دوهم پطروس Chapter 2

For English

Read دوهم پطروس Chapter 2 Online

Read دوهم پطروس Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پطروس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پطروس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم پطروس 2

فصل 2

1. خو لکه څنګه چې مخکې په اسراییلو کې هم جعلي پیغمبران پیدا شوي وو، همداسې به ستاسو په منځ کې هم د دروغجن استاذان راپیدا شي. هغوی به په پټه تباه کوونکی او د غلطو عقیدو تعلیم ورکوي. حتی هغوی به د هغه بادار نه هم انکار کوي چې هغوی یې په بیه اخیستي دي او په خپلو ځانونو باندې به ډېر زر تباهي راولي.

2. ډېر خلک به د هغوی په غیر اخلاقي لارو روان شي او د هغوی له امله به د حقیقت لاره بدنامه شي.

3. دا دروغجن استاذان به د خپل حرص له امله د هغو کیسو په ویلو سره چې له ځانه یې جوړې کړې دي، ستاسو څخه ګټه واخلي. خو خدای لا د پخوا نه دا پرېکړه کړې ده چې هغوی ته سزا ورکړي او د هغوی په تباه کولو کې به ځنډ رامنځته نه شي.

4. ځکه خدای هغه فرښتې چې ګناه یې کړې وه بې سزا پرېنښودلې، بلکې دوزخ ته یې ولېږلې او په تیارو کندو کې یې واچولې چې په هغه ځای کې د قضاوت تر ورځې پورې وساتل شي.

5. همدارنګه په پخوا زمانه کې یعنې د نوح د توفان نه مخکې هم خدای څوک بې سزا پرېنښودل، بلکې د هغه وخت په بې دینه خلکو یې سېلاب راوست او یوازې نوح یې چې د عدالت وعظ کوونکی ؤ، د نورو اووه کسانو سره خوندي وساتل.

6. وروسته بیا خدای د سدوم او عموره ښارونو ته سزا ورکړه او هغه یې په اور باندې له منځه یووړل او په ایرو یې بدل کړل، ترڅو د راتلونکې زمانې د بې دینه خلکو دپاره عبرت وي.

7. خو خدای لوط چې نېک سړی ؤ او د بدکاره خلکو د غیر اخلاقي چلند څخه تنګ شوی ؤ، وژغوره.

8. ځکه چې هغه نېک سړی چې د هغوی په منځ کې اوسېده، د هغه پاک زړه به هره ورځ د هغوی د بدو کارونو په لیدلو او اورېدلو ځورېده.

9. نو څښتن پوهیږي چې څنګه دینداره خلک د خپلو ازمایښتونو څخه خلاص کړي او بدکاره خلکو ته د قضاوت تر ورځې پورې په پرله پسې توګه سزا ورکړي،

10. په ځانګړې توګه هغه خلک چې د جسماني ناپاکو غوښتنو پسې ګرځي او د خدای واک او اختیار سپک ګڼي.دا د دروغجنو استاذانو بې باکي او خپل سري ده چې اسماني روحاني موجوداتو ته د کفر ویلو څخه نه وېریږي.

11. سره له دې چې فرښتې د دې دروغجنو استاذانو څخه ډېرې قوي او قوي دي، خو د څښتن په حضور کې په سپکو خبرو سره هغوی نه ملامتوي.

12. دا خلک د بې شعوره ځناورو په شان د دې دپاره پیدا شوي دي چې ونیول شي او ووژل شي. د کومو شیانو څخه چې خبر نه دي د هغو په هکله سپکې خبرې وایي. نو هغوی به د ځنګلي ځناورو په شان تباه شي.

13. د نورو خلکو سره چې هغوی کومه بدي کړې ده نو په بدل کې به یې بدي وویني. هغوی په رڼا ورځ د عیاشۍ نه خوند اخلي. دروغجن استاذان بې شرمه او بې عزته خلک دي. کله چې هغوی ستاسو سره په مېلمستیا کې کښېني، نو ستاسو د بدنامۍ سبب ګرځي، ځکه چې هغوی په خپلو غولولو باندې خوشحالیږي.

14. هغوی ښځو ته د زنا په سترګو ګوري او هېڅکله د ګناه څخه لاس نه اخلي. هغوی هغه څوک چې په خپل ایمان کې ټینګ نه دي، په دام کې رانیسي. د هغوی زړونه په حرص اموخته شوي دي او په هغوی د خدای لعنت دی.

15. هغوی سمه لاره پریښې ده او بې لارې شوي دي او د بعور د زوی بلعام په لاره روان دي چا چې د هغو پیسو سره مینه لرله چې په بدو کارونو یې ګټلې.

16. خو بلعام د خپلو بدو کارونو په خاطر ورټل شو. ځکه چې یو خره د انسان په ژبه خبرې وکړې او هغه نبي یې د لېونتوب د کارونو څخه منع کړ.

17. دا خلک د وچو چینو په شان دي او د هغو ورېځو په شان دي چې باد یې وړي راوړي. خدای د هغوی دپاره په تورو تیارو کې ځای تیار کړی دی.

18. هغوی لاپې وهي او بې عقلې خبرې کوي. او د جسماني غوښتنو څخه په کار اخیستلو سره هغه خلک په دام کې رانیسي چې همدا اوس د هغو خلکو څخه تښتېدلي دي چې په بې لارې کې ژوند تېروي.

19. هغوی ته د ازادۍ وعده ورکوي خو حال دا چې په خپله د فساد غلامان دي، ځکه څوک چې د کوم شي تابع وي، نو د هغه غلام هم دی.

20. ځکه کله چې هغوی زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح د پېژندنې په وسیله د دې نړۍ د ناپاکیو څخه خلاص شول او بیا وروسته په هغو ناپاکیو کې راګېر او هغوی یې لاندې کړل، نو د هغوی وروستنی حال به د اول نه هم ډېر ډېر بد وي.

21. ځکه چې د هغوی دپاره به دا ښه وای چې هېڅکله یې د خدای د عدالت لاره نه وای پېژندلې، له دې نه چې ویې پېژني او د هغه سپېڅلي حکم څخه مخ واړوي چې ورته ورکړل شوی دی.

22. د هغوی سره چې څه وشول نو دا متل یې په هکله رښتیا کیږي: «سپی خپلې کانګې بېرته څټي.» او «لمبول شوی خوګ بېرته په خټو کې رغړي.»

About دوهم پطروس Chapter 2

Read دوهم پطروس Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پطروس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم پطروس
Chapter: 2
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پطروس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم پطروس Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم پطروس Chapter 2?

دوهم پطروس Chapter 2 is part of the Book of دوهم پطروس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم پطروس Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم پطروس

  1. دوهم پطروس Chapter 3
  2. دوهم پطروس Chapter 1

Explore More from نوی عهد

  1. افسیانو ته Chapter 1
  2. یوحنا Chapter 15
  3. رومیانو ته Chapter 12
  4. اول تسالونیکیانو ته Chapter 1
  5. اعمال رسولان Chapter 23
  6. یوحنا Chapter 16
  7. مرقس Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 127
  2. اول سموئیل Chapter 2
  3. متی Chapter 12
  4. قاضیان Chapter 1
  5. لوقا Chapter 13
  6. دوهم سموئیل Chapter 1
  7. حزقیال Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *