ایوب Chapter 19

For English

Read ایوب Chapter 19 Online

Read ایوب Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 19

فصل 19

1. بيا ايُوب جواب ورکړو،

2. ”تۀ به تر کومې پورې ما له تکليف راکوې، او په خپلو خبرو به زما زړۀ غوڅوې؟

3. تا لس ځلې زما بې‌عزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟

4. او کۀ دا رښتيا هم وى چې ما غلطى کړې ده، نو ستا په کښې څۀ کار دے؟

5. تۀ په خپل نظر کښې زما نه لوئ يې، زما تکليف د ګناه د ثبوت دپاره استعمالوې.

6. نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے.

7. ګوره، زۀ د فرياد چغې هم وهم، خو څوک ما له جواب نۀ شى راکولے، زۀ په زوره زوره چغې وهم، خو اِنصاف نشته.

8. خُدائ پاک زما لارې بندې کړې دى او زۀ خوځېدے نۀ شم، او هغۀ زما په لار کښې تيارې جوړې کړې دى.

9. هغۀ زما نه عزت اخستے دے، او زما د سر نه يې تاج اخوا کړے دے.

10. هغه د هر طرف نه ما راغورزوى او زۀ ختم يم، هغۀ د ونې په شان زما د اُميد جرړې راويستلې دى.

11. هغه زما خِلاف سخت غصه شوے دے، او هغه مې خپل دشمن ګڼى.

12. د هغۀ فوجيان راغونډ شوى دى، هغوئ په ما باندې حملې دپاره لارې تيارې کړې دى. او زما د خېمې نه ګېرچاپېره يې خېمې لګولې دى.

13. زما خپلوان ما نه ځان لرې ساتى، او زما دوستان زما خلاف شوى دى.

14. زما خپلوانو او زما نزدې دوستانو زۀ پرېښے او هېر کړے يم،

15. زما په کور کښې مېلمنو زۀ هېر کړے يم، زما وينځې ما پردے سړے ګڼى، زۀ د هغوئ په نظر کښې يو مسافر يم.

16. زۀ چې خپل نوکر راوغواړم نو هغه ما له نۀ راځى، زۀ هغۀ ته سوال زارى کوم.

17. زما د خولې بوئ هم زما په ښځه باندې بد لګى، زما خپل خاندان زما نه نفرت کوى.

18. واړۀ ماشومان هم ما ته سپک ګورى، کله چې زۀ هغوئ سره خبرې کول غواړم نو هغوئ ما ته شا کړى.

19. زما نزدې ملګرى زما نه نفرت کوى، او چې د چا سره ما مينه کوله نو هغوئ زما نه مخ اړولے دے.

20. په ما کښې صرف هډوکى او څرمن پاتې دى او ډېر په مشکله د مرګ نه تښتېدلے يم.

21. اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم.

22. تاسو د خُدائ پاک په شان ولې ما پسې يئ، تاسو زۀ ښۀ نۀ يم کړولے څۀ؟

23. کاش چې زما خبرې ليکلے شوے وے، کاش چې زما خبرې په يو کِتاب کښې بيان شوے وے.

24. کاش چې د اوسپنې او د پيتلو د قلم سره دا خبرې په يو ګټ باندې د تل دپاره نقش شوے وے.

25. زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے، او چې په آخر کښې به هغه د زمکې دپاسه ودريږى،

26. او چې کله زما څرمن بلکل ختمه شى، نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم،

27. زۀ به هغه په خپله وګورم، او زۀ به هغه په خپلو سترګو ووينم. ما سره صرف هم دغه فکر دے.

28. ستا حق نۀ جوړيږى چې ما له تکليف راکوې، او وائې چې دا ستا خپله غلطى ده.

29. د سزا نه پخپله يرېږه ځکه چې ستا رويه د سزا لائقه ده، او بيا به تا ته پته ولګى چې حساب کِتاب شته.“

About ایوب Chapter 19

Read ایوب Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 19
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 19?

ایوب Chapter 19 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 8
  2. ایوب Chapter 41
  3. ایوب Chapter 19
  4. ایوب Chapter 25
  5. ایوب Chapter 17
  6. ایوب Chapter 11
  7. ایوب Chapter 7

Explore More from زوړ عهد

  1. اول تواریخ Chapter 25
  2. زبور Chapter 20
  3. اول سموئیل Chapter 9
  4. زبور Chapter 101
  5. ایوب Chapter 3
  6. یشوع Chapter 5
  7. روت Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. عبرانیانو ته Chapter 3
  2. لاویان Chapter 10
  3. هوشع Chapter 6
  4. دوهم تواریخ Chapter 3
  5. حزقیال Chapter 19
  6. ایوب Chapter 38
  7. اعمال رسولان Chapter 13
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *