Read یشوع Chapter 11 Online
Read یشوع Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یشوع 11
فصل 11
1. کله چې د اسراییلو د بریالیتوب خبر د حاصور پادشاه یابین ته ورسېد، هغه د مادون پادشاه یوڅپرکی او د شمرون او اخشاف پادشاهانو
2. او هغو پادشاهانو ته پیغام ولېږه چې د شمال په غرنۍ سیمه کې، د اردن په دره کې، د جلیل د جهیل په جنوب کې، د غرونو په لمنو کې او دور ته نژدې په غونډیو باندې اوسېدل.
3. همدارنګه هغه د کنعانیانو پادشاهانو ته چې د اردن د سیند په دواړو خواوو کې اوسېدل، د اموریانو، حیتیانو، فرزیانو او یبوسیانو پادشاهانو ته چې په غرنۍ سیمه کې اوسېدل او د هغو حویانو پادشاهانو ته هم پیغام ورولېږه چې د حرمون د غره په لمنو کې د مصفه په خاوره کې اوسېدل.
4. هغوی د خپلو ټولو عسکرو سره راغلل. هغه یو لوی لښکر ؤ او د دریاب د شګو په شان ډېر وو. هغوی ډېر زیات اسونه او جنګي ګاډۍ هم درلودې.
5. دا ټول پادشاهان سره راغونډ شول او د میروم د خوړ سره یې کمپ جوړ کړ. هلته هغوی خپل ځواکونه سره یوځای کړل چې د اسراییلو په مقابل کې وجنګیږي.
6. څښتن یوشع ته وویل: <له هغوی څخه مه وېرېږه، ځکه چې زه څښتن به هغوی ټول ووژنم. سبا دا وخت به هغوی ټول مړه وي. له جګړې څخه وروسته د هغوی اسونه ګوډ کړئ او جنګي ګاډۍ یې وسوزوئ.>
7. نو یوشع او د هغه ټول لښکر په هغوی باندې د میروم د خوړ تر څنګ ناڅاپه حمله وکړه.
8. څښتن اسراییلیان په هغوی باندې بریالي کړل. اسراییلیانو په هغوی باندې حمله وکړه او په شمال کې یې تر مسرفوت مایم او لوی صیدون او په ختیځ کې د مصفه تر درې پورې تعقیب کړل. جګړه تر هغه وخته پورې روانه وه ترڅو چې د دښمن له خوا هیڅوک ژوندی پاتې نه شو.
9. یوشع د هغوی سره هماغه شان کار وکړ څنګه چې څښتن په هغه باندې امر کړی ؤ: هغه د هغوی اسونه ګوډ کړل او د هغوی جنګي ګاډۍ یې وسوزولې.
10. یوشع بېرته راوګرځېد، هغه د حاصور ښار ونیوه او د هغه ځای پادشاه یې وواژه. (په هغه وخت کې نورې پادشاهۍ چې پورته ورڅخه یادونه وشوه، د حاصور د پادشاه تر واکمنۍ لاندې وې.)
11. هغوی هلته ټول خلک ووژل. هیڅوک ژوندی پاتې نه شو او ښار یې وسوزاوه.
12. یوشع هغه ټول ښارونه د هغو د پادشاهانو سره ونیول او ټول یې ووژل. لکه څنګه چې د څښتن خدمتګار موسیٰ امر کړی ؤ، یوشع هغوی په بشپړه توګه له منځه یوړل.
13. خو بیاهم، اسراییلیانو د هغو ښارونو څخه چې د خاورو په ډېریو باندې ودان شوي وو هیڅ کوم ښار ونه سوزاوه، پرته له حاصور څخه چې یوشع هغه وسوزاوه.
14. د اسراییلو خلکو له دې ښارونو څخه ټول قیمتي شیان او څاروي یوړل او د ځانونو دپاره یې وساتل. خو هغوی ټول خلک ووژل، هیڅوک هم ژوندی پاتې نه شو.
15. څښتن خپل خدمتګار موسیٰ ته حکمونه ورکړي وو، موسیٰ هغه یوشع ته ورکړل او یوشع هغه سرته ورسول. یوشع هغه ټول کارونه ترسره کړل کوم چې څښتن په موسیٰ باندې د هغو امر کړی ؤ.
16. نو یوشع دغه ټوله خاوره ونیوله: غرنۍ سیمه، د غرونو لوېدیځې لمنې، شمال او جنوب دواړه، د جوشن ټوله سیمه، ټوله جنوبي دښته او د اردن دره.
17. -
18. هغه سیمه د حالق د غره څخه په جنوب کې د ادوم خواته نژدې تر بعل جاد پورې چې د لبنان په دره کې دی او د حرمون د غره لاندې پروت دی غزېدلې ده. یوشع د ډېرې مودې دپاره د دغو ټولو پادشاهانو سره وجنګېده خو هغه ټول یې ونیول او ویې وژل.
19. -
20. څښتن موسیٰ ته ویلي وو چې هغه غواړي چې د دې سیمې ښارونه دې له منځه یوړل شي او د هغو خلک دې په بې رحمۍ سره ووژل شي. په دې خاطر څښتن د هغو ښارونو د خلکو زړونه سخت کړي وو چې د اسراییلو سره وجنګیږي. یوازینی ښار چې د اسراییلو د قوم سره یې سوله وکړه هغه د جبعون ښار ؤ چې ځینې حویان په کې اوسېدل. نور ښارونه د اسراییلو لښکرو په جګړه کې ونیول.
21. په هغه وخت کې یوشع عناقیان چې لوړ قدونه یې درلودل او په حبرون، دبیر، عناب او د یهودا او اسراییلو په پاتې ټولو غرنیو سیمو کې اوسېدل هم له منځه یوړل. یوشع هغوی د خپلو ښارونو سره بېخي له منځه یوړل.
22. د عناقیانو څخه هیڅوک د اسراییلیانو په خاوره کې پاتې نه شو، یوازې په غزه، جت او اشدود کې ځینې خلک ژوندي پاتې شول.
23. څنګه چې څښتن موسیٰ ته لارښودنه کړې وه، یوشع ټوله خاوره ونیوله او هغه یې اسراییلیانو ته د هغوی د خپل ملکیت په توګه ورکړه. هغه یې په څو برخو ووېشله، هرې قبیلې ته یوه برخه ورسېدله. په آخره کې په هغه هېواد کې ارامي شوه.۔
About یشوع Chapter 11
Read یشوع Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یشوع
Chapter: 11
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یشوع Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یشوع Chapter 11?
یشوع Chapter 11 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یشوع Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from یشوع
- یشوع Chapter 14
- یشوع Chapter 8
- یشوع Chapter 1
- یشوع Chapter 20
- یشوع Chapter 6
- یشوع Chapter 24
- یشوع Chapter 3