اشعیا Chapter 44

For English

Read اشعیا Chapter 44 Online

Read اشعیا Chapter 44 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 44

فصل 44

1. مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، زما خِدمت کوونکو، اے د يعقوب اولاده، اے زما غوره کړے شوو خلقو اوس ماته غوږ ونيسئ.

2. زۀ هغه مالِک خُدائ يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ، د کوم وخت نه چې تاسو پېدا شوى يئ نو زۀ ستاسو مدد کوم. اے يعقوبه زما خادِمه، يرېږه مه، اے بنى اِسرائيله، تۀ ما غوره کړے يې، يرېږه مه.

3. زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم.

4. هغوئ به د داسې واښو په شان ترقى کوى چې سيرابه وى، د هغه خاروَلو ونو په شان چې د اوبو د روانو نِهرونو په غاړه شوې وى.

5. خلق به وار په وار وائى چې، زۀ د مالِک خُدائ يم. هغوئ به راشى چې د بنى اِسرائيلو سره ملګرى شى. په هغوئ کښې به ځينې په خپل لاس د مالِک خُدائ نوم وليکى او خپل ځان به د خُدائ پاک د خلقو نه يو کس ګڼى.“

6. مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.

7. زما په شان څوک دى؟ هغه دې آواز وکړى او خپل دليلونه دې پېش کړى. هغوئ دې په ترتيب سره ووائى څۀ چې د پخوا نه شوى دى چې کله ما خپل قوم قائم کړو. هغوئ دې د راتلونکى وخت د خبرو اعلان وکړى چې څۀ به کيږى.

8. مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“

9. هر څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ هيڅ هم نۀ دى او چې کومو څيزونو ته هغوئ ډېر زيات خوشحاليږى هغه بې‌فائدې دى. د بُت پرستانو نۀ خو سترګې شته او نۀ پکښې عقل شته خو آخر به هم د شرم سره مخ شى.

10. هغه څوک دے چې ځان له يوه مجسمه يا بُت جوړوى او د هغې به ورته هيڅ فائده نۀ وى؟

11. ګورئ، هغوئ او د هغوئ ټول ملګرى به وشرميږى. کوم خلق چې بُتان جوړوى هغوئ صرف انسانان دى. هغوئ دې راشى او په عدالت کښې دې پېش شى، هغوئ به ويريږى او د شرم سره به مخ شى.

12. لوهار د اوسپنې يوه تکړه واخلى او د سکروټو په ذريعه په دې باندې کار کوى. هغه د مټو زور سره څټک وهى او د دې نه يو بُت جوړ کړى. هغه اوږے شى او د لوږې نه يې طاقت جواب ورکړى او د تندې نه يې رنګ زېړ شى.

13. ترکاڼ د لرګى ناپ واخلى. هغه په دې باندې کرښې وهى، دا لرګے د خپل آوزار سره وتراشى او د يو بنى آدم شکل ترې نه جوړ کړى، چې د يو انسان په شان ښائسته صورت لرى، د دې دپاره چې په يو بُت‌خانه کښې يې ولګوى.

14. کاريګر د دِيار ونې ووهى چې د هغې نه کار واخلى، يا د ځنګل د څېړۍ ونه يا د دِيار ونه خوښه کړى. يا هغه د نختر ونه وکَرى او د باران سره دا را غټه شى.

15. يو کس به د ونې څۀ حِصه د خشاک دپاره استعمال کړى او د څۀ حِصې نه به يې اور بل کړى چې خپل ځان پرې تود کړى او روټۍ ورباندې پخه کړى. او دا هم يو حقيقت دے چې د څۀ حِصې نه به يې يو بُت جوړ کړى او عبادت به يې کوى.

16. هغه د څۀ لرګو نه اور بل کړى، هغه ورباندې غوښه سره کړى، وې خورى او موړ شى. هغه ورباندې خپل ځان تود کړى او وائى، ”دا څومره تود او زبردست اور دے.“

17. کوم لرګے چې پاتې شى نو د هغې نه يو بُت جوړ کړى او بيا ورته هغه ټيټيږى او عبادت يې کوى. هغه دې ته سوال کوى او ورته وائى، ”تۀ زما خُدائ يې، تۀ ما بچ کړه.“

18. داسې خلقو ته هيڅ پته نۀ وى او نۀ په څۀ پوهيږى. د هغوئ په سترګو او زړونو باندې پرده پرته وى، نو په دې وجه نۀ هغوئ څۀ وينى او نۀ په څۀ پوهيږى.

19. د بُتانو جوړونکى دومره عقل او پوهه نۀ لرى چې سوچ پرې وکړى چې، ”څۀ لرګى ما وسوزول. د څۀ سره مې روټۍ پخه کړه او د دې په سکارو مې غوښه سره کړه او ومې خوړه. نو د دې پاتې لرګى نه به زۀ بُت جوړوم او دې ته به زۀ سجده کوم؟“

20. دا داسې دى لکه چې څوک ايرې خورى. هغه خپلو کم عقلو سوچونو بې‌لارې کړے دے. هغه به په خپل زړۀ کښې دا خبره هم نۀ اچوى چې، ”زما په لاس کښې چې کوم بُت دے هغه په رښتيا خُدائ نۀ دے.“

21. مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، دا خبره ياده ساتئ، تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو د دې دپاره پېدا کړئ چې زما خِدمت کوونکى يئ، او زۀ به تاسو هيڅکله نۀ هېروم.

22. ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“

23. اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.

24. مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ هغه ذات يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ. زۀ مالِک خُدائ يم، ما دا هر څيز پېدا کړے دے. ما په يواځې ځان په زمکه باندې آسمانونه ودرول، او زمکه مې پخپله خوره کړه.

25. زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.

26. زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.

27. هم زۀ ژور سمندر ته حُکم ورکوم چې، اوچ شه، زۀ ستا ژوروالے اوچوم.

28. زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“

About اشعیا Chapter 44

Read اشعیا Chapter 44 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 44
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 44 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 44?

اشعیا Chapter 44 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 44 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 66
  4. اشعیا Chapter 54
  5. اشعیا Chapter 18
  6. اشعیا Chapter 33
  7. اشعیا Chapter 51

Explore More from زوړ عهد

  1. شمېر Chapter 11
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. اشعیا Chapter 3
  4. دوهم سموئیل Chapter 16
  5. خروج Chapter 29
  6. پیدایښت Chapter 1
  7. ارمیا Chapter 13

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 11
  2. رومیانو ته Chapter 4
  3. دوهم تواریخ Chapter 11
  4. زبور Chapter 130
  5. دوهم پادشاهان Chapter 12
  6. میکاه Chapter 1
  7. اول پادشاهان Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *