Read دوهم سموئیل Chapter 24 Online
Read دوهم سموئیل Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم سموئیل 24
فصل 24
1. څښتن یو ځل بیا په اسراییلو باندې په قهر شو او داود یې د هغوی په ضد راوپاراوه چې سختي او تکلیف ورباندې راولي. څښتن هغه ته وویل: <لاړ شه او د اسراییلو او یهودا خلک وشماره.>
2. نو داود د خپلو لښکرو قوماندان یوآب ته حکم وکړ: <د خپلو عسکري منصبدارانو سره د اسراییلو په ټولو قبیلو کې په شمال کې د دان څخه، په جنوب کې تر بئرشبع پورې وګرځه او خلک وشماره. زه غواړم پوه شم چې هغوی څومره دي.>
3. مګر یوآب پادشاه ته ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! ستاسو څښتن خدای دې د اسراییلو د قوم شمېر د اوسني شمېر څخه سل چنده زیات کړي او تاسو دې ژوندي اوسئ چې هغه ووینئ. مګر اعلیحضرته! ولې تاسو غواړئ چې دا کار وکړئ؟>
4. خو پادشاه یوآب او د هغه عسکري منصبداران مجبور کړل چې د هغه امر ته غاړه کېږدي. نو هغوی د پادشاه د حضور څخه روان شول چې د اسراییلو خلک وشماري.
5. هغوی د اردن د سیند څخه پورې وتل او خپل کار یې د عروعیر څخه او د یو بل ښار چې د درې په منځ کې ؤ پیل کړ. بیا وروسته هغوی د جاد د سیمې څخه تېر شول او شمال خوا یعزیر ته لاړل.
6. هغوی جلعاد او د تحتیم حدشي سیمې ته لاړل او دان یعن ته ورسېدل، بیا وروسته لوېدیځ خواته تاو شول او صیدون ته ورسېدل.
7. وروسته بیا هغوی جنوب خواته د صور قوي شوي ښار او د حویانو او کنعانیانو ټولو ښارونو ته لاړل. په پای کې د یهودا جنوبي خواته تر بئرشبع پورې لاړل.
8. هغوی په نهو میاشتو او شلو ورځو په ټول هېواد کې وګرځېدل او بېرته اورشلیم ته راستانه شول.
9. هغوی پادشاه ته د هغو نفرو د شمېر راپور ورکړ چې جنګ یې کولی شو. په اسراییلو کې اته لکه او په یهودا کې پنځه لکه نفره وو.
10. خو وروسته له هغې چې داود سر شمېرنه واخیسته د هغه وجدان ناارامه شو او څښتن ته یې وویل: <په دې کار سره ما ډېره سخته ګناه وکړه! نو ای څښتنه، زه تاته زاري کوم چې د خپل غلام ګناه وبخښه ځکه چې ما ډېر احمقانه کار کړی دی.>
11. په راتلونکي سهار، مخکې له دې چې داود له خوبه راپاڅي څښتن جاد ته چې د داود نبي ؤ ویلي وو:
12. <لاړ شه او داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: زه تاته د دریو سزاګانو د ټاکلو اختیار درکوم، د هغو څخه یو وټاکه چې هغه ستا په ضد ترسره کړم.>
13. نو جاد داود ته ورغی او څه چې څښتن ورته ویلي وو هغه یې بیان کړل. پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <له دغو څخه دې کومه یوه وي؟ آیا درې کاله دې ستا په هېواد کې قحطي وي، یا درې میاشتې د خپلو دښمنانو څخه تېښته او یا به درې ورځې ستا په هېواد کې وبا وي؟ اوس په دې هکله فکر وکړه او راته ووایه چې بېرته څښتن ته څه ځواب یوسم.>
14. داود جاد ته په ځواب کې وویل: <زه په ډېر لوی مصیبت کې یم، مګر نه غواړم چې د خلکو له خوا سزا ووینم. پرېږده چې څښتن په خپله مونږ ته سزا راکړي ځکه چې هغه ډېر مهربان او رحیم دی.>
15. نو څښتن په هغه سهار په اسراییلو باندې وبا نازله کړه او تر هغه وخته پورې یې دوام وکړ چې هغه ټاکلی ؤ. د دان څخه تر بئرشبع پورې اویا زره خلک مړه شول.
