Read اول تواریخ Chapter 14 Online
Read اول تواریخ Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تواریخ 14
فصل 14
1. نو بیا د صور پاچا حیرام، داود ته خپل استازي ورولېږل، له هغوی سره ګلکاران او نجاران هم وو. هغوی د سبر د ونو لرګي راوړل، ترڅو داود ته ماڼۍ جوړه کړي.
2. نو داود پوه شو چې څښتن د هغه پاچاهي په اسراییلو باندې ټینګه کړې ده او د هغه پاچاهي د خپل قوم یعنې د اسراییلو په خاطر نېکمرغه کیږي.
3. وروسته له دې چې داود اورشلیم ته کډه وکړه، هغه د نورو ښځو سره ودونه وکړل او نور زامن او لورګانې یې وزېږېدلې.
4. دا د داود اولادونه دي چې په اورشلیم کې زېږېدلي دي: شموع، شوڅپرکی، ناتان، سلیمان،
5. ایبحار، الیشوع، الیفالط،
6. نوجه، نفج، یافیع،
7. الیشمع، بعلیاداع او الیفلط.
8. کله چې فلسطینیانو واورېدل چې داود د اسراییلو په ټول هېواد باندې د پاچا په توګه ټاکل شوی دی، هغوی د پوره قوت سره ووتل چې داود ونیسي. خو داود د هغوی د پلان څخه خبر شو او لاړ چې په جګړه کې ورسره مقابله وکړي.
9. نو فلسطینیان راغلل او د رفاییم په دره یې حمله وکړه.
10. داود د خدای نه پوښتنه وکړه: «ایا په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟ ایا ماته به بری راکړې؟»څښتن ځواب ورکړ: «هو، ورباندې حمله وکړه! زه به تاته بری درکړم!»
11. نو داود بعل فراسیم ته لاړ او هلته یې فلسطینیانو ته ماته ورکړه. هغه وویل: «خدای زما په لاسونو د دښمنانو کرښې ماتې کړې.» نو هغه ځای د بعل فراسیم په نوم یاد شو.
12. کله چې فلسطینیان وتښتېدل، بیا داود خپلو لښکرو ته حکم ورکړ: «هغه بتان چې له فلسطینیانو څخه پاتې شوي دي، وسوځوئ.»
13. څه موده وروسته فلسطینیان بېرته درې ته راستانه شول او بیا یې برید پیل کړ.
14. داود یوځل بیا د خدای سره مشوره وکړه، خدای ځواب ورکړ: «د دې ځای نه برید مه کوه، بلکې د شا له خوا ورباندې راتاو شه او د بلسام ونو ته مخامخ په هغوی باندې برید وکړه.
15. کله چې دې د بلسام د ونو په سر کې د قدمونو اواز واورېده، نو بیا په بیړه برید وکړه، ځکه چې دا به دا معنی ولري چې زه ستا په مخکې روان یم چې د فلسطینیانو لښکرو ته ماتې ورکړم.»
16. نو څنګه چې خدای داود ته حکم کړی ؤ، هماغسې یې وکړل او فلسطینیان یې د جبعون نه تر جازر پورې په ټوله لاره کې تعقیب کړل او ویې وژل.
17. نو داود په ټولو هېوادونو کې مشهور شو او څښتن سبب شو چې ټول قومونه له هغه څخه ووېریږي.
About اول تواریخ Chapter 14
Read اول تواریخ Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تواریخ
Chapter: 14
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تواریخ Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تواریخ Chapter 14?
اول تواریخ Chapter 14 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تواریخ
- اول تواریخ Chapter 16
- اول تواریخ Chapter 20
- اول تواریخ Chapter 17
- اول تواریخ Chapter 4
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 2
- اول تواریخ Chapter 21
Explore More from زوړ عهد
- خروج Chapter 16
- یشوع Chapter 24
- اشعیا Chapter 28
- میکاه Chapter 5
- پیدایښت Chapter 23
- دوهم تواریخ Chapter 5
- شمېر Chapter 31