوس ډېر زیات شو.
24. د دوی د طایفو مشران دا وو: عیفر، یشعي، الیییل، عزریییل، ارمیا، هودویا او یحدیییل. هغوی نامتو مشران او زړور جنګیالي وو.
25. د روبین، جاد او د ختیځې منسي د قبیلو خلکو له هغه خدای سره بې وفایي وکړه چې د هغوی نیکونو ورته عبادت کاوه. هغوی د هغو قومونو د بتانو عبادت پیل کړ چې خدای د هغوی له وړاندې تګ سره سم د کنعان له خاورې څخه شړلي وو.
26. نو د اسراییلو خدای د آشور پاچا فول (مشهور په تغلت فلاسر) راوپاراوه، چې په روبین، جاد او د ختیځې نیمې منسي قبیلو باندې حمله وکړي. هغوی یې حلح، خابور، هارا او د جوزان سیند ته د اسیرانو په توګه بوتلل. هغوی تر نن ورځې هلته دي.
About اول تواریخ Chapter 5
Read اول تواریخ Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تواریخ
Chapter: 5
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تواریخ Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تواریخ Chapter 5?
اول تواریخ Chapter 5 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تواریخ
- اول تواریخ Chapter 16
- اول تواریخ Chapter 20
- اول تواریخ Chapter 17
- اول تواریخ Chapter 4
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 2
- اول تواریخ Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- نحمیا Chapter 12
- زبور Chapter 145
- خروج Chapter 11
- لاویان Chapter 9
- شمېر Chapter 32
- پیدایښت Chapter 43
- عاموس Chapter 4