Read ناحوم Chapter 1 Online
Read ناحوم Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ناحوم in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ناحوم and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ناحوم 1
فصل 1
1. د ناحوم القوشى د رويا په کِتاب کښې د نينوه په حقله پېغام.
2. مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى.
3. مالِک خُدائ په مزه غصه کيږى، خو هغه ډېر طاقتور هم دے، مالِک خُدائ به مجرم بغېر د سزا پرې نۀ ږدى. د هغۀ لاره په تېزه هوا او طوفان کښې ده، او وريځې د هغۀ د پښو دوړې دى.
4. هغه سمندر رټى او اوچوى، هغه ټول سيندونه اوچوى. د بسن او د کرمل شينکے اوچوى، او د لبنان ګلونه مړاوى کوى.
5. د هغۀ د وړاندې غرونه لړزيږى، او غونډۍ ويلى کيږى. او زمکه د هغۀ په حضور کښې لړزيږى، دُنيا او هر هغه څوک چې په کښې اوسيږى.
6. څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.
7. مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.
8. خو هغه به په يو زورَور سېلاب سره د نينوه خاتمه وکړى، هغه به خپل دشمنان د لحد تيارو ته ورسوى.
9. هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ خِلاف منصوبه جوړوى هغه به يې په يو ګزار سره سراسر برباد کړى. او د دوېم ګزار ضرورت به ورته نۀ وى.
10. د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.
11. ستا نه، اے نينوه، څوک راغلو چې د مالِک خُدائ خلاف منصوبې جوړوى، څوک چې بېکاره مشوره ورکوونکى دى.
12. مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”اګر کۀ اسوريان اِتحاديان لرى او بېشمېره دى، هغوئ به ورک او تباه شى. اګر کۀ تاسو ما په تکليف کړئ، اے يهوداه، خو زۀ به تاسو نور په تکليف نۀ کړم.
13. اوس به زۀ د اسوريانو جغ ستاسو د څټ نه اخوا کړم او ستاسو بيړۍ به وشلوم.“
14. مالِک خُدائ ستا په حقله حکم کړے دے، اے نينوه، ”ستا اولاد به نۀ وى چې ستا نوم پرې پاتې شى. زۀ به هغه جوړ شوى تصويرونه او بُتان تباه کړم کوم چې ستاسو د معبودانو په عبادتخانو کښې دى. زۀ به ستا قبر تيار کړم، ځکه چې تۀ بدچلنه يې.“
15. په غرونو نظر د هغه چا پښو ته واچوئ څوک چې ښۀ زېرے راوړى، او د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى. اے يهوداه خپل اخترونه وکړئ، او خپلې عام منښتې کوئ. بدعمله به نور هيڅکله په تاسو قبضه نۀ کوى، هغوئ به په مکمل توګه تباه شى.
About ناحوم Chapter 1
Read ناحوم Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ناحوم in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ناحوم
Chapter: 1
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ناحوم. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ناحوم Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ناحوم Chapter 1?
ناحوم Chapter 1 is part of the Book of ناحوم in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ناحوم Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from ناحوم
- ناحوم Chapter 2
- ناحوم Chapter 1
- ناحوم Chapter 2
- ناحوم Chapter 1
- ناحوم Chapter 2
- ناحوم Chapter 3
- ناحوم Chapter 1