طیطوس Chapter 1

For English

Read طیطوس Chapter 1 Online

Read طیطوس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of طیطوس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of طیطوس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

طیطوس 1

فصل 1

1. دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای خدمتګار او د عیسی مسیح رسول دی، لیکل شوی دی. زه د دې دپاره ټاکل شوی یم چې د خدای د غوره شویو خلکو ایمان قوي کړم او هغوی ته تعلیم ورکړم ترڅو په هغه حقیقت پوه شي چې هغوی ته دا ورزده کوي چې څنګه د دیندارۍ ژوند وکړي.

2. دا هغه حقیقت دی چې هغوی ته د تلپاتې ژوندون هیله ورکوي. خدای چې هېڅکله دروغ نه وایي، د ازل نه دا وعده کړې ده

3. او هغه دا په ټاکلی وخت کې په خپل کلام کې ښکاره کړ. دا کار ماته وسپارل شو چې زه د هغه په اړه د خپل خلاصوونکي خدای د حکم اعلان وکړم.

4. زه دا لیک تیتوس ته لیکم چې زما رښتینی زوی دی چې په ایمان کې سره شریک یو. د پلار خدای او زمونږ د خلاصوونکی عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تا باندې.

5. ته مې د دې دپاره په کریت کې پرېښودلې ترڅو پاتې کارونه تنظیم کړې او لکه څنګه چې مې درته لارښوونه کړې ده چې په هر ښار کې د کلیساګانو دپاره مشران وټاکې.

6. مشران باید بې عیبه وي، یوازې یوه ښځه ولري، اولادونه یې ایمانداران وي او په هغوی باندې دې د بد اخلاقۍ او سرکښۍ تورونه نه وي.

7. څرنګه چې د کلیسا مشر د خدای د کور مسوول دی، نو هغه باید بې عیبه وي. هغه باید خپل سری نه وي، تندخویه، شرابي، جګړه مار او د پیسو حرص ورسره نه وي.

8. هغه باید مېلمه پال او خیرخواه وي، په خپل نفس باندې واک ولري، عادل، سپېڅلی، سم او منظم وي.

9. هغه باید په هغه باوري پیغام باندې چې ورته تعلیم ورکړل شوی دی، ټینګ ودریږي، ترڅو په خپل رښتیني تعلیم سره وکولای شي نور خلک وهڅوي او څوک چې ورسره مخالفت کوي هغوی دې په کلکه وغندي.

10. ځکه چې ډېر داسې خلک شته چې سرکښي کوي، هغوی بېځایه خبرې کوي او خلک غولوي، په ځانګړې توګه هغه خلک چې په سنتولو باندې ټینګار کوي.

11. د داسې خلکو خولې باید وتړل شي، ځکه چې دوی د شرموونکې ګټې د لاسته راوړلو دپاره د هغو شیانو د تعلیم په وسیله چې باید ورنه کړل شي، د کورنیو ټول غړي تباه کوي.

12. د کریتیانو د عالمانو څخه یو عالم وایي: «کریتیان تل دروغجن، وحشیان، خېټور او تنبلان دي.»

13. دا شاهدي رښتیا ده، نو هغوی سخت ورټه ترڅو په ایمان کې روغ پاتې شي

14. او هغوی باید د یهودیانو زړو کیسو او د هغو خلکو حکمونو ته غوږ ونه نیسي چې حقیقت یې رد کړی دی.

15. د پاکو خلکو دپاره ټول شیان پاک دي، خو د ناپاکو او بې ایمانه خلکو دپاره هېڅ شی پاک نه دی، ځکه چې د هغوی فکرونه او وجدانونه دواړه ناپاکه دي.

16. هغوی دعوه کوي چې مونږ خدای پېژنو، خو په عمل کې هغوی د هغه نه انکار کوي. هغوی د کرکې وړ او نافرمانه دي او د هېڅ نېک کار کولو وړتیا نه لري.

About طیطوس Chapter 1

Read طیطوس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of طیطوس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: طیطوس
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading طیطوس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading طیطوس Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is طیطوس Chapter 1?

طیطوس Chapter 1 is part of the Book of طیطوس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete طیطوس Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from طیطوس

  1. طیطوس Chapter 3
  2. طیطوس Chapter 2

Explore More from نوی عهد

  1. مکاشفه Chapter 6
  2. رومیانو ته Chapter 9
  3. متی Chapter 12
  4. لوقا Chapter 16
  5. متی Chapter 25
  6. اول پطروس Chapter 5
  7. اعمال رسولان Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. عبدي Chapter 1
  2. ناحوم Chapter 3
  3. یشوع Chapter 23
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 7
  5. غزل غزلونه Chapter 8
  6. دانیال Chapter 1
  7. عاموس Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *