خروج Chapter 3

For English

Read خروج Chapter 3 Online

Read خروج Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

خروج 3

فصل 3

1. یوه ورځ حضرت موسیٰ د خپل خسر یعنې د مدیان کاهن یترون رمه څروله او حضرت موسیٰ د رمې سره د دښتې په لار د سینا مقدس غره ته راغی.

2. هلته هغه ته د یو سوزېدونکي بوټي څخه د څښتن فرښته ورښکاره شوه. حضرت موسیٰ ولیدل چې بوټي اور اخیستی ؤ، مګر نه سوزېده.

3. هغه د ځان سره وویل: <دا عجیبه خبره ده! زه ځم وګورم چې دا بوټی ولې نه سوزي.>

4. کله چې څښتن ولیدل چې حضرت موسیٰ بوټي ته ورنژدې کیږي، هغه غږ ورته وکړ: <ای موسیٰ، ای موسیٰ!>حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <زه حاضر یم.>

5. خدای پاک ورته وفرمایل: <نژدې مه راځه، خپلې څپلۍ وباسه. په کومه ځمکه باندې چې ته ولاړ یې هغه ځمکه مقدسه ده.

6. زه ستا د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم.> حضرت موسیٰ خپل مخ پټ کړ ځکه چې هغه وېرېده چې خدای پاک ته وګوري.

7. څښتن وفرمایل: <ما ولیدل چې زما د قوم سره په مصر کې څومره ظالمانه رویه کیږي. ما اورېدلي چې هغوی ماته زارۍ کوي چې د خپلو مسئولانو څخه خلاص شي. زه د هغوی د ټولو تکلیفونو څخه خبر یم.

8. نو زه راښکته شوی یم چې هغوی د مصریانو څخه وژغورم. زه به خپل قوم له مصر څخه داسې هېواد ته بوځم چې پراخ وي او ښه حاصلخېزه ځمکه په کې وي. زه به هغوی ته هغه ځمکه ورکړم چېرته چې کنعانیان، حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان اوسیږي.

9. زما قوم ماته د مرستې دپاره زارۍ کولې او ما لیدلي دي چې مصریان په هغوی باندې څومره ظلم کوي.

10. اوس فرعون ته ورشه! زه تا هلته لېږم ترڅو زما قوم یعنې اسراییلیان له هغې خاورې څخه راوباسې.>

11. مګر حضرت موسیٰ خدای پاک ته وفرمایل: <زه څوک یم چې فرعون ته ورشم او اسراییلیان له مصر څخه وباسم؟>

12. خدای پاک په ځواب کې وفرمایل: <زه به ستا سره مل یم. او دا به تاته یوه نښه وي چې دا زه یم چې ته مې ولېږلې: کله چې ته قوم له مصر څخه راوباسې، تاسو به په دې غره باندې د خدای عبادت وکړئ.>

13. حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <کله چې زه اسراییلیانو ته ورشم او هغوی ته ووایم چې زه ستاسو د نیکونو خدای رالېږلی یم، هغوی به زما څخه ستا د نوم پوښتنه وکړي، نو زه هغوی ته څه ځواب ورکړم؟>

14. ‏-

15. خدای پاک حضرت موسیٰ ته په ځواب کې وفرمایل: <زه هغه څوک یم چې یم. هغوی ته ووایه چې هغه چا زه رالېږلی یم چې خپل ځان ته وایي چې <زه یم>. اسراییلیانو ته ووایه چې زه څښتن ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او د یعقوب خدای رالېږلی یم او دا به تر ابده پورې زما نوم وي او راتلونکي نسلونه به هم په دې نوم ما یادوي.

16. لاړ شه او د اسراییلو مشران سره راغونډ کړه او ورته ووایه چې څښتن ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او د یعقوب خدای ماته راښکاره شو. هغوی ته ووایه چې زه تاسو ته راغلی یم او لیدلي مې دي چې مصریان ستاسو سره څومره بد چلند کوي.

17. زه دا وعده کوم چې تاسو به د مصر له تکلیفونو څخه خلاص کړم. او زه به تاسو ته غني او حاصلخېزه ځمکه درکړم چېرته چې کنعانیان، حیتیان، اموریان، فرزیان، حویان او یبوسیان اوسیږي.

18. د اسراییلو مشران به ستا خبرو ته غوږ کېږدي. بیا هغوی د مصر پادشاه ته وروله او ورته ووایئ: د عبرانیانو څښتن خدای مونږ ته راښکاره شوی دی. مونږ پرېږده چې په دښته کې درې ورځې سفر وکړو چې هغه ته قرباني وړاندې کړو.

19. زه پوهېږم چې د مصر پادشاه به تاسو پرېنږدي چې لاړ شئ که چېرې هغه مجبور نه شي.

20. نو زه به د خپل قدرت څخه کار واخلم او مصریانو ته به په هر ډول معجزو باندې سزا ورکړم. له هغې وروسته به هغه تاسو پرېږدي چې لاړ شئ.

21. زه به مصریان دې ته مجبور کړم چې ستاسو عزت وکړي، نو کله چې زما قوم ځي هغوی به خالي لاس نه ځي.

22. هره اسراییلۍ ښځه به خپلې مصرۍ ګاونډۍ یا بلې مصرۍ ښځې ته چې د هغې په کور کې اوسیږي ورشي او د هغې څخه به د سرو او سپینو زرو زېورات او کالي واخلي او خپلو لورګانو او زامنو ته به یې واغوندي. کله چې د مصر څخه وزئ نو د مصریانو شتمني به د ځان سره یوسئ.>

About خروج Chapter 3

Read خروج Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 3?

خروج Chapter 3 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 13
  4. خروج Chapter 12
  5. خروج Chapter 3
  6. خروج Chapter 27
  7. خروج Chapter 24

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 39
  2. زبور Chapter 51
  3. یشوع Chapter 18
  4. دوهم سموئیل Chapter 3
  5. اول تواریخ Chapter 28
  6. ایوب Chapter 25
  7. زبور Chapter 129

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 16
  2. اول پطروس Chapter 5
  3. خروج Chapter 13
  4. اشعیا Chapter 31
  5. زبور Chapter 88
  6. زبور Chapter 9
  7. یشوع Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *