Read شمېر Chapter 36 Online
Read شمېر Chapter 36 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of شمېر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
شمېر 36
فصل 36
1. یوه ورځ د جلعاد د طایفې د کورنیو مشران حضرت موسیٰ او د اسراییلو نورو مشرانو ته ورغلل. (جلعاد د ماخیر زوی، ماخیر د منسي زوی او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ.)
2. هغوی وویل: <باداره، څښتن تاته حکم کړی دی چې د اسراییلو خلکو ته د پچې په اساس ځمکه ووېشې. همدارنګه هغه حکم کړی دی چې زمونږ د خپلوان صلفحاد ځمکه د هغه لورګانو ته ورکړې.
3. مګر دا خبره یاد ساته، که چېرې هغوی د بلې قبیلې د سړیو سره ودونه وکړي، د هغوی جایداد به د هماغې قبیلې شي او زمونږ دپاره ټاکل شوې برخه به کمه شي.
4. د بېرته ورکولو په کال کې کله چې ټول خرڅ شوی جایداد خپل اصلي خاوند ته بېرته ورکړل شي، د صلفحاد د لورګانو ځمکه به د هغې قبیلې په دایمي جایداد باندې ورزیاته شي په کومې کې چې هغوی واده شوې دي او دا به زمونږ د قبیلې په تاوان تمام شي.>
5. نو حضرت موسیٰ د څښتن له خوا د اسراییلو قوم ته دغه حکم ورکړ. هغه وفرمایل: <د منسي قبیله چې څه وایي هغه صحیح دي
6. او څښتن فرمایي چې د صلفحاد لورګانې ازادې دي چې د هرچا سره چې وغواړي واده کولی شي خو یوازې په خپله قبیله کې.
7. په دې ډول به د هر اسراییلي جایداد د هغه د خپلې قبیلې پورې تړلی پاتې شي.
8. هره ښځه چې د اسراییلو په یوه قبیله کې ځمکه په میراث اخلي باید د هماغې قبیلې د سړي سره واده وکړي. په دې ډول به ټولو اسراییلیانو ته د خپلو نیکونو جایداد په میراث کې ورسیږي
9. او د یوې قبیلې ځمکه دې بلې قبیلې ته نه ورکول کیږي. هره قبیله دې خپل ملکیت وساتي.>
10. -
11. د صلفحاد لورګانو محلې، ترصې، حجلې، ملکې او نوعې د څښتن اطاعت وکړ او د خپلو ترونو د زامنو سره یې ودونه وکړل
12. او د منسي په قبیلې کې پاتې شوې. نو د هغوی جایداد د هغوی د پلار په قبیله کې پاتې شو.
13. دا هغه اصول او مقررات دي چې څښتن د حضرت موسیٰ په وسیله د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ اسراییلیانو ته ورکړل.
About شمېر Chapter 36
Read شمېر Chapter 36 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of شمېر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: شمېر
Chapter: 36
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading شمېر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading شمېر Chapter 36 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is شمېر Chapter 36?
شمېر Chapter 36 is part of the Book of شمېر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete شمېر Chapter 36 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from شمېر
- شمېر Chapter 3
- شمېر Chapter 25
- شمېر Chapter 11
- شمېر Chapter 19
- شمېر Chapter 20
- شمېر Chapter 8
- شمېر Chapter 10