اشعیا Chapter 38

For English

Read اشعیا Chapter 38 Online

Read اشعیا Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

اشعیا 38

فصل 38

1. په هغه ورځو کښې حزقياه بادشاه دومره بيمار شو چې مرګى حاله شو. د آموص زوئ يشعياه پېغمبر هغۀ سره مِلاوېدو له ورَغلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې تۀ خپل کارونه سر ته ورسوه ځکه چې تۀ به نۀ ښۀ کېږې. د مرګ تيارے وکړه.“

2. د دې اورېدو سره حزقياه مخ دېوال ته واړولو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو،

3. ”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په وفادارۍ سره ستا خِدمت کړے دے او هغه عمل مې کړے دے چې ستا په نظر کښې صحيح وى.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.

4. بيا د مالِک خُدائ کلام په يشعياه نازل شو چې،

5. ”حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلى دى. زۀ به تا پينځلس کاله نور ژوندے وساتم.

6. او زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم او هم زۀ به د دې ښار حِفاظت کوم.“

7. دا پېغام يې حزقياه ته واورولو او يشعياه ورته دا هم وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به درته يوه نښه وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کوى.

8. ګوره، زۀ به د احاز د نمر د ګړۍ سورے لس قدمه وروستو بوځم.“ نو هم داسې وشول سورے لس قدمه وروستو لاړو.

9. کله چې حزقياه د بيمارۍ نه روغ شو، نو هغۀ دا حمد‌و‌ثناء وليکل،

10. ما وئيل چې د ژوند په ښۀ دور کښې زۀ د مړو دُنيا ته روان يم، زما د ژوند باقى ټول کالونه زما نه اخستے شوى دى.

11. ما وئيل چې د ژوندو په دې دُنيا کښې به زۀ بيا هيڅکله مالِک خُدائ ونۀ وينم او نۀ به د دې دُنيا په اوسېدونکو کښې يو سړے ووينم.

12. زما ژوند په ختمېدو وو، د شپانو د هغه خېمې په شان چې راکوزه کړے شوې وى، د هغه قالين په شان چې مکمل کړے شوے وى او د کډۍ نه کټ کړے شوے وى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.

13. ټوله شپه ما د درد په وجه چغې وهلې، دا داسې وُو لکه چې زمرے زما هډُوکى ماتوى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.

14. زما آواز نرے او کمزورے شوے وو، د طوطاګرکى او بلبلې په شان مې چينګارے کولو، او د ګوګوشتکې په آواز مې فرياد کولو. آسمان ته په کتلو سره زما سترګې ستړې شوې. اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى. زما مدد وکړه.

15. خو زۀ څۀ وئيلے شم؟ مالِک خُدائ ما سره خبرې کړې دى او هغۀ دا هر څۀ په ما پخپله کړى دى. اوس به زۀ خپل ژوند په عاجزۍ سره تېروم ځکه چې زۀ په دې پرېشانۍ باندې غالب شوے يم.

16. اے مالِکه خُدايه، ستا تنبيه ښۀ ده، ځکه چې هم دا انسان د صحت او ژوند طرف ته بوځى. تۀ ما روغ کړه او ژوندے مې پرېږده.

17. يقيناً چې دا سختى زما دپاره ښۀ وه. ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.

18. خو په قبر کښې هيڅ څوک ستا ثناء صِفت نۀ شى کولے، مړى ستا د وفادارۍ طمع نۀ شى لرلے.

19. صرف ژوندى ستا ثناء صِفت کولے شى، لکه څنګه چې زۀ نن ستا ثناء صِفت کوم. پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښائى.

20. مالِک خُدائ زما روغولو ته تيار دے. مونږ به رڅپرکی غږوو او ستا ثناء صِفت به کوُو، او چې ترڅو پورې مونږ ژوندى يُو نو ستا په کور کښې به ستا ثناء صِفت کوُو.

21. يشعياه د حزقياه نوکرانو ته فرمائيلى وُو، ”د اينځر نه مرهم جوړ کړئ او په ناسور يعنې دانه يې ورله وتړئ، نو هغه به روغ شى.“

22. او حزقياه تپوس کړے وو، ”کومه نښه به دا ثابته کړى چې زۀ به بيا د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“

About اشعیا Chapter 38

Read اشعیا Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 38
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 38 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 38?

اشعیا Chapter 38 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 38 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 33
  7. اشعیا Chapter 51

Explore More from زوړ عهد

  1. متلونه Chapter 19
  2. صفنیا Chapter 2
  3. ایوب Chapter 17
  4. ارمیا Chapter 13
  5. نحمیا Chapter 1
  6. تثنیه Chapter 10
  7. عزرا Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 21
  2. دوهم تواریخ Chapter 10
  3. دانیال Chapter 4
  4. حزقیال Chapter 35
  5. طیطوس Chapter 1
  6. زبور Chapter 133
  7. اول سموئیل Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *