یشوع Chapter 21

For English

Read یشوع Chapter 21 Online

Read یشوع Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یشوع 21

فصل 21

1. د لاویانو د کورنیو مشران العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د اسراییلو د نورو قبیلو د کورنیو مشرانو ته شیلوه ته چې په کنعان کې وه ورغلل او هغوی ته یې وویل: <څښتن د موسیٰ په وسیله په تاسو باندې امر کړی دی چې مونږ ته د اوسېدلو دپاره ښارګوټي او زمونږ د څارویو دپاره څړځایونه راکړئ.>

3. نو څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، د اسراییلو قوم لاویانو ته د خپلو سیمو څخه ځینې ښارګوټي او څړځایونه ورکړل.

4. اولنۍ پچه د قهاتیانو د طایفو په نوم ووتله. هغو لاویانو ته چې د هارون کاهن له اولادې څخه وو هغوی ته د یهودا، شمعون او بنیامین د سیمو څخه دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.

5. د افرایم، دان او لوېدیځې منسي د سیمو څخه لس ښارګوټي د قهات پاتې اولادې ته ورکړل شول.

6. د یساکار، اشیر، نفتالي او په باشان کې د ختیځې منسي د سیمو څخه د جرشون اولادې ته دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.

7. د مراري د اولادې طایفو د روبین، جاد او زبولون د سیمو څخه دولس ښارګوټي ترلاسه کړل.

8. نو لکه څنګه چې څښتن د موسیٰ په وسیله امر کړی ؤ، د اسراییلو قوم د پچې په اساس لاویانو ته دا ښارګوټي د څړځایونو سره ورکړل.

9. ‏-

10. دا د یهودا او شمعون د سیمو د هغو ښارګوټو نومونه دي کوم چې د هارون اولادې ته ورکړل شول (د هارون هغه اولاده چې د لاویانو د قهاتیانو د طایفو څخه وه). اولنۍ پچه د هغوی په نوم ووتله.

11. هغوی ته یې د یهودا په غرنۍ سیمه کې قریت اربع (حبرون) د شاوخوا څړځایونو سره ورکړه (اربع د عناق پلار ؤ).

12. خو هغوی د ښار شاوخوا پټي او کلي پخوا د یفنه زوی کالیب ته د هغه د ملکیت په توګه ورکړي وو.

13. نو هغوی د هارون کاهن اولادې ته دا لاندې ښارګوټي ورکړل: حبرون (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، لبنه،

14. یتیر، اشتموع،

15. حولون، دبیر،

16. عین، یوطه او بیت شمس د هغو د څړځایونو سره – د یهودا او شمعون د قبیلو څخه نهه ښارګوټي.

17. د بنیامین د سیمې څخه یې هغوی ته جبعون، جبع،

18. عناتوت او علمون د هغو د څړځایونو سره ورکړل. دا څلور ښارګوټي وو.

19. د کاهنانو یعنې د هارون د اولادې دپاره د څړځایونو سره ټول دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.

20. د لاویانو د قهاتیانو پاتې طایفو ته د افرایم د سیمې څخه یو څو ښارګوټي ورکړل شول.

21. هغوی ته د افرایم په غرنۍ سیمه کې دا څلور ښارګوټي ورکړل شول: شکیم (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، جازر،

22. قبصایم او بیت حورون د هغو د څړځایونو سره.

23. همدارنګه هغوی د دان د سیمې څخه دا څلور ښارګوټي ترلاسه کړل: التقي، جبتون،

24. ایالون او جت رمون د هغو د څړځایونو سره.

25. هغوی د لوېدیځې نیمې منسي د سیمې څخه دوه ښارګوټي ترلاسه کړل: تعنک او جت رمون د هغو د څړځایونو سره.

26. دا ټول لس ښارګوټي د هغو د څړځایونو سره د قهاتیانو پاتې طایفو ته ورکړل شول.

27. د لاویانو د جرشونیانو طایفو ته لاندیني ښارګوټي ورکړل شول: د ختیځې نیمې منسي د سیمې څخه جولان چې په باشان کې ؤ (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ) او بعشتره د هغو د څړځایونو سره – دوه ښارګوټي.

28. د یساکار له سیمې څخه قشیون، دابره،

29. یرموت او عین جنیم د هغو د څړځایونو سره – څلور ښارګوټي.

30. د اشیر له سیمې څخه مشال، عبدون،

31. حلقات او رحوب د هغو د څړځایونو سره – څلور ښارګوټي.

32. د نفتالي له سیمې څخه قادش په جلیل کې (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، حموت دور او قرتان د هغو د څړځایونو سره – درې ښارګوټي.

33. د جرشونیانو د طایفو ټول ښارګوټي د هغو د څړځایونو سره دیارلسو ته رسېدل.

34. د مراریانو طایفو (پاتې لاویانو) ته لاندیني ښارګوټي ورکړل شول: د زبولون د سیمې څخه یقنعام، قرته،

35. دمنه او نحلال د هغو د څړځایونو سره – څلور ښارګوټي.

36. د روبین له سیمې څخه باصر، یاهص،

37. قدیموت او میفاعت د هغو د څړځایونو سره – څلور ښارګوټي.

38. د جاد له سیمې څخه راموت په جلعاد کې (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، محنایم،

39. حشبون او یعزیر د هغو د څړځایونو سره – ټول څلور ښارګوټي.

40. د ټولو ښارګوټو شمېر چې د مراریانو طایفو یعنې پاتې لاویانو ته ورکړل شول دولسو ته رسېده.

41. ‏-

42. له هغې ځمکې څخه چې د اسراییلو خلکو ترلاسه کړې وه ټول اته څلوېښت ښارګوټي د هغو د شاوخوا څړځایونو سره لاویانو ته ورکړل شول.

43. نو څښتن اسراییلو ته هغه ټوله ځمکه ورکړه چې د هغوی د نیکونو سره یې کلکه وعده کړې وه. هغوی د دې ځمکې ملکیت ترلاسه کړ او هلته ځای په ځای شول.

44. لکه څنګه چې څښتن د هغوی د نیکونو سره وعده کړې وه، هغه د هغوی په ټوله خاوره کې ارامي راوستله. د هغوی یو دښمن هم نه شو کولی چې د هغوی په مقابل کې ودریږي، ځکه چې څښتن اسراییلیانو ته په خپلو ټولو دښمنانو باندې بری ورکړی ؤ.

45. څښتن چې کومې وعدې د اسراییلو د قوم سره کړې وې، هغه ټولې یې سرته ورسولې.

About یشوع Chapter 21

Read یشوع Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یشوع
Chapter: 21
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یشوع Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یشوع Chapter 21?

یشوع Chapter 21 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یشوع Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from یشوع

  1. یشوع Chapter 23
  2. یشوع Chapter 9
  3. یشوع Chapter 19
  4. یشوع Chapter 24
  5. یشوع Chapter 2
  6. یشوع Chapter 14
  7. یشوع Chapter 18

Related Chapters & Readings

  1. قاضیان Chapter 2
  2. اول تواریخ Chapter 25
  3. مرقس Chapter 8
  4. لوقا Chapter 18
  5. اشعیا Chapter 64
  6. خروج Chapter 6
  7. ارمیا Chapter 26
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *