Read اول تواریخ Chapter 6 Online
Read اول تواریخ Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تواریخ 6
فصل 6
1. لاوي درې زامن درلودل: جرشون، قهات او مراري.
2. قهات څلور زامن درلودل: عمرام، یزهار، حبرون او عزییل.
3. عمرام دوه زامن (هارون او موسی) او یوه لور مریم درلودله. هارون څلور زامن درلودل: ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار.
4. د العازار په اولاده کې دا خلک شامل وو: فینحاس یې زوی، ابیشوع یې لمسی
5. او نوره اولاده یې: بقي، عزي،
6. زرحیا، مرایوت،
7. امریا، اخیطوب،
8. صادوق، اخیمعص،
9. عزریا، یوحانان،
10. عزریا (هغه کاهن چې د خدای په کور کې یې چې سلیمان پاچا په اورشلیم کې ودان کړی ؤ، خدمت کاوه)،
11. امریا، اخیطوب،
12. صادوق، شلوم،
13. حلقیا، عزریا،
14. سرایا او یهوصاداق.
15. یهوصاداق هغه وخت جلاوطنه شو کله چې څښتن د یهودا او اورشلیم خلک د نبوکدنصر په لاس اسیران کړل.
16. لکه مخکې چې مې یادونه وکړه، لاوي درې زامن درلودل چې نومونه یې جرشون، قهات او مراري وو.
17. د جرشون د زامنو نومونه دا وو: لبني او شمعي.
18. قهات د عمرام، یزهار، حبرون او د عزییل پلار ؤ.
19. مراري د محلي او د مشوي پلار ؤ.د لاوي دغه اولاده د خپلو طایفو مشران شول:
20. -
21. د جرشون په اولاده کې دا شجره شامله وه چې د هغه له زویه شروع کېدله: لبني یې زوی، یحت یې لمسی، زمه یې کړوسی. نوره اولاده یې یوآخ، عیدو، زارح او یاترای وه.
22. -
24. د قهات په اولاده کې دا شجره شامله وه چې د هغه له زویه شروع شوه: عمیناداب یې زوی، قورح یې لمسی، اسیر یې کړوسی او نوره اولاده یې: القانه، ابیاساف، اسیر، تحت، اوري ییل، عزیا او شاوول.
25. القانه دوه زامن درلودل: عماسای او اخیموت.
26. -
27. د اخیموت په اولاده کې د زامنو دا شجره شامله وه: القانه یې زوی، صوفای یې لمسی، نحت یې کړوسی. نوره اولاده یې الیاب، یروحام او القانه وه.
28. سموییل دوه زامن درلودل: مشر یې یوییل نومېد او کشر یې ابیا ؤ.
29. -
30. د مراري په اولاده کې د زامنو دا شجره شامله وه: محلي یې زوی، لبني یې لمسی، شمعي یې کړوسی. نوره اولاده یې عزه، شمعي، هجیا او عسایا وه.
31. وروسته له دې چې د لوظ صندوق د څښتن کور ته یووړل شو، داود پاچا د لاوي د قبیلې څخه ساز غږوونکي او سندرغاړي غوره کړل چې د عبادت په ځای کې د موسیقۍ مسوولیت په غاړه واخلي.
32. مخکې له دې چې سلیمان پاچا د خدای کور په اورشلیم کې ودان کړي، هغوی په دغه دوران کې په سپېڅلې خېمې کې له اصولو سره سم په خپل وار سندرې ویلې.
33. د هغو خلکو د کورنیو شجرې چې دا وظیفه یې تر سره کوله په لاندې ډول دي:د قهاتیانو له طایفې څخه: د یوییل زوی هیمان چې د سندرغاړو د لومړنۍ ډلې مشر ؤ. دا د هغه د کورنۍ شجره وه: هیمان چې یوییل یې پلار، سموییل یې نیکه،
34. القانه یې غور نیکه او نور نیکونه یې یروحام، الیییل، توح،
35. صوف، القانه، محت، عماسای،
36. القانه، یوییل، عزریا، سفنیا،
37. تحت، اسیر، ابیاساف، قورح،
38. یزهار، قهات، لاوي او یعقوب وو.
39. اساف د سندرغاړو د دوهمې ډلې مشر ؤ. هغه د هیمان خپلوان او د هغه ښي لاس ته به ودرېده. د اساف د کورنۍ شجره چې تر لاوي پورې رسېدله په لاندې ډول ده: اساف چې برکیا یې پلار، شمعي یې نیکه،
40. میکاییل یې غور نیکه او نور نیکونه یې بعسیا، ملکیا،
41. اتني، زارح، عدایا،
42. ایتان، زمه، شمعي،
43. یحت، جرشون او لاوي وو.
44. ایتان چې د مراري له طایفې څخه ؤ، د سندرغاړو د درېمې ډلې مشر ؤ. هغه هم د هیمان خپلوان ؤ او چپ لاس ته به یې ودرېده. د هغه د کورنۍ شجره چې تر لاوي پورې رسېدله په لاندې ډول ده: ایتان چې قیشي یې پلار، عبدي یې نیکه، ملوک یې غور نیکه
45. او نور نیکونه یې حشبیا، امصیا، حلقیا،
46. امصي، باني، سامر،
47. محلي، موشي، مراري او لاوي وو.
48. پاتې لاویان د نورو دندو دپاره په سپېڅلې خېمې کې وګمارل شول.
49. هارون او د هغه اولاده هغه څوک وو چې د خوشبویۍ نذرانې او هغه قربانۍ یې وړاندې کولې چې د قربانۍ په ځای باندې سوځول کېدلې. هغوی په ډېر سپېڅلي ځای کې د ټول خدمت او د هغو قربانیو مسوولیت په غاړه درلود چې خدای ورباندې د اسراییلو ګناهونه بخښل. هغوی دا ټول کارونه د خدای د خدمتګار موسی د حکمونو سره سم کول.
50. د هارون د اولادې نومونه دا دي: العازار یې زوی، فینحاس یې لمسی، ابیشوع یې کړوسی او نوره اولاده یې په ترتیب سره:
51. بقي، عزي، زرحیا،
52. مرایوت، امریا، اخیطوب،
53. صادوق او اخیمعص ده.
54. د هارون اولاده د قهات د لاویانو له طایفې څخه وه او لومړنۍ ډله وه چې د پچې په اچولو سره غوره شوه، ترڅو د اوسېدو دپاره ورته ښارګوټي ورکړل شي.
55. هغوی ته د یهودا په سیمه کې د حبرون ښار او شاوخوا څړځایونه ورکړل شول.
56. خو د حبرون د شاوخوا پټي او کلي د یفنه زوی کالیب ته ورکړل شول.
57. -
59. نو د هارون اولادې ته دا لاندې ښارونه او د هغو د شاوخوا څړځایونه هم ورکړل شول: حبرون (د پناه اخیستلو ښار)، لبنه، یتیر، اشتموع، حیلین، دبیر، عاشان او بیت شمس.
60. د بنیامین له قبیلې څخه هغوی ته د جبع، علمت او عناتوت ښارګوټي د هغو له شاوخوا څړځایونو سره ورکړل شول. د هارون اولادې ته دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.
61. د لوېدیځې منسي په سیمه کې لس ښارګوټي د قهاتیانو پاتې کورنیو ته د پچې په اچولو سره ورکړل شول.
62. د جرشون طایفې ته کورنۍ په کورنۍ د یساکار، اشیر او د نفتالي په سیمو کې او په باشان کې د ختیځې منسي په سیمه کې دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.
63. هماغه شان، د مراري طایفې ته د روبین، جاد او د زبولون په سیمو کې دولس ښارګوټي د پچې په اچولو سره ورکړل شول.
64. نو په دې ډول، د اسراییلو قوم لاویانو ته د اوسېدلو دپاره ښارګوټي او د هغو په شاوخوا کې څړځایونه هم ورکړل.
65. (همدارنګه د یهودا، شمعون او د بنیامین ښارګوټي چې پورته یې یادونه شوې ده، د پچې په اچولو سره ورکړل شول.)
66. د قهات د طایفې ځینې کورنیو ته د افرایم د سیمې څخه ښارګوټي او د هغو شاوخوا څړځایونه ورکړل شول:
67. شکیم (چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې د پناه اخیستلو ښار ؤ)، جازر،
68. یقمعام، بیت حورون،
69. ایالون او جت رمون.
70. د قهات پاتې کورنیو ته د لوېدیځې منسي په سیمه کې د عانیر او بلعام ښارګوټي د هغو له شاوخوا څړځایونو سره ورکړل شول.
71. جرشونیانو ته په لاندې ډول ښارګوټي د هغو د څړځایونو سره ورکړل شول: د ختیځې منسي په سیمه کې: جولان چې په باشان کې دی او عشتاروت.
72. د یساکار په سیمه کې: د جرشونیانو طایفې ته د یساکار له قبیلې څخه څلور ښارګوټي ورکړل شول چې هغه دا دي: قادش، دابره،
73. راموت او عانیم چې د هغو شاوخوا څړځایونه هم په کې شامل وو.
74. د اشیر په سیمه کې: جرشونیانو ته د اشیر له قبیلې څخه څلور ښارګوټي ورکړل شول: مشال، عبدون،
75. حقوق او رحوب چې د هغو شاوخوا څړځایونه هم په کې شامل وو.
76. د نفتالي په سیمه کې: په پای کې جرشونیانو ته د نفتالي له قبیلې څخه درې ښارګوټي ورکړل شول چې هغه دا وو: قادش په جلیل کې، حمون او قریتایم چې د هغو شاوخوا څړځایونه هم په کې شامل وو.
77. پاتې مراریانو ته په لاندې ډول ښارګوټي د هغو له شاوخوا څړځایونو سره ورکړل شول: د زبولون په سیمه کې: د رمونو او د تابور ښارګوټي.
78. د روبین په سیمه کې، اریحا ته مخامخ د اردن سیند په ختیځ کې: په دښته کې باصر، یهصه،
79. قدیموت او میفاعت.
80. د جاد په سیمه کې: په جلعاد کې راموت او محانیم،
81. حشبون او یعزیر.
About اول تواریخ Chapter 6
Read اول تواریخ Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تواریخ
Chapter: 6
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تواریخ Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تواریخ Chapter 6?
اول تواریخ Chapter 6 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تواریخ
- اول تواریخ Chapter 16
- اول تواریخ Chapter 20
- اول تواریخ Chapter 17
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 4
- اول تواریخ Chapter 21
- اول تواریخ Chapter 2
Explore More from زوړ عهد
- دوهم پادشاهان Chapter 22
- اول تواریخ Chapter 29
- زبور Chapter 35
- ارمیا Chapter 30
- اول سموئیل Chapter 18
- تثنیه Chapter 12
- دوهم پادشاهان Chapter 1