اول تواریخ Chapter 26

For English

Read اول تواریخ Chapter 26 Online

Read اول تواریخ Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تواریخ 26

فصل 26

1. د خدای د کور ساتونکي هم د طایفو له مخې په ډلو ووېشل شول.د قوري زوی مشلمیا د قوري د طایفې او د اساف د کورنۍ څخه ؤ.

2. هغه اووه زامن درلودل چې په لاندیني ترتیب سره زېږېدلي وو: زکریا، یدیعییل، زبدیا، یتني ییل،

3. عیلام، یهوحانان او الیهوعینای.

4. ‏-

5. خدای عوبید ادوم ته د اتو زامنو په ورکولو سره برکت ورکړ. نومونه یې په ترتیب سره دا وو: شمعیه، یهوزاباد، یوآخ، ساکار، نتنییل، عمیییل، یساکار او فعلتای.

6. ‏-

7. د هغه زوی شمعیه شپږ زامن درلودل: عتني، رفاییل، عوبید، الزاباد، الیهو او سمکیا. هغوی د خپل زیات لیاقت له امله په خپلو طایفو کې مشران وو، وروستني دوه تنه په ځانګړي ډول د لیاقت خاوندان وو.

8. د عوبید ادوم دوه شپېته اولادې وې. هغوی ټول لایق او قوي سړي وو، نو له دې کبله هغوی د خدای په کور کې ساتونکي شول.

9. د مشلمیا لایق زامن او خپلوان چې شمېر یې اتلسو تنو ته رسېده، د همدې کار دپاره غوره شول.

10. ‏-

11. د مراري له طایفې څخه حوسه څلور زامن درلودل: شمري، حلقیا، طبلیا او زکریا. پلار یې شمري د کورنۍ مشر وټاکه، که څه هم هغه یې مشر زوی نه ؤ. د حوسه له کورنۍ څخه دیارلس تنه غوره شول چې د خدای د کور ساتونکي شي.

12. ساتونکي د خپلو کورنیو له مشرانو سره سم په ډلو ووېشل شول او د نورو لاویانو په شان هغوی ته د خدای په کور کې وظیفې وروسپارل شوې.

13. هرې کورنۍ پچې واچولې، دا ضوري نه وه چې شمېر یې څومره ؤ، د دې دپاره چې وویني چې د کومې دروازې مسوولیت به د کومې کورنۍ په غاړه شي.

14. شلمیا ته ختیځه دروازه په پچه ورسېدله. د هغه زوی زکریا ته، چې یو ښه او پوه مشاور ؤ د شمال خوا دروازه په پچه ورسېدله.

15. عوبید ادوم ته جنوبي دروازه په پچه ورسېدله او د تحویلخانو مسوولیت د هغه د زامنو په غاړه شو.

16. شفیم او حوسه ته لوېدیځه دروازه او د شلکت هغه دروازه په پچه ورسېدله چې په پاسني سرک باندې وه. د ساتنې وظیفه په وار سره له یو څخه بل ته سپارل کېده.

17. هره ورځ به شپږ ساتونکو د خدای د کور ختیځې، څلورو تنو به شمال او څلورو تنو به د خدای د کور جنوب خواته وظیفه تر سره کوله. دوه دوه ساتونکي به یې په هره تحویلخانه کې ودرول،

18. څلور تنه یې د هغه سرک په اوږدو کې ودرول چې لوېدیځې برنډې ته غزېدلی ؤ او دوه ساتونکي به په خپله حوېلۍ کې پاتې کېدل.

19. دا د هغو ساتونکو وظیفې وې چې د قورح او مراري د طایفو څخه وو.

20. د هغوی نور لاوي ورونه د خدای د کور د خزانې او د هغو تحویلخانو مسؤولان وو، چې خدای ته په کې وقف شوي سوغاتونه ساتل کېدل.

