Read دوهم پادشاهان Chapter 13 Online
Read دوهم پادشاهان Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پادشاهان 13
فصل 13
1. په یهودا کې د یوآش د پاچاهۍ په درویشتم کال د ییهو زوی یهواخاز د اسراییلو پاچا شو. یهواخاز په سامره کې اوولس کاله پاچاهي وکړه
2. او د څښتن په مقابل کې یې ګناه وکړه. هغه هېڅکله د یروبعام هغه لاره پرېنښوده چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلې وه.
3. څښتن په اسراییلو باندې په قهر شو، نو هغه د سوریې پاچا حزاییل او د هغه زوی بنهدد پرېښودل چې هغوی ته بیا بیا ماتې ورکړي.
4. یهواخاز څښتن ته د مرستې دپاره دعا وکړه او څښتن ولیدل چې حزاییل د اسراییلو سره څومره بده رویه کوي. څښتن د هغه دعا قبوله کړه
5. او د اسراییلو د قوم دپاره یې یو داسې مشر ورولېږه چې اسراییل یې د سوریایانو څخه خلاص کړل. نو اسراییلو د مخکې په شان په خپلو کورونو کې په سولې کې ژوند کاوه.
6. مګر اسراییلو ګناه کوله او د یروبعام د کورنۍ لاره یې غوره کړه. هغوی د اشیره بت چې په سامره کې ودرول شوی ؤ راونه غورځاوه.
7. د یهواخاز کوم ځواکونه پاتې نه وو، بې له پنځوس سپرو عسکرو، لس جنګي ګاډیو او لس زره پیاده عسکرو. علت یې دا ؤ چې د سوریې پاچا هغوی داسې تباه کړي وو لکه دوړه چې د غوبل نه وروسته پاتې کیږي.
8. د یهواخاز د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه د زورورتوب کارونه د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
9. یهواخاز مړ شو او په سامره کې ښخ شو او د هغه زوی یهوآش د هغه په ځای پاچا شو.
10. په یهودا کې د یوآش د پاچاهۍ په اووه دېرشم کال یهوآش د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه.
11. هغه هم د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د یروبعام په شان یې کارونه وکړل څوک چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.
12. یهوآش چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې نور هرڅه کړي وو، د هغه قوت او زړورتیا چې د امصیا په ضد په جګړه کې یې ښودلی ؤ، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
13. یهوآش مړ شو او په سامره کې په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی دویم یروبعام د هغه په ځای پاچا شو.
14. د یهوآش پاچا د مړینې څخه لږه موده مخکې الیشع نبي سخت ناروغ او مرګ ته نژدې شو. یهوآش ورغی، د هغه په څنګ کې ودرېد، ژړل یې او ویې ویل: <پلاره! د اسراییلو جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر به ستا څخه پرته څه وکړي؟>
15. الیشع ورته وویل: <یوه لینده او یو څو غشي راواخله> او یهوآش همداسې وکړل.
16. بیا الیشع ورته وویل: <د غشي د ویشتلو دپاره تیار شه!> پاچا همداسې وکړل. الیشع د پاچا په لاسونو باندې خپل لاسونه کېښودل
17. او ورته ویې ویل: <هغه کړکۍ پرانیزه چې مخه یې ختیځ خواته ده.> کله چې هغه پرانیستل شوه، الیشع وویل: <اوس ووله!> یهوآش یو غشی ګزار کړ او الیشع وویل: <هغه غشی به د دې نښه وي چې څښتن به ستا سره مرسته وکړي چې په افیق کې به د سوریې لښکرو ته پوره ماتې ورکړې.>
18. بیا الیشع زیاته کړه: <نور غشي راپورته کړه او ځمکه ورباندې ووهه.> یهوآش غشي راواخیستل او درې ځلې یې ځمکه ورباندې ووهله او بس.
19. الیشع د خدای نبي په پاچا باندې په قهر شو او ویې ویل: <که چېرې تا دا پنځه یا شپږ ځلې وهلي وای، نو سوریایان به دې بېخي له منځه وړي وای. اوس به ته یواځې درې ځلې هغوی ته ماتې ورکړې.>
20. الیشع مړ او خاورو ته وسپارل شو.هر کال به په پسرلي کې د موآبیانو ډلو د اسراییلو په خاوره باندې غلچکي بریدونه کول.
21. یو ځل په داسې حال کې چې یو څو اسراییلیانو د یو سړي مړی د مړو په ځانګړې سمڅې کې ایښوده، هغوی د موآبیانو یوه چریکي ډله ولیدله. اسراییلیانو په ګړندې توګه مړی په هغې سمڅې کې چې د الیشع مړی پکې ایښودل شوی ؤ، وغورځاوه او وتښتېدل. څنګه چې د سړي مړی د الیشع په هډوکو باندې ولګېده، سړی بېرته راژوندی شو او ودرېد.
22. د یهواخاز د پاچاهۍ په ټول دوران کې د سوریې پاچا حزاییل اسراییلیان ځورول.
23. مګر څښتن په اسراییلو باندې مهربانه ؤ او د هغه لوظ له کبله کوم چې د هغوی د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره یې کړی ؤ، په هغوی باندې یې رحم کاوه. تر نن ورځې پورې څښتن ونه غوښتل چې هغوی بېخي له منځه یوسي او یا یې د خپل حضور څخه وشړي.
24. حزاییل مړ شو او بیا د هغه زوی بنهدد د سوریې پاچا شو.
25. د اسراییلو پاچا یهوآش د سوریې په لښکرو باندې درې ځلې برید وکړ او هغوی ته یې ماتې ورکړه. هغه د بنهدد څخه هغه ټول ښارګوټي بېرته ونیول کوم چې حزاییل په جګړه کې د هغه د پلار یهواخاز څخه نیولي وو.
About دوهم پادشاهان Chapter 13
Read دوهم پادشاهان Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پادشاهان
Chapter: 13
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
- 📱 Hindi Android Bible App
- 📱 Hindi Christian Songs from waytochurch
- 📖 Read on Malayalam Christian Songs – madely
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پادشاهان Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پادشاهان Chapter 13?
دوهم پادشاهان Chapter 13 is part of the Book of دوهم پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پادشاهان Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-پادشاهان
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- دوهم پادشاهان Chapter 7
- دوهم پادشاهان Chapter 21
- دوهم پادشاهان Chapter 4
- دوهم پادشاهان Chapter 8
- دوهم پادشاهان Chapter 17
- دوهم پادشاهان Chapter 20
Explore More from زوړ عهد
- اول سموئیل Chapter 4
- ایوب Chapter 33
- ارمیا Chapter 23
- ارمیا Chapter 41
- ارمیا Chapter 11
- زکریا Chapter 7
- دوهم سموئیل Chapter 19