اول تسالونیکیانو ته Chapter 4

For English

Read اول تسالونیکیانو ته Chapter 4 Online

Read اول تسالونیکیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تسالونیکیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تسالونیکیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تسالونیکیانو ته 4

فصل 4

1. اخر دا چې ای خویندو او ورونو! مونږ تاسو ته زده کړل چې څنګه ژوند باید وکړئ ترڅو خدای خوشحاله کړئ، لکه څنګه چې اوس یې کوئ. مونږ د څښتن عیسی په نوم تاسو ته سوال کوو او په کلکه درڅخه غواړو چې نور هم همداسې کوئ.

2. ځکه چې تاسو پوهېږئ کومې لارښوونې چې مونږ تاسو ته وکړې هغه د څښتن عیسی له خوا وې.

3. د خدای اراده دا ده چې تاسو پاک او سپېڅلي اوسئ او د بل چا سره د جنسي بد اخلاقیو نه ځان لېرې وساتئ.

4. تاسو هر یو باید پوه شئ چې څنګه خپل بدن په خپل اختیار کې وساتئ او هغه پاک او عزتمن وساتئ.

5. نه د هغو بې دینه خلکو په شان چې خدای نه پېژني او په نفساني غوښتنو کې راګېر شئ.

6. هېڅوک دې په دې موضوع کې د خپلو مسیحي ورونو عزت ته په بده سترګه نه ګوري او د هغوی څخه دې غلطه ګټه نه اخلي. لکه څنګه چې مونږ مخکې تاسو ته وویل او خبرداری مو درکړ چې څښتن به هغو ټولو کسانو ته چې داسې کارونه کوي، سزا ورکړي.

7. خدای مونږ د دې دپاره نه یو رابللي چې خپل ژوند په بد اخلاقۍ کې تېر کړو، بلکې پاک او سپېڅلی ژوند وکړو.

8. نو بیا هرڅوک چې دا تعلیم نه مني، هغه انسان نه بلکې هغه خدای نه مني چې تاسو ته یې خپل روح القدس درکړی دی.

9. نو بیا مونږ ته د دې اړتیا نشته چې تاسو ایماندارانو ته یو د بل سره د مینې کولو په هکله کوم شی ولیکو، ځکه چې خدای خپله تاسو ته تعلیم درکړی دی چې یو د بل سره مینه وکړئ.

10. په حقیقت کې تاسو په ټوله مقدونیه کې د ټولو ایماندارانو سره مینه کوئ. خو ای خویندو او ورونو! مونږ ستاسو نه غواړو چې خپله مینه نوره هم زیاته کړئ.

11. او ستاسو مقصد دې دا وي چې سوله ایز ژوند ولرئ، په خپلو کارونو کې بوخت اوسئ او په خپلو لاسونو د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړئ، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته تعلیم درکړی دی.

12. نو په دې ډول به غیر ایمانداران ستاسو درناوی کوي او هېچا ته به محتاج نه اوسئ.

13. ای خویندو او ورونو! مونږ نه غواړو تاسې د هغو ایماندارانو په هکله بې خبره پاتې شئ چې مړه شوي دي، ترڅو د هغو خلکو په شان غمجن نه شئ چې د بیا راژوندي کېدلو هېڅ هیله نه لري.

14. مونږ په دې ایمان لرو چې عیسی مړ شو او بیا راژوندی شو. په دې هم ایمان لرو چې خدای به داسې وکړي: هغه ټول کسان چې په عیسی باندې یې ایمان درلود او مړه شوي دي، د عیسی سره جنت ته بوځي.

15. مونږ دا خبره د څښتن عیسی مسیح له خوا تاسو ته کوو: مونږ چې د هغه د راتګ پورې ژوندي پاتې کېږو، نو کوم کسان چې مړه شوي دي، د هغوی څخه مخکې به د څښتن عیسی سره ونه ګورو.

16. ځکه کله چې څښتن عیسی په خپله د اسمان نه راښکته شي، نو خلک به د هغه د حکم لوړ اواز، د فرښتو د مشر اواز او د اسماني سرني اواز واوري، نو اول به هغه خلک راژوندي شي چې په مسیح باندې یې ایمان راوړی ؤ.

17. نو بیا به مونږ ټول چې ژوندي پاتې یو، د هغوی سره یوځای په ورېځو کې پورته یووړل شو چې په اسمان کې د څښتن عیسی سره لیدنه وکړو، نو په دې ډول به مونږ ټول تل ترتله د هغه سره اوسو.

18. نو بیا په دې خبرو یو بل ته تسلي ورکوئ.

About اول تسالونیکیانو ته Chapter 4

Read اول تسالونیکیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تسالونیکیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تسالونیکیانو ته
Chapter: 4
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تسالونیکیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تسالونیکیانو ته Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تسالونیکیانو ته Chapter 4?

اول تسالونیکیانو ته Chapter 4 is part of the Book of اول تسالونیکیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تسالونیکیانو ته Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تسالونیکیانو-ته

  1. اول تسالونیکیانو ته Chapter 1
  2. اول تسالونیکیانو ته Chapter 3
  3. اول تسالونیکیانو ته Chapter 2
  4. اول تسالونیکیانو ته Chapter 5

Explore More from نوی عهد

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 15
  2. عبرانیانو ته Chapter 2
  3. لوقا Chapter 15
  4. لوقا Chapter 21
  5. متی Chapter 8
  6. اعمال رسولان Chapter 11
  7. یعقوب Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. دوهم پادشاهان Chapter 1
  2. دوهم تواریخ Chapter 23
  3. تثنیه Chapter 2
  4. لاویان Chapter 23
  5. اول سموئیل Chapter 25
  6. ارمیا Chapter 9
  7. نحمیا Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *