Read تثنیه Chapter 23 Online
Read تثنیه Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
تثنیه 23
فصل 23
1. جهیڅ داسې سړی چې خصي شوی وي یا د هغه تناسلي آله پرې کړل شوې وي د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.
2. هیڅ داسې نفر چې حرامي وي او د داسې نفر اولاده حتیٰ تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.
3. هیڅ عمونی یا موآبی او د هغوی اولاده حتیٰ تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.
4. دا په دې سبب کله چې تاسو د مصر څخه راوتلئ، هغوی تاسو ته د ډوډۍ او اوبو د برابرولو څخه انکار وکړ او د بعور زوی بلعام یې چې په بین النهرین کې د فتور د ښار څخه ؤ اجیر ونیوه چې په تاسو باندې لعنت ووایي.
5. مګر ستاسو څښتن خدای به بلعام ته غوږ نه نیوه، د هغې په ځای یې لعنت په برکت بدل کړ ځکه چې هغه ستاسو سره مینه درلودله.
6. تاسو او ستاسو راتلونکي نسلونه د هغو قومونو سره د هیڅ شي مرسته ونه کړئ او د هغوی خوشبختي مه غواړئ.
7. ادومیانو ته په سپکه سترګه مه ګورئ، ځکه چې هغوی ستاسو خپلوان دي. مصریانو ته هم په سپکه سترګه مه ګورئ، ځکه چې یو وخت تاسو د هغوی په خاوره کې اوسېدلئ.
8. کېدای شي چې د هغوی لمسیان د څښتن په قوم کې شامل شي.
9. کله چې تاسو د جنګ په وخت کې په کمپ کې یئ، باید د هر هغه شي څخه چې تاسو په مذهبي لحاظ ناپاکه کوي ځانونه وساتئ.
10. که چېرې د شپې له خوا شیطان یو سړی وغولوي او له دې کبله هغه ناپاک شي، هغه دې د کمپ څخه بیرون ووزي او هلته دې پاتې شي.
11. هغه دې مازدیګر غسل وکړي او ماښام کولی شي چې بېرته کمپ ته راشي.
12. د کمپ څخه بیرون یو داسې ځای جوړ کړئ چې د تشناب په توګه ورڅخه کار واخیستل شي.
13. په خپلو سامانونو کې یو داسې شی ولرئ چې ځمکه ورباندې وکیندل شي. کله چې تاسو د حاجت د رفع کولو دپاره ځئ، په هغه باندې یوه کنده وباسئ. بیا وروسته له دې چې خپل حاجت رفع کړئ، خپل غایطه مواد په هغې کندې کې ښخوئ.
14. څرنګه چې ستاسو څښتن خدای ستاسو په کمپ کې ګرځي چې ستاسو ساتنه وکړي او په خپلو دښمنانو باندې بری درکړي، نو ستاسو کمپ باید مقدس وي ترڅو هغه ستاسو په منځ کې کوم خراب شی ونه ویني او ستاسو څخه مخ ونه ګرځوي.
15. که چېرې یو غلام د خپل بادار څخه وتښتي او تاسو ته د پناه اخیستلو دپاره راشي، هغه بېرته خپل بادار ته په لاس مه ورکوئ.
16. هغه کولی شي ستاسو په هر ښار کې چې د هغه خوښه وي واوسیږي او تاسو باید د هغه سره بده رویه ونه کړئ.
17. هیڅ اسراییلی سړی یا ښځه باید د عبادتخانې لواطت کار یا فاحشه نه شي.
18. همدارنګه هیڅ داسې پیسې چې په دې ډول ګټل شوې وي د نذر د ورکولو دپاره دې ستاسو د څښتن خدای کور ته رانه وړل شي. څښتن د عبادتخانې د لواطت کارانو او فاحشو څخه کرکه کوي.
19. کله چې تاسو یو اسراییلي ورور ته پیسې یا ډوډۍ یا بل شی په قرض ورکړئ، د هغه څخه سود مه اخلئ.
20. تاسو کولی شئ چې د بېګانه نفر څخه سود واخلئ، مګر د اسراییلي څخه نه. دا کار وکړئ، نو ستاسو څښتن خدای به ستاسو په هر کار کې چې تاسو یې په هغه خاوره کې کوئ چې تاسو یې نیسئ برکت واچوي.
21. کله چې تاسو خپل څښتن خدای ته نذر منئ، د خپلې وعدې په پوره کولو کې ځنډ مه کوئ، ځکه چې ستاسو څښتن خدای به ستاسو څخه وغواړي چې هغه وعده پوره کړئ. که نه، نو تاسو به ګناهکار وګڼل شئ.
22. دا کومه ګناه نه ده چې تاسو څښتن ته نذر ونه منئ.
23. څه چې تاسو ویلي دي هغه باید خامخا پوره کړئ، ځکه چې تاسو په خپله خوښه او په خپلې خولې څښتن ته نذر منلی دی.
24. کله چې تاسو د بل چا د انګورو باغ ته ورننوزئ، څومره انګور چې غواړئ خوړلی یې شئ، مګر هغه باید په یو لوښي کې د خپل ځان سره یونسئ.
25. کله چې تاسو د بل چا د غلو دانو پټي ته ورننوزئ، کولی شئ چې په خپلو لاسونو باندې وږي راټول کړئ او هغه وخورئ، مګر هغه باید په لور باندې ونه رېبئ.
About تثنیه Chapter 23
Read تثنیه Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: تثنیه
Chapter: 23
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading تثنیه Chapter 23 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is تثنیه Chapter 23?
تثنیه Chapter 23 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 23 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from تثنیه
- تثنیه Chapter 31
- تثنیه Chapter 28
- تثنیه Chapter 26
- تثنیه Chapter 4
- تثنیه Chapter 21
- تثنیه Chapter 18
- تثنیه Chapter 11
Explore More from زوړ عهد
- دوهم سموئیل Chapter 18
- واعظ Chapter 12
- قاضیان Chapter 19
- لاویان Chapter 12
- اول سموئیل Chapter 23
- استر Chapter 1
- اول تواریخ Chapter 28