16. کله چې د څښتن فرښته نژدې وه چې اورشلیم له منځه یوسي، څښتن خپله اراده خلکو ته د سزا ورکولو په هکله بدله کړه او هغې فرښتې ته چې هغوی یې وژل وویل: <ودرېږه! بس دی!> په دې وخت کې د څښتن فرښته د یبوسي ارونه د درمند ځای سره وه.
17. کله چې داود هغه فرښته ولیدله چې خلک یې وژل نو څښتن ته یې وویل: <زه ګناهکار یم. ما ګناه کړې ده، دا خلک لکه د بې ګناه پسونو په شان دي. هغوی څه کړي دي؟ مهرباني وکړه ما او زما کورنۍ ته سزا راکړه.>
18. په هماغه ورځ جاد داود ته ورغی او ورته ویې ویل: <د یبوسي ارونه درمند ځای ته لاړ شه او هلته د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړه.>
19. نو داود لکه څنګه چې څښتن د جاد په وسیله امر کړی ؤ هغه ځای ته لاړ.
20. کله چې ارونه وکتل، پادشاه او د هغه نفر یې ولیدل چې د ده خواته راروان دي. هغه راووت او د پادشاه په مخکې د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.
21. ارونه پوښتنه وکړه: <اعلیحضرته، تاسو ولې ماته راغلئ؟>داود ځواب ورکړ: <زه د دې دپاره راغلی یم چې ستا درمند ځای په بیه واخلم او په هغه کې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړم. ځکه زه غواړم چې وبا بنده شي.>
22. ارونه وویل: <اعلیحضرته! هرڅه چې تاسو غواړئ هغه واخلئ او څښتن ته یې وړاندې کړئ. دا دي غوایان د سوزېدونکې قربانۍ دپاره او دا دي د هغوی جغونه او د غوبل کولو څپرونه چې د سوزولو د موادو په توګه ورڅخه کار واخیستل شي.
23. ای پادشاه، دا ټول تاسو ته درکوم.> همدارنګه ارونه پادشاه ته وویل: <ستاسو څښتن خدای دې قبول کړي.>
24. مګر پادشاه ارونه ته په ځواب کې وویل: <نه، زه په دې باندې ټینګار کوم چې د هغې بیه درکړم. زه به خپل څښتن خدای ته هغه سوزېدونکې قربانۍ وړاندې نه کړم چې ماته وړیا تمامې شوې وي.> نو داود هغه درمند ځای او غوایان په پنځوس مثقاله سپینو زرو باندې واخیستل.
25. بیا داود په هغه ځای کې څښتن ته د قربانۍ ځای جوړ کړ او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې. نو څښتن د هېواد دپاره د هغه دعا قبوله کړه او په اسراییلو باندې وبا بنده شوه.
About دوهم سموئیل Chapter 24
Read دوهم سموئیل Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم سموئیل
Chapter: 24
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم سموئیل Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم سموئیل Chapter 24?
دوهم سموئیل Chapter 24 is part of the Book of دوهم سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم سموئیل Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-سموئیل
- دوهم سموئیل Chapter 15
- دوهم سموئیل Chapter 8
- دوهم سموئیل Chapter 20
- دوهم سموئیل Chapter 19
- دوهم سموئیل Chapter 6
- دوهم سموئیل Chapter 17
- دوهم سموئیل Chapter 11
Explore More from زوړ عهد
- عاموس Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 19
- خروج Chapter 20
- ایوب Chapter 34
- ارمیا Chapter 8
- اشعیا Chapter 6
- ایوب Chapter 38