پیدایښت Chapter 40

For English

Read پیدایښت Chapter 40 Online

Read پیدایښت Chapter 40 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of پیدایښت and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

پیدایښت 40

فصل 40

1. څه موده وروسته د مصر د پادشاه یعنې فرعون د ساقیانو او نانوایانو د مشرانو څخه د پادشاه په مقابل کې غلطي وشوه.

2. فرعون په دې دواړو درباریانو باندې په قهر شو

3. او هغوی یې په هغه زندان کې واچول چې د دربار د ګارډ د قوماندان په کور کې ؤ یعنې په هماغه زندان کې چې حضرت یوسف په کې بندي ؤ.

4. هغوی زیات وخت په زندان کې تېر کړ او د ګارډ قوماندان هغوی حضرت یوسف ته وسپارل او هغه د دوی خدمت کاوه.

5. د ساقیانو او نانوایانو مشرانو چې په زندان کې وو په یوه شپه دواړو خوب ولید او هر یو خوب خپله معنیٰ درلودله.

6. کله چې سهار حضرت یوسف هغوی ته ورغی، ویې لیدل چې هغوی خفه وو.

7. نو هغه ورڅخه پوښتنه وکړه: <تاسو نن ولې دومره خفه یئ؟>

8. هغوی ځواب ورکړ: <مونږ دواړو خوبونه لیدلي دي، مګر څوک نشته چې هغه تعبیر کړي.>حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <د خوبونو تعبیرول د خدای کار دی. خپل خوبونه ماته ووایئ.>

9. نو د ساقیانو مشر خپل خوب حضرت یوسف ته بیان کړ. هغه ته یې وویل: <په خوب کې مې خپلې مخې ته د انګورو تاک ولید.

10. په تاک کې درې څانګې وې. څنګه چې غوټۍ یې وکړې نو هغه وغوړېدلې او د انګورو وږي پاخه شول.

11. د فرعون پیاله مې په لاس کې وه. نو انګور مې واخیستل او په پیاله کې مې وزبېښل او پیاله مې د فرعون په لاس کې ورکړه.>

12. حضرت یوسف وفرمایل: <د هغه تعبیر دا دی: درې څانګې درې ورځې دي.

13. په دې درې ورځو کې به فرعون تا ازاد کړي او وبه دې بخښي او بېرته به دې په خپل کار باندې مقرر کړي. ته به د پخوا په شان لکه څنګه چې د هغه ساقي وې، د فرعون پیاله به د هغه په لاس کې ورکوې.

14. خو کله چې داسې وشي، ما در په یاد کړه او زما سره احسان وکړه. فرعون ته زما په باره کې یادونه وکړه او له دې زندان څخه مې وباسه.

15. ځکه چې زه د عبرانیانو د وطن څخه په زور تښتول شوی یم او دلته مې هم هیڅ داسې کار نه دی کړی چې ما دې په زندان کې واچوي.>

16. کله چې د نانوایانو مشر ولیدل چې ښه تعبیر دی، نو حضرت یوسف ته یې وویل: <ما هم خوب ولیده چې د ډوډیو درې ټوکرۍ مې په سر وې.

17. په پاسنۍ ټوکرۍ کې د فرعون دپاره هر قسم ډوډۍ وې او مرغانو به هغه د دې ټوکرۍ څخه خوړلې.>

18. حضرت یوسف په ځواب کې وفرمایل: <د دې تعبیر دا دی: درې ټوکرۍ درې ورځې دي.

19. په دې درې ورځو کې به فرعون ستا سر پرې کړي او تا به په ونه کې ځوړند کړي او مرغان به ستا غوښه وخوري.>

20. په دریمه ورځ د فرعون د زېږېدلو کالیزه وه. هغه خپلو درباریانو ته مېلمستیا ورکړه او د ساقیانو او نانوایانو مشران یې ازاد کړل او د خپلو درباریانو په مخکې یې حاضر کړل.

21. هغه د ساقیانو مشر په خپل پخواني کار باندې مقرر کړ او پیاله یې یو ځل بیا د فرعون په لاس کې ورکړه.

22. مګر د نانوایانو مشر یې په دار وخېژاوه، لکه څنګه چې حضرت یوسف هغوی ته تعبیر کړی ؤ.

23. د ساقیانو مشر حضرت یوسف رایاد نه کړ او هغه یې بېخي هېر کړ.

About پیدایښت Chapter 40

Read پیدایښت Chapter 40 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of پیدایښت in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: پیدایښت
Chapter: 40
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading پیدایښت. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading پیدایښت Chapter 40 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is پیدایښت Chapter 40?

پیدایښت Chapter 40 is part of the Book of پیدایښت in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete پیدایښت Chapter 40 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from پیدایښت

  1. پیدایښت Chapter 12
  2. پیدایښت Chapter 9
  3. پیدایښت Chapter 1
  4. پیدایښت Chapter 10
  5. پیدایښت Chapter 39
  6. پیدایښت Chapter 21
  7. پیدایښت Chapter 8

Explore More from زوړ عهد

  1. واعظ Chapter 8
  2. حبقوق Chapter 1
  3. زبور Chapter 125
  4. هوشع Chapter 5
  5. حزقیال Chapter 18
  6. قاضیان Chapter 16
  7. لاویان Chapter 16

Related Chapters & Readings

  1. خروج Chapter 32
  2. غزل غزلونه Chapter 3
  3. اشعیا Chapter 37
  4. زبور Chapter 85
  5. هوشع Chapter 13
  6. متی Chapter 2
  7. زبور Chapter 128
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *