یشوع Chapter 8

For English

Read یشوع Chapter 8 Online

Read یشوع Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یشوع 8

فصل 8

1. څښتن یوشع ته وویل: <مه وېرېږه او مه بې زړه کېږه. ټول لښکر له ځان سره واخله او عای ته لاړ شه. زه به تا د عای په پادشاه، د هغه په خلکو او ښار باندې بریالی کړم او د هغه خاوره به ستا شي.

2. ته به د عای او د هغه د پادشاه سره داسې کار وکړې لکه څنګه چې دې د اریحا او د هغه ځای د پادشاه سره وکړ. خو دا ځل تاسو کولی شئ چې د هغوی مالونه او څاروي د خپلو ځانونو دپاره وساتئ. تیار اوسئ چې په حېرانوونکې توګه د شا له خوا په ښار باندې حمله وکړئ.>

3. ‏-

4. نو یوشع د خپلو ټولو عسکرو سره تیار شو چې په عای باندې حمله وکړي. هغه د خپلو لښکرو څخه دېرش زره ډېر ښه نفر غوره کړل او په شپه کې یې له دې حکمونو سره ولېږل: <د ښار بل اړخ ته پټ شئ، خو د هغه څخه ډېر لېرې نه. د حملې دپاره تیار اوسئ.

5. زه او پاتې نفر به ښار ته نژدې ورشو. کله چې د عای خلک د مخکې ځل په شان راووزي او په مونږ باندې حمله وکړي، نو مونږ به وتښتو.

6. هغوی به تر هغې پورې زمونږ پسې شي ترڅو مونږ هغوی وغولوو چې له ښار څخه لېرې شي. ځکه چې هغوی به فکر وکړي چې مونږ د مخکې په شان د هغوی څخه تښتو.

7. بیا به تاسو د هغه پټ ځای څخه راووزئ او ښار به ونیسئ. زمونږ څښتن خدای به هغه ښار تاسو ته درکړي.

8. لکه څنګه چې څښتن امر کړی دی د ښار د نیولو څخه وروسته هغه ته اور ورواچوئ. د دې امرونو څخه په کلکه اطاعت وکړئ.>

9. نو یوشع هغوی رخصت کړل او هغوی خپل د پټېدلو ځای ته لاړل یعنې د عای لوېدیځ خواته چې د بیت ئیل او عای ترمنځ ؤ او هلته یې انتظار کاوه. خو یوشع شپه په کمپ کې تېره کړه.

10. سبا ته سهار وختي یوشع پاڅېده او عسکر یې سره راغونډ کړل. بیا هغه او د اسراییلو مشرانو تر عای پورې د هغوی لارښوونه وکړه.

11. هغه د ټولو عسکرو سره د ښار د اصلي دروازې خواته لاړ او په شمال کې یې خېمې ودرولې. د هغوی او عای ترمنځ یوه دره وه.

12. هغه نژدې پنځه زره نفر بوتلل چې د ښار په لوېدیځ کې د عای او بیت ئیل ترمنځ مورچل ونیسي.

13. عسکر د جګړې دپاره تیار کړای شول. اصلي کمپ د ښار په شمال کې ؤ او پاتې نفر په لوېدیځ کې وو. یوشع شپه په دره کې تېره کړه.

14. کله چې د عای پادشاه د یوشع نفر ولیدل، نو هغه ژر په عمل لاس پورې کړ. هغه د خپلو ټولو نفرو سره د اردن د درې خواته روان شو چې هلته د اسراییلیانو سره وجنګیږي، خو هغه نه پوهېده چې د شا له خوا به ورباندې حمله وشي.

15. یوشع د خپلو نفرو سره داسې وښودله چې ګوندې هغوی په شا شول او د دښتې خواته وتښتېدل.

16. د ښار په ټولو خلکو باندې غږ وشو چې په اسراییلیانو پسې روان شي. څنګه چې د عای خلک په هغوی پسې لاړل نو اسراییلیانو هغوی وغولول او د ښار څخه یې لېرې کړل.

17. په عای یا بیت ئیل کې چې هرڅوک ؤ هغه ټول په اسراییلیانو پسې روان شول. هلته هیڅوک پاتې نه شو چې د ښار څخه دفاع وکړي او د ښار دروازې خلاصې پاتې شوې.

18. بیا څښتن یوشع ته وویل: <خپله نېزه د عای خواته ونیسه، ځکه چې هغه تاته درکوم.> نو څنګه چې یوشع ته ویل شوي وو هغه هماغسې وکړل

19. او څنګه چې هغه خپله نېزه پورته کړه، کوم نفر چې پټ وو هغوی ژر د خپلو ځایونو څخه پاڅېدل، ښار ته په منډه ورننوتل او هغه یې ونیوه. هغوی سمدستي ښار ته اور واچاوه.

20. ‏-

21. کله چې د عای نفرو شاته وکتل نو ویې ولیدل چې د هغوی د ښار څخه اسمان ته لوګی پورته کیږي. یوشع او د هغه نفرو هم لوګی ولید او هغوی پوه شول چې نورو اسراییلي عسکرو ښار نیولی دی او اور یې ورته اچولی دی. نو داسې ځای نه ؤ چې د عای نفر ورته د خوندي پاتې کېدلو دپاره وروتښتي. نو یوشع او د هغه نفر راوګرځېدل او د هغوی په وژلو یې شروع وکړه.

22. نو هغه اسراییلیان چې په ښار کې وو په جګړه کې د برخې اخیستلو دپاره راښکته شول. نو د عای خلکو ولیدل چې اسراییلیانو هغوی بېخي محاصره کړي دي او هغوی ټول ووژل شول. هیڅوک ونه تښتېده او نه څوک ژوندی پاتې شو،

23. بغیر د عای د پادشاه څخه. هغه ژوندی ونیول شو او یوشع ته راوړل شو.

24. څه وخت چې اسراییلیانو هغه ټول خلک چې په دښته کې وو او هلته یې هغوی تعقیب کړي وو، ووژل، نو بیا ټول اسراییلیان د عای ښار ته ورغلل او د هغه ځای ټول خلک یې ووژل.

25. ‏-

26. یوشع خپله نېزه د عای خواته ونیوله او تر هغه وخته پورې یې کښېنښودله ترڅو د هغه ځای ټول نفر ووژل شول. په هغه ورځ د عای ټول نفوس چې دولس زره نفر وو، ووژل شول.

27. لکه څنګه چې څښتن یوشع ته ویلي وو، هغوی هغه څاروي او مالونه چې په ښار کې یې نیولي وو د خپلو ځانونو دپاره وساتل.

28. نو یوشع عای وسوزاوه او په کنډواله یې بدل کړ. هغه ځای تر نن ورځې پورې هماغسې پاتې دی.

29. هغه د عای پادشاه په یوې ونې کې ځوړند کړ او د هغه مړی یې تر ماښامه پورې هلته پرېښود. د لمرپرېواته په وخت کې یوشع حکم وکړ چې هغه مړی دې لېرې کړای شي او د ښار د دروازې په خوله کې دې وغورزول شي. هغوی هغه د تیږو په لوی انبار کې پټ کړ چې تر نن ورځې پورې هلته دی.

30. بیا یوشع د عیبال په غره باندې د اسراییلو د څښتن خدای دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.

31. هغه یې د هغه حکم سره سم جوړ کړ چې د څښتن خدمتګار موسیٰ اسراییلیانو ته کړی ؤ، لکه څنګه چې د موسیٰ په تورات کې ویل شوي وو: <د قربانۍ ځای دې د هغو تیږو څخه جوړ شي چې هغه د اوسپنې د سامان آلاتو په وسیله پرې کړل شوې نه وي.> په هغه باندې هغوی څښتن ته سوزېدونکې قربانۍ او همدارنګه خپلې د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړې.

32. یوشع هلته د اسراییلیانو په مخ کې په تیږو باندې د موسیٰ د شریعت یو نقل ولیکه.

33. اسراییلیان د خپلو مشرانو، مامورانو، قاضیانو او هغو بېګانه خلکو سره چې د هغوی په منځ کې اوسېدل، د څښتن د لوظ د صندوق دواړو اړخونو ته ودرېدل او هغو لاوي کاهنانو ته مخامخ وو چې صندوق یې انتقالاوه. نیم قوم داسې ولاړ ؤ چې شا یې د جرزیم غره ته وه او نیمایي نورو خپله شا د عیبال غره ته اړولې وه. موسیٰ حکم کړی ؤ چې هغوی دې په همدې ترتیب سره ودریږي او برکت دې اعلان شي.

34. بیا یوشع د موسیٰ د تورات د کتاب څخه برکتونه او لعنتونه په لوړ اواز سره ولوستل.

35. یوشع د اسراییلو ټولې غونډې ته چې په هغوی کې ښځې او ماشومان او هغه بېګانه خلک چې د هغوی په منځ کې اوسېدل، شامل وو د موسیٰ ټول حکمونه ولوستل.

About یشوع Chapter 8

Read یشوع Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یشوع
Chapter: 8
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یشوع Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یشوع Chapter 8?

یشوع Chapter 8 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یشوع Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from یشوع

  1. یشوع Chapter 5
  2. یشوع Chapter 5
  3. یشوع Chapter 22
  4. یشوع Chapter 3
  5. یشوع Chapter 19
  6. یشوع Chapter 22
  7. یشوع Chapter 20

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 14
  2. پیدایښت Chapter 27
  3. ارمیا Chapter 38
  4. اشعیا Chapter 28
  5. لوقا Chapter 6
  6. اول تواریخ Chapter 9
  7. حزقیال Chapter 24
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *