Read خروج Chapter 31 Online
Read خروج Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
خروج 31
فصل 31
1. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2. <ګوره، ما بصلئیل د اوري زوی او د حور لمسی د یهودا له قبیلې څخه انتخاب کړی دی
3. او هغه مې د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې مې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې ده.
4. هغه کولی شي چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجو څخه ښکلي شیان جوړ کړي،
5. قیمتي تیږې پرې کړي او تیارې یې کړي، د لرګیو کار او هر ډول هنري کار وکړي.
6. ما اهولیاب د اخیسامک زوی چې د دان له قبیلې څخه دی، د دې دپاره ټاکلی دی چې د هغه مرستیال وي. برسېره پردې ما ټولو کسبګرو ته چې د هغوی سره کار کوي خاص مهارت ورکړی دی ترڅو وکولی شي هغه ټول شیان جوړ کړي چې په تا باندې مې امر کړی دی:
7. لکه مقدسه خېمه، د لوظ صندوق د سرپوښ سره چې ورباندې پروت وي او د خېمې نور ټول سامان،
8. مېز او د هغه سامان، د سوچه سرو زرو څراغدان او د هغه ټول سامان، د خوشبویۍ د سوزولو دپاره قربانګاه،
9. د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي، تشت او د هغه پایه،
10. د هارون کاهن او د هغه د زامنو دپاره ښکلی لباس چې کله هغوی د کاهنانو په توګه خدمت کوي
11. او د مسح کولو تېل او د مقدس ځای دپاره خوشبویي. هغوی دې دا شیان هماغسې جوړ کړي لکه څنګه چې ما درته امر کړی دی.>
12. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
13. <د اسراییلو خلکو ته داسې ووایه: تاسو باید سبت یعنې د ارام کولو ورځ ولمانځئ. دا به تل ترتله زما او ستاسو ترمنځ یوه نښه وي ترڅو تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم او تاسو مې د خپل قوم په توګه انتخاب کړي یئ.
14. د سبت ورځ ولمانځئ ځکه چې دا ستاسو دپاره مقدسه ده. هرڅوک چې د هغې بې حرمتي کوي باید ووژل شي او هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي باید زما له قوم څخه وشړل شي.
15. تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، مګر اوومه ورځ سبت یعنې د ارام کولو ورځ ده چې ما څښتن ته وقف کړای شوې ده. هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي هغه دې ووژل شي.
16. اسراییلیان دې د سبت د ورځې څخه پیروي وکړي. هغه دې د یو لوظ په توګه د تل دپاره ولمانځي.
17. دا به همېشه زما او د اسراییلیانو ترمنځ یوه نښه وي، ځکه چې ما څښتن اسمان او ځمکه په شپږو ورځو کې جوړ کړل او په اوومه ورځ مې کار بس کړ او ارام مې وکړ.>
18. کله چې د سینا په غره باندې څښتن د حضرت موسیٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو د تیږو هغه دوه لوحې چې په خپله یې ورباندې حکمونه لیکلي وو حضرت موسیٰ ته ورکړې.
About خروج Chapter 31
Read خروج Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: خروج
Chapter: 31
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading خروج Chapter 31 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is خروج Chapter 31?
خروج Chapter 31 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete خروج Chapter 31 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from خروج
- خروج Chapter 35
- خروج Chapter 32
- خروج Chapter 13
- خروج Chapter 12
- خروج Chapter 3
- خروج Chapter 27
- خروج Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- میکاه Chapter 1
- اول سموئیل Chapter 11
- دوهم تواریخ Chapter 3
- واعظ Chapter 1
- اول پادشاهان Chapter 22
- اول سموئیل Chapter 2
- ناحوم Chapter 2