Read اول تواریخ Chapter 10 Online
Read اول تواریخ Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تواریخ 10
فصل 10
1. فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جګړه وکړه. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شاوول پاچا او د هغه زامن هم شامل وو، وتښتېدل.
2. خو فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او د شاوول درې زامن، یوناتان، ابیناداب او ملکیشوع یې ووژل.
3. په شاوول باندې جګړه ډېره سخته شوه او کله چې د فلسطینیانو غشي ویشتونکي هغه ته ورسېدل، نو هغه یې سخت ټپي کړ.
4. شاوول خپل عسکر ته چې د هغه وسله یې لېږدوله وویل: «خپله توره راوباسه او ما ووژنه، ترڅو دا کافر فلسطینیان مې په عذاب نه کړي.» خو هغه ځوان له دې کاره ډېر ووېرېد. نو شاوول خپله توره راواخیستله او ځان یې ورباندې وغورځاوه.
5. کله چې هغه ځوان ولیدل چې شاوول مړ شوی دی، نو هغه هم په خپلې تورې باندې ځان وغورځاوه او مړ شو.
6. نو په دې ډول شاوول او د هغه درې زامن ټول یو ځای مړه شول او د هغه شاهي کورنۍ له منځه لاړه.
7. کله چې هغو اسراییلیانو چې د یزرعیل په دره کې اوسېدل دا خبره واورېدله چې لښکرې تښتېدلې دي او شاوول او د هغه زامن مړه شوي دي، هغوی خپل ښارګوټي پرېښودل او وتښتېدل. نو فلسطینیان راغلل او په دغو ښارونو کې ځای په ځای شول.
8. له جګړې یوه ورځ وروسته فلسطینیان د مړو د لوټلو دپاره ورغلل، نو هغوی د شاوول او د هغه د زامنو مړي وموندل چې د جلبوع په غره کې پراته وو.
9. دوی د شاوول سر پرې کړ، له هغه څخه یې زغرې وویستلې او د فلسطین ټول هېواد ته یې استازي ولېږل چې دا زېری د خپلو بتانو او خپلو خلکو په منځ کې خپور کړي.
10. دوی د شاوول وسلې د خپلو بتانو په عبادت خانه کې کېښودلې او د هغه سر یې د خپل بت یعنې د داجون په عبادت خانه کې ځوړند کړ.
11. کله چې په جلعاد کې د یابیش د ښار ټولو خلکو د هغه څه په اړه چې فلسطینیانو په شاوول باندې کړي وو، واورېدل،
12. تر ټولو زړور سړي لاړل، د شاوول او د هغه د زامنو مړي یې راوړل او یابیش ته یې یووړل. هغوی دا مړي هلته د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووه ورځې یې روژه ونیوله.
13. -
14. شاوول ځکه مړ شو چې هغه بې وفا ؤ او د څښتن اطاعت به یې نه کاوه. هغه حتی د څښتن په ځای له یوې کوډګرې سره مشوره وکړه. نو ځکه څښتن شاوول وواژه او د هغه پاچاهي یې د یسي زوی داود ته ورکړه.
About اول تواریخ Chapter 10
Read اول تواریخ Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تواریخ
Chapter: 10
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تواریخ Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تواریخ Chapter 10?
اول تواریخ Chapter 10 is part of the Book of اول تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تواریخ Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تواریخ
- اول تواریخ Chapter 16
- اول تواریخ Chapter 20
- اول تواریخ Chapter 17
- اول تواریخ Chapter 11
- اول تواریخ Chapter 4
- اول تواریخ Chapter 21
- اول تواریخ Chapter 2
Explore More from زوړ عهد
- استر Chapter 10
- اشعیا Chapter 31
- زبور Chapter 40
- زبور Chapter 23
- هوشع Chapter 8
- اول تواریخ Chapter 2
- زبور Chapter 1