متلونه Chapter 16

For English

Read متلونه Chapter 16 Online

Read متلونه Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متلونه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

متلونه 16

فصل 16

1. انسان په خپل زړه کې ډېرې نقشې جوړويخو وروستۍ خبره د څښتن په لاس کې ده.

2. د انسان په نظر خپلې ټولې لارې پاکې ښکاريخو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.

3. خپل ټول کارونه څښتن ته وسپارهنو ستا نقشې به بریالې شي.

4. څښتن هرڅه د خپل مقصد دپاره پیدا کړي دياو حتی بدکاران یې د تباهۍ د ورځې دپاره پیدا کړي دي.

5. څښتن له ټولو کبرجنو خلکو نه کرکه کوياو باور ولره چې بې سزا به پاتې نه شي.

6. د مینې او وفادارۍ له امله ګناه بخښل کیږيد څښتن له وېرې انسان له بدۍ او بلاګانو ساتل کیږي.

7. کله چې څښتن د انسان له کړو نه راضي وينو دښمنان یې هم له هغه سره په امن کې وي.

8. په صداقت سره لږه ګټه ښه ويله هغې ډېرې ګټې نه چې په بې انصافۍ سره وي.

9. انسان په زړه کې ځان ته د تګ لارې جوړويخو څښتن د هغه د قدمونو لارښوونه کوي.

10. د پاچا خبرې د وحې په څېر دياو په قضاوت کې هېڅ بې انصافي نه کوي.

11. سمه تله او تول د څښتن د قضاوت نښه دهاو د وزن کولو دپاره یې ټول کاڼي جوړ کړي دي.

12. پاچاهان د بدو کارونو نه کرکه کويځکه د پاچاهۍ تخت یې د عدالت په بنیاد ولاړ دی.

13. پاچاهان په رښتینو خبرو خوشحالیږياو له هغه چا سره مینه کوي چې رښتیا وایي.

14. د پاچا غوسه د مرګ پیغام دیخو د حکمت خاوند د هغه قهر سړوي.

15. د پاچا په ورین تندي کې د ژوندون زېری وياو رحم یې د پسرلي د ورېځې په څېر باران وروي.

16. د حکمت حاصلول له سرو زرو نه څو چنده بهتر دياو عقل لاسته راوړل له سپینو زرو نه غوره دي.

17. د صادقانو سمه لار انسان د بدۍ او بلا نه ساتيڅوک چې خپلې لارې ته پام کوي نو خپل ځان ساتي.

18. مغرور تباه کیږيکبرجن راغورځیږي.

19. ښه ده چې انسان عاجز وي او د غریبانو سره اړیکې ولريله دې نه چې د مغرورانو سره په غنیمت کې شریک شي.

20. بریالی دی هغه څوک چې کلام اورياو بختور دی هغه چې په څښتن باور کوي.

21. د حکمت خاوند له خپل عقل څخه پېژندل کیږياو خوږه ژبه په زده کړه کې ډېره قناعت بخښونکې وي.

22. څوک چې هوښیاري لري هغه یې د ژوند سرچینه دهخو جهالت د جاهلانو دپاره د سزا لښته ده.

23. د حکمت د خاوند زړه د هغه ژبه هوښیارويچې هرې خبرې ته یې په قناعت ورکولو کې ګټه رسوي.

24. مهربانې خبرې د شاتو د مچیو د ډک چک په شان ديچې د روح دپاره خواږه او د بدن دپاره شفا ده.

25. د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاريخو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.

26. د یو مزدور لوږه هغه سخت کار ته مجبوروياو وږې ګېډه سړی نور ډېر کار ته هڅوي.

27. بېکاره انسان بدې نقشې جوړوياو خبرې یې د اور په شان سوځول کوي.

28. بې لارې سړی شخړو ته لمن وهياو غیبت کوونکی نژدې دوستان جدا کوي.

29. ظالم خپل ملګری بې لارې کوياو بدې لارې ته یې هڅوي.

30. څوک چې سترګې او وروځې وهي بدې نقشې جوړوياو د شونډو په چیچلو نورو ته تاوان رسوي.

31. سپین ویښته د عزت تاج دیچې د صداقت له لارې تر لاسه کیږي.

32. څوک چې زر نه په قهریږي له یو قوي جنګیالي نه ښه دید خپلې غوسې سړوونکی د یو ښار له فتح کوونکي نه بهتر دی.

33. انسان خو پچه میدان ته اچويخو وروستۍ پرېکړه د څښتن په لاس کې ده.

About متلونه Chapter 16

Read متلونه Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متلونه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: متلونه
Chapter: 16
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متلونه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading متلونه Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is متلونه Chapter 16?

متلونه Chapter 16 is part of the Book of متلونه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete متلونه Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from متلونه

  1. متلونه Chapter 13
  2. متلونه Chapter 18
  3. متلونه Chapter 3
  4. متلونه Chapter 9
  5. متلونه Chapter 19
  6. متلونه Chapter 15
  7. متلونه Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 112
  2. پیدایښت Chapter 12
  3. زبور Chapter 26
  4. عاموس Chapter 3
  5. مرقس Chapter 3
  6. اشعیا Chapter 36
  7. دانیال Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *