زبور Chapter 31

For English

Read زبور Chapter 31 Online

Read زبور Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زبور in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زبور and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

زبور 31

فصل 31

1. ما پناه راوړې تاته ای څښتنه!مه پرېږده مې ته هېڅکله خجالت تهته عادل یې ماته راکړه نجات

2. ونیسه غوږ ماته واوره زما دعازر شه ماته نجات راکړهزما دپاره پناه ځای شه چې ساتنه زما وکړېته زما قوي کلا شه چې نجات راته راکړې

3. ته زما کلا او پناه ځای یې تهته د خپل نوم په خاطر وکړه هدایت او لارښوونه راته

4. ما له هغه دامه وساته چې دوی دی راته ایښیځکه ته مې پناه ځای یې

5. زه خپل روح سپارمه تاتهما به وژغورې څښتنهوفادار یې ته ای خدایه

6. له هغو خلکو څخه کرکه کومچې عبادت کړي د بتانو بې ارزښتوخو زه په تا باندې توکل کومه

7. زه به خوشحاله یم خوښي به کوم ستا په تلپاتې مینهځکه چې تا زما درد ولیدلواو د تکلیف نه مې خبر شولې

8. زه دې ورنه کړم په لاس د دښمنانوخوندي ځای ته دې زه بوتلم

9. رحم وکړه په ما باندې ای څښتنهځکه یمه په تکلیف کېزما سترګې ستړې شوې له ژړا نهزه بېخي یمه ستومانه

10. ژوند مې شو په غم تالاد خفګان د لاسه عمر مې لنډ شویزه مې خپلو ګناهونو کړم کمزوریان هډوکي مې له کاره دي وتلي

11. راته په سپکه سترګه ګوري دښمنان ټول زماپه تېره بیا ګاونډیانهغوی چې پېژني ما زړه یې چوي له ما څخهکله چې دوی مې په کوڅه کې وینيدوی کاندي تېښته له ما څخه

12. زه هرچا یمه هېر کړی لکه مړی چې څوک هېر کړيزه په شان یم د کودي چې وي چا لېرې غورځولی

13. کړي ګونګوسي راپسې ډېر دښمنان اورم یې زهله هرې خوا راباندې وېره ډېرهدوی پلانونه زما په ضد جوړويهم جوړوي مې د مرګي دسیسې

14. خو توکل زما په تا دی ای څښتنهزه دا وایم: «ته مې خدای یې»

15. زما ژوند دی ستا په لاس کېد دښمنانو د لاسونو نه مې خلاص کړهاو له هغو نه مې خلاص کړهچې په ما پسې دي

16. په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار تهوژغوره ماته په خپلې تلپاتې مینې

17. ته مې مه پرېږده څښتنه چې خجل شمځکه تاته زه فریاد کړمبدکاران دې خجالت شيپټه خوله دې دوی شي کوز خپلو قبرو ته

18. د هغوی دروغجنې ژبې دې شي غلېچې مغرور او کبرجن ديچې نېکانو پسې کړي سپکې خبرې

19. څه عجیبه دا ښه شیان ديچې تا ساتلي دي هغوی ته چې کړي وېره له تاهر یو پوهیږي چې ته څومره نېک یېڅنګه ته ساتې هغوی چې غواړي پناه ستا نه

20. ته هغوی د نورو خلکو دسیسو نهخپل حضور کې خوندي ساتېدوی د خپلو دښمنانو له تورونوپه ډاډمنه پناه ځای کې پټ ساتې

21. ثنا او صفت دې وي څښتن ته!کله چې زه په کلا بند ښار کې ګېر شوی ومهڅه عجیبه مینه یې وکړله له ما سره

22. زه وېرېدلی وم او خیال مې کاوهچې ستا حضور ځینې زه لېرې شړل شوی یمهخو کله ما چې زارۍ وکړې د کومک دپارهنو تا زما دعا قبوله کړله

23. ای خپل څښتن ته وفادارو خلکوده سره مینه وکړئڅښتن ساتنه کوي د وفادارو خلکوخو کبرجنو ته د خپل عمل پوره سزا ورکوي

24. اوسئ ځواکمن او زړور ای خلکوټول هغه چې هیله له څښتن لرئ

About زبور Chapter 31

Read زبور Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زبور in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: زبور
Chapter: 31
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زبور. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading زبور Chapter 31 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is زبور Chapter 31?

زبور Chapter 31 is part of the Book of زبور in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete زبور Chapter 31 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زبور

  1. زبور Chapter 22
  2. زبور Chapter 100
  3. زبور Chapter 111
  4. زبور Chapter 7
  5. زبور Chapter 110
  6. زبور Chapter 8
  7. زبور Chapter 6

Explore More from زوړ عهد

  1. اول سموئیل Chapter 4
  2. پیدایښت Chapter 49
  3. شمېر Chapter 11
  4. پیدایښت Chapter 29
  5. زکریا Chapter 8
  6. حزقیال Chapter 35
  7. حجی Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. اول تسالونیکیانو ته Chapter 4
  2. شمېر Chapter 26
  3. خروج Chapter 30
  4. اول سموئیل Chapter 18
  5. خروج Chapter 26
  6. اول پادشاهان Chapter 14
  7. دوهم سموئیل Chapter 18
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *