نحمیا Chapter 1

For English

Read نحمیا Chapter 1 Online

Read نحمیا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of نحمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

نحمیا 1

فصل 1

1. دا د هغو کارونو ځانګړی رپوټ دی چې نحمیا د حکلیا زوی سرته رسولي دي:د کیسلو په میاشت کې چې د ارتخششتا د پاچاهۍ شلم کال ؤ، زه نحمیا د شوش په بالاحصار کې وم.

2. زما د ورونو څخه یو تن چې حناني نومېده، د څو کسانو سره د یهودا څخه راغلی ؤ. ما د هغوی څخه د اورشلیم او نورو یهودیانو په اړه چې په څپرکیل کې د جلاوطنۍ څخه تښتېدلي وو، پوښتنه وکړه.

3. هغوی ماته ځواب راکړ: «هغه خلک چې ژوندي پاتې دي او بېرته د یهودا ولایت ته راغلي دي د ډېرو کړاوونو او رسوایۍ سره مخامخ دي. د اورشلیم دېوالونه راغورځول شوي دي او د هغه دروازې سوځېدلې دي.»

4. کله چې ما دا ټولې خبرې واورېدلې، نو کښېناستم او په ژړا شوم.څو ورځې مې ویر وکړ او روژه مې ونیوله. د اسمانونو خدای ته مې دعا وکړه:

5. «ای د اسمانونو څښتنه خدایه! ته ډېر لوی او هیبتناکه یې. هرڅوک چې ستا سره مینه کوي او ستا په حکمونو باندې عمل کوي، ته په وفادارۍ د هغه سره په خپل لوظ باندې ولاړ یې.

6. ای څښتنه، ماته وګوره، او د خپل خدمتګار هغه دعا واوره چې شپه او ورځ یې ستا د خدمتګارانو یعنې د اسراییلو د قوم دپاره کوم. زه په هغو ګناهونو باندې اقرار کوم چې مونږ اسراییلیانو ستا په وړاندې کړي دي. حتی ما او زما خپلې کورنۍ هم ګناه کړې ده.

7. مونږ ستا په وړاندې بد عمل کړی دی او ستا حکمونه مو سرته نه دي رسولي. مونږ د هغو قوانینو څخه پیروي نه ده کړې چې د خپل خدمتګار موسی په وسیله دې مونږ ته راکړي وو.

8. هغه خبره چې تا موسی ته کړې وه، اوس هغه در په یاد کړه. تا ویلي وو: ‹که چېرې تاسو د اسراییلو قوم زما سره بې وفایي وکړه، نو زه به تاسو د نورو قومونو په منځ کې خواره واره کړم.

9. خو که چېرې تاسو بېرته زما خواته راوګرځئ او زما په حکمونو باندې عمل وکړئ، حتی که د نړۍ په کنجونو کې هم خواره واره شوي یئ، زه به تاسو بېرته هغه ځای ته راولم چې ما د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی.›

10. ای څښتنه، دا ستا خدمتګاران دي او ستا خپل قوم دی. تا هغوی په خپل لوی قوت او طاقت سره ازاد کړي دي.

11. اوس زما دعا او د خپلو نورو ټولو خدمتګارانو دعا چې غواړي ستا درناوی وکړي، قبوله کړه. زه زارۍ او غوښتنه کوم کله چې نن د پاچا حضور ته ورځم، نو زما سره مرسته وکړه او د هغه زړه نرم کړه ترڅو زما غوښتنه ومني.»په هغو ورځو کې زه د پاچا ساقي وم.

About نحمیا Chapter 1

Read نحمیا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: نحمیا
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading نحمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading نحمیا Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is نحمیا Chapter 1?

نحمیا Chapter 1 is part of the Book of نحمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete نحمیا Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. استر Chapter 3
  3. استر Chapter 9
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. استر Chapter 7
  7. لاویان Chapter 23

Explore More from نحمیا

  1. نحمیا Chapter 11
  2. نحمیا Chapter 2
  3. نحمیا Chapter 3
  4. نحمیا Chapter 10
  5. نحمیا Chapter 7
  6. نحمیا Chapter 13
  7. نحمیا Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. متلونه Chapter 2
  2. زکریا Chapter 6
  3. اشعیا Chapter 3
  4. دوهم سموئیل Chapter 16
  5. یوحنا Chapter 19
  6. اعمال رسولان Chapter 5
  7. عبرانیانو ته Chapter 13
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *