Read عاموس Chapter 8 Online
Read عاموس Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عاموس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
عاموس 8
فصل 8
1. ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې مې د پخې مېوې يوه ټوکرۍ وليدله.
2. مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“
3. قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ، به د عبادتخانې سندرې په ژړا او ماتم بدلې شى. ډېر مړى به په هر ځائ کښې په خاموشۍ پراتۀ وى.“
4. واورئ اے هغه خلقو څوک چې ضرورتمند راغورزوئ او د مُلک غريبانان تباه کوئ.
5. تاسو خپل ځان سره وايئ چې، ”کله به د نوې مياشت ورځ ختمه شى او کله به د سبت ورځ تېره شى چې مونږ خپل د غلې ګودامونه کولاو کړُو او غله خرڅه کړُو؟ او مونږ ناپ تول کښې چل وَل وکړُو، او د څيزونو قيمتونه اوچت کړُو، او په تله کښې ټګى او دوکه وکړُو.
6. غريبانان په سپينو زرو او ضرورتمند په يوه جوړه څپلو اخلو، او غنم هم د بوسو سره خرڅوو.“
7. هغه مالِک خُدائ چې يعقوب ورباندې فخر کوى قسم وکړو چې، ”زۀ به هيڅکله هغه کارونه هېر نۀ کړم چې دوئ کړى دى.
8. د دې په وجه به زمکه ولړزيږى او څوک هم چې په دې مُلک کښې اوسيږى هغه به ماتم کوى. لکه څنګه چې په مِصر کښې د نيل درياب د سېلاب په وخت کښې اوچتيږى داسې به ټوله زمکه اوچته شى، او بيا به دوباره کښېنى.“
9. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ به زۀ نمر په نيمه ورځ ښکته کړم او په زمکه به په رڼا ورځ تيارۀ راولم.
10. زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“
11. قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”هغه ورځې راروانې دى، کله چې زۀ په زمکه باندې قحط راولم. خو دا به د لوږې او تندې قحط نۀ وى، بلکې دا به د خُدائ پاک د کلام د نۀ اورېدلو قحط وى.
12. خلق به د يو سمندر نه بل سمندر پورې او د شمال نه تر مشرق پورې ګرځى، چې د مالِک خُدائ کلام ولټوى، خو دوئ به يې پېدا نۀ کړى.
13. په هغه ورځ به ښائسته پېغلې او ځوانان د تندې نه بېهوشه شى.
14. کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“
About عاموس Chapter 8
Read عاموس Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عاموس in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: عاموس
Chapter: 8
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عاموس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading عاموس Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is عاموس Chapter 8?
عاموس Chapter 8 is part of the Book of عاموس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete عاموس Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from عاموس
- عاموس Chapter 4
- عاموس Chapter 3
- عاموس Chapter 7
- عاموس Chapter 6
- عاموس Chapter 8
- عاموس Chapter 1
- عاموس Chapter 2