21. لادان د جرشون له طایفې څخه ؤ او د یحیییلي پلار ؤ. د هغه نوره اولاده په طایفه کې د کورنیو مشران وو.

22. یحیییلي د زیتام او یوییل پلار ؤ او هغوی د خدای د کور د خزانې او تحویلخانو مسؤولان وو.

23. د عمرام، یزهار، حبرون او د عزییل اولادې ته هم وظیفې وروسپارل شوې.

24. شوباییل د موسی د زوی یعنې د جرشون یوه اولاده وه. هغه د خدای د کور د خزانې او تحویلخانو مشر مسوول ؤ.

25. هغه د جرشون د ورور الیعازر په وسیله په شلومیت پورې اړه درلوده. الیعازر د رحبیا پلار ؤ. رحبیا د یشیه پلار، یشیه د یورام پلار، یورام د زکري پلار او زکري د شلومیت پلار ؤ.

26. شلومیت او د هغه خپلوان د هغو سوغاتونو د تحویلخانو مسؤولان وو چې څښتن ته وقف کېدل. په هغو کې هغه سوغاتونه هم شامل وو چې داود پاچا وقف کړي وو، همدارنګه هغه سوغاتونه چې د کورنیو مشرانو او د لوړو او د ټیټو رتبو عسکري قوماندانانو وقف کړي وو.

27. هغوی یو څه غنیمت چې په جګړه کې یې نیولی ؤ، د څښتن د کور د بیاجوړونې دپاره وقف کړ.

28. شلومیت او د هغه خپلوانو د هغو سوغاتونو مسوولیت په غاړه درلود چې سموییل نبي، د قیس زوی شاوول پاچا، د نیر زوی ابنیر او د زرویه زوی یوآب د خدای کور ته وقف کړي وو.

29. د یزهار د طایفې څخه کننیا او د هغه زامن د اسراییلیانو دپاره مامورین او قاضیان وو. هغوی د خدای په کور کې کار نه کاوه.

30. د حبرون له طایفې څخه حشبیا او د هغه یو زر او اووه سوه تکړه خپلوان د اسراییلو په هغې سیمې کې د دیني او حکومتي چارو مسؤولان وو چې د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې پرته وه.

31. ‏-

32. د شجرې له مخې یریا د حبرون د طایفې مشر ؤ. داود هغه او د هغه دوه زره اووه سوه خپلوانو ته چې ټول د کورنیو تکړه مشران وو دا وظیفه وروسپارله چې د روبین، جاد او د ختیځې منسي په قبیلو کې د ټولو دیني او دولتي چارو مسوولیت ولري. داود د خپلې پاچاهۍ د څلوېښتم کال په دوران کې کله چې د حبرون په طایفه کې د ټولو کورنیو څېړنه وشوه، د دغو سړیو په هکله معلومات تر لاسه کړل. هغوی د جلعاد له سیمې د یعزیر له ښارګوټي څخه وو.

About اول تواریخ Chapter 26

Read اول تواریخ Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تواریخ
Chapter: 26
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تواریخ Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تواریخ Chapter 26?

اول تواریخ Chapter 26 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تواریخ

  1. اول تواریخ Chapter 16
  2. اول تواریخ Chapter 20
  3. اول تواریخ Chapter 17
  4. اول تواریخ Chapter 11
  5. اول تواریخ Chapter 4
  6. اول تواریخ Chapter 21
  7. اول تواریخ Chapter 2

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم تواریخ Chapter 10
  2. میکاه Chapter 4
  3. اشعیا Chapter 24
  4. اشعیا Chapter 66
  5. پیدایښت Chapter 17
  6. لاویان Chapter 26
  7. دوهم سموئیل Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 51
  2. عبرانیانو ته Chapter 13
  3. مکاشفه Chapter 13
  4. پیدایښت Chapter 48
  5. شمېر Chapter 14
  6. قاضیان Chapter 10
  7. اشعیا Chapter 41
